له پولیو خوندي راتلونکی؛ د شهابالدین لویه هیله

یو ځوان له تېرو لسو کلونو راهیسې، د پولیو ناروغۍ پر ضد په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي څو د کونړ د اسعد اباد په کړهمار سیمه کې هیڅ ماشوم له راتلونکو هیلو بې برخې نه شي.
کونړ، افغانستان (۲۹ زمری ۱۴۰۴) – د سهار رڼا لا ښه نه وه خپره شوې چې شهاب الدین د واکسین بکس، ویالونه، آیس پېکونه او نور د اړتیا وړ توکي چمتو کړل او د خپلې دندې په لور روان شو.
د کونړ د اسعد اباد ښار، د کړهمار سیمې کوڅې ورو ورو له خلکو ډکېدلې، همدلته د یوه جومات څنډه د پولیو واکسین د تطبیق ځای (محل) په توګه وټاکل شو چې والدین خپل ماشومان د واکسین لپاره ورولي.
شهاب الدین پر دېوال د واکسین د خبرتیا بنر را ځوړوندوي او له ځان سره هغه هوډ بیا تازه کوي چې لس کاله وړاندې یې کړی و. کله چې هغه تازه ځوان شوی و نو په کلي کې یې د یوه ګاونډي ماشوم د پولیو په ناروغۍ اخته شوی و چې له امله یې هغه د تل لپاره فلج شوی و.
دې پېښې شهاب الدین دومره متاثر کړ چې د هغه د ژوند لوری یې بدل کړ: «ما پرېکړه وکړه چې د خپلې سیمې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره خپله ونډه ادا کړم.»
دغه تصمیم هغه اړ کړ چې له پولیو ناروغۍ سره د مبارزې لپاره لومړۍ کرښې ته ور ودانګي.
د ټیم نور ملګري هم را رسېږي؛ یو همکار د نوملیکنې پاڼې سموي، بل همکار بیا په خپل لاوډسپېکر کې اعلان کوي او له والدینو غوښتنه کوي چې خپل ماشومان د واکسین لپاره محل ته راولي.
شهاب الدین د واکسین بکس پرانیزي، ویال را اخلي او په مهربانۍ د تر ټولو مخکې راغلي پلار په غېږ کې د درې کلن ماشوم خولې ته دوه څاڅکي اچوي او له ځان سره دا جمله تکراروي چې دوه څاڅکي – روغ راتلونکی.
شهاب الدین د یوې ماشومې په خوله کې د پولیو واکسین څاڅکي اچوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
همکار یې د ماشوم کوچنۍ ګوته د مارکر په وسیله نښاني کوي، له دې سره ماشوم خوشحالېږي، په داسې حال کې چې خپلې رنګ شوې ګوتې ته په ځیر ګوري، له خپل پلار سره یو ځای کور ته ستنېږي.
د ورځې ساعتونه ورو ورو تېرېږي، ډلې ډلې ماشومان له خپلو والدینو سره راځي، ځینې خاندي، ځینې ژاړي، خو نوبت نه درېږي.
شهاب الدین د هر ماشوم په واکسینولو د هغه لپاره یو عالم خوبونه ویني؛ د لوبو، زده کړو او غوره راتلونکي خوبونه او هیلې.
په همدې خاطر هغه ستړیا نه احساسوي. دی وايي: «زما لپاره تر ټولو ښه شېبه هغه ده چې د ماشومانو له واکسینولو وروسته د هغوی د والدینو په سترګو کې ډاډ ووینم، هغوی پوهېږي چې ماشوم یې خوندي کېږي.»
ده ته د موسم سختۍ او یا د ورځني کار فشار مهم نه دی، بلکې دا ورته مهمه ده چې هیڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې نه شي.
شهاب الدین وايي: «زه او همکاران مې په هر کمپاین کې د ورځې تر پایه د واکسین په محل کې یو، کله چې کورنۍ همکاري کوي او خپل ماشومان د واکسین لپاره راولي نو زموږ کار اسانه کېږي.»
هغه د خپلې یوې لویې هیلې په اړه هم خبرې کوي او وايي: «هیله لرم، هغه ورځ ووینم چې دا بدمرغه ناروغي له افغانستانه ورکه شي او زموږ ماشومان له فلج پرته لویان شي.»
د ده په باور، دا یوازې د روغتیايي کارکوونکو دنده نه ده، بلکې د ټولنې ګډ مسوولیت دی.
د ده پېغام لنډ او روښانه دی: «که خلک د ټیمونو ملتیا وکړي او خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي نو دې هیلې ته رسېدل ممکن دي.»
یو پلار چې له دوو ماشومانو سره راغلی، وايي: «کله چې د پولیو ناروغۍ زموږ د ګاونډي ماشوم فلج کړ، نو پوه شوم چې واکسین څومره مهم دی. اوس په هر کمپاین کې په منظم ډول خپل ماشومان د واکسین لپاره راولم.»
همدا باور هغه پُل دی چې د ټیم او خلکو تر منځ نه ماتېدونکی تړاو جوړوي.
شهاب الدین له واکسین وروستته د یوې ماشومې کوچنۍ ګوته د مارکر په وسیله نښاني کوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د مازدیګر له لمر سره چې سیوري اوږدېږي، د واکسین محل هم ورو ورو ارامېږي. شهاب الدین او ټیم یې وروستی ماشوم – چې پلار له ګوتې نیولی- واکسینوي.
ماشوم د دوو څاڅکو له اخیستو او ګوتې له نښاني کولو سره موسک کېږي او همدا موسکا د ټیم لپاره د ورځې تر ټولو خوږ انعام دی.
د ثبت پاڼو وروستۍ کرښې ډکېږي، د واکسین بکسونه تړل کېږي او ټیم د سبا ورځې د پلان لپاره لنډه مشوره کوي.
شهابالدین پر دوام باور لري، هغه پوهېږي چې د پولیو ضد دا مبارزه په زغم او د خلکو په ملاتړ بریالۍ کېږي. د هغه د کلونو ژمنتیا پایله دا ده چې د کړهمار په کوڅو کې اوس ډېر ماشومان د فلج له خطره خوندي دي او په ډاډ د راتلونکي په لور ګامونه ږدي.
په دې لار کې والدین ډېر مهم دي: کله چې دوی خپل ماشومان واکسینوي، نو هغوی ته د خوندي راتلونکي دراوزې پرانیزي.
همدا ګامونه لوی بدلونونه زېږوي تر هغه چې د افغانستان هر ماشوم د پولیو ناروغۍ له خطره خوندي شي.
د ورځې په پای کې، شهابالدین د خپل کور په لور روانېږي. د ورځې رڼا ورو ورو تته کېږي او د ښار دوکانونه او کورونه په څراغونو روښانه کېږي. دی په خپل ذهن کې هماغه جمله تکراروي چې د ده د کار خلاصه ده: «دوه څاڅکي – روغ راتلوکی…»

