د پولیو په وړاندې د ټولنې د مشرانو غږ

یووالی او ژمنتیا هغه ځواک دی چې د زرګونو ماشومانو راتلونکی خوندي کوي
پکتیکا، افغانستان (۸ تله ۱۴۰۴) – د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ قومي مشران د ماشومانو د روغتیا ساتنې په برخه کې د پام وړ رول لوبوي.
د دې ولسوالۍ د براتخېلو، دیمست، غیبيخېلو او نورو کلیو مشرانو هڅې نه یوازې د پولیو واکسین د کمپاینونو په بریالیتوب کې مرسته کړې، بلکې د ټولنې د عامه ذهنیت په بدلولو کې یې هم ژور اغېز لرلی دی.
د دغو مشرانو هڅې هره ورځ د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره نوی باور جوړوي.
د مشرانو ورځنۍ هڅې
حاجي محمد اقبال د براتخېلو کلي هغه قومي مشر دی چې د خلکو په منځ کې د باور او احترام نښه بلل کېږي.
هغه د سهار رڼا له پیل سره د واکسین له ټیم سره یو ځای د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره کوڅه په کوڅه ګرځي او والدین هڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
دی وايي: «زموږ ماشومان زموږ راتلونکی دی، که نن یې واکسین نه کړو، نو سبا به فلج او د ټولنې د اوږو بار وي. دا زموږ مسوولیت دی چې د دوی ژوند خوندي کړو.»
حاجي صابر د دیمست کلي قومي سپین ږیری او یو روحاني شخصیت دی چې له بېلابېلو لارو خلکو ته د واکسین اهمیت بیانوي.
هغه په ټولنیزو غونډو، ودونو او حتی د کورنیو په محفلونو کې هم د پولیو او نورو ناروغیو ضد واکسینونو د ارزښت په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.
دی وايي: «د پولیو ناروغي درملنه نه لري، د مخنیوي یوازینۍ لار یې واکسین دی. دا زموږ دنده ده چې خلک وهڅوو او ډاډ ورکړو چې واکسین خوندي دی.»
د پکتیکا ولایت د یوسفخېلو ولسوالۍ قومي مشران د ماشومانو د روغتیا ساتنې په برخه کې د پام وړ رول لوبوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د عملي بېلګې ځواک
حاجي سمیع الله او خان محمد د دغې سیمې دوه نور هغه قومي مشران دي چې د خپلو اړیکو له لارې کورنۍ هڅوي څو خپل ماشومان واکسین کړي.
هغوی خپل ماشومان واکسینوي او نورو ته هم د عملي بېلګې په توګه ښيي چې دا کوچني څاڅکي د ماشومانو د راتلونکي لپاره څومره ارزښت لري.
خان محمد وايي: «کله چې خلکو ولیدل زموږ ماشومان روغ رمټ دي، هغوی هم قانع شول چې خپل ماشومان واکسین کړي.»
د باور نښې
په کلیو کې د قومي مشرانو د هڅو اغېز اوس ښکاره لیدل کېږي. په لیرې سیمو کې د واکسین پوښښ پراخ شوی او د پولیو په اړه د خلکو ناسمو باورونو ځای پوهاوي نیولی دی.
افغانستان لا هم د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې د پولیو ویروس پکې شته. د روان کال په ترڅ کې دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ښيي د ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې باید جدي او دوامدارې وي.
په همدې شرایطو کې د یوسفخېلو د قومي مشرانو په څېر رول ځانګړې معنا پیدا کوي – ځکه هغوی کولای شي د خلکو ذهنونه بدل او د واکسین پوښښ پراخ کړي.
د دیمست کلي اوسېدونکی حسن الله خپله تجربه داسې بیانوي: «په پیل کې زه د واکسین په اړه شکمن وم، خو کله چې حاجي صابر موږ ته کره معلومات راکړل، زما فکر بدل شو. اوس خپل ماشومان په هر کمپاین کې واکسین کوم.»
یو ځوان روغتیاپال، سمیع الله، هم د مشرانو رول ستایي: «کله چې قومي مشران زموږ ترڅنګ وي، خلک ژر قانع کېږي. د هغوی رښتینې او صادقانه هڅې د باور او اعتماد فضا رامنځته کوي، او دا د ماشومانو د ژوند د خوندي کولو لپاره حیاتي اهمیت لري.»
په یوسفخېلو ولسوالۍ کې قومي مشرانو او د پولیو واکسین کمپاین د کارکوونکو تر منځ ناسته © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
الهام بخښونکي مشران
د یوسف خېلو د مشرانو کیسه ښيي چې د ټولنې مشرتابه د بدلون لپاره تر ټولو قوي ځواک دی. د هغوی هڅو د زرګونو ماشومانو ژوند له پولیو او فلج څخه خوندي کړی دی.
هغوی یوازې قومي مشران نه دي، بلکې د راتلونکي نسل ساتونکي دي. د خپل صداقت، باور او ژمنتیا په رڼا کې یې ثابته کړې چې مشران کولای شي د یوې ټولنې لوری بدل کړي.
د دوی هڅو نه یوازې د واکسین کمپاینونه بریالي کړي، بلکې د خلکو ذهنونه یې له شکونو پاک کړي او د زرګونو ماشومانو ژوند یې له تلپاتې فلج څخه خوندي کړی دی.
نن د یوسف خېلو مشران د دې وینا ژوندی انځور دی چې کله مشران په صداقت او ژمنتیا راپاڅي، هره ټولنه د راتلونکي لپاره روښانه لاره مومي.

