• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

ذبیح‌الله فیضی؛ هغه ځوان چې له پولیو سره د مبارزې لپاره راپورته شوی

Homepage د ساحې کیسې ذبیح‌الله فیضی؛ هغه ځوان چې له پولیو سره د مبارزې لپاره راپورته شوی

ذبیح‌الله فیضی؛ هغه ځوان چې له پولیو سره د مبارزې لپاره راپورته شوی

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 15, 2024
د ساحې کیسې

فراه، افغانستان (۲۵ لړم ۱۴۰۳) – د ذبیح الله فیضي په نوم یو ۲۵ کلن ځوان له تېرو دوو کلونو راهیسې د فراه ښار په لومړۍ ناحیه کې د پولیو واکسین کمپاینونو د همغږي کوونکي/ کوارډینېټر په توګه کار کوي.

هغه چې له نرسینګ څانګې فارغ شوی، د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د څو ټیمونو د سرپرستۍ مسوولیت په غاړه لري.

فیضي د فراه ښار د لومړۍ ناحیې او کرجي کلي په څېر سیمو کې د واکسیناسیون مسوولیت لري چې اوسېدونکو یې له کلونو راهیسې د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله.

خو هغه په خپلو دوامدارو هڅو او مدبرانه چلند لسګونه دا ډول کورنۍ قانع کړې او هڅولې چې خپل ماشومان واکسین کړي.

هغه په ډېرې نرمۍ او حوصله مندۍ خلک د پولیو ناروغۍ له خطرونو او د واکسیناسیون له ګټو خبر کړي دي او هغه کورنۍ چې مخکې یې له واکسین څخه انکار کاوه، اوس په خپله واکسیناتورانو ته مراجعه کوي څو ماشومان یې واکسین شي.

 

ټولنیزې ننګونې او تدریجي بریاوې

فیضي وایي: «هغه کسان چې واکسین ردوي، ډېر یې د غلطو معلوماتو او ناسمو باورونو تر اغېز لاندې راغلي وي، موږ په صبر او حوصله له هغوی سره خبرې کوو او اندېښنې یې رفع کوو. په تېرو دوو کلونو کې لسګونه کورنۍ چې له واکسین څخه یې انکار کاوه، اوس په ډېرې پوهې سره خپل ماشومان واکسینوي.»

هغه زیاتوي، لا هم یو شمېر کورنۍ شته چې د پوهې د ټیټې کچې او یا هم دودیزو باورونو له مخې خپل ماشومان نه واکسینوي خو دی او ټیم یې هڅه کوي دغه ډول کورنۍ وپېژني او د سیمه ییزو مشرانو او دیني عالمانو په مرسته یې قانع کړي څو خپل ماشومان واکسین کړي.

 

د یوه ځوان واکسیناتور هڅې

د ارشاد بارک په نوم یو ۱۹ کلن واکسیناتور چې د فیضي تر مدیریت لاندې کار کوي، ورته تجربې لري؛ هغه د کورنیو انکار له پولیو ناروغۍ سره د مبارزې پر وړاندې لوی خنډ بولي.

ارشاد وایي: «د پخوا په پرتله د پولیو واکسین کمپاینونو وضعیت ډېر ښه شوی دی، ډېری هغه کورنۍ چې پخوا یې خپل ماشومان نه واکسینول، اوس پوهېدلې دي چې له پولیو فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ څخه د هغوی د ماشومانو د خلاصون یوازینۍ لار واکسین دی.»

خو هغه زیاتوي چې لا هم داسې کورنۍ شته چې خپل ماشومان له واکسیناتورانو څخه پټوي څو له واکسینولو څخه یې وساتي.

د ارشاد په وینا، د دغه راز مخالفتونو د کمولو لپاره تر ټولو مهمه لار د ځایي مشرانو او د جوماتونو د ملا امامانو له نفوذ او اغېز څخه ګټه اخیستل دي.

 

د ذبیح الله فیضي په نوم یو ۲۵ کلن ځوان له تېرو دوو کلونو راهیسې د فراه ښار په لومړۍ ناحیه کې د پولیو واکسین کمپاینونو د همغږي کوونکي/ کوارډینېټر په توګه کار کوي. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د یوه پلار پښېماني

پیرمحمد، یو له هغو کسانو څخه دی چې پخوا یې د خپلو ماشومانو له واکسینولو څخه انکار کاوه. هغه څلور ماشومان لري او نن یې خپل څلور کلن ماشوم د واکسینولو لپاره د فراه ښار د لومړۍ ناحیې روغتیایي مرکز ته راوستلی دی.

پیرمحمد په حسرت سره د خپلې تېروتنې یادونه کوي: «پخوا مې له خلکو اورېدلي وو چې د پولیو واکسین ماشومانو ته زیان رسوي او هغوی ناروغان کوي؛ هر ځل چې به واکسیناتوران راغلل، نو هغوی به مې له کوره شړل او ورته ویل مې چې ماشومان نه لرم.»

خو د واکسیناسیون ټیم له‌خوا د دوی په سیمه کې د پوهاوي له یوې غونډې وروسته د هغه نظر بدل شو.

«کله چې روغتیايي کارکوونکو د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د ګټو په اړه رښتیني معلومات راکړل نو پوه شوم چې څومره لویه تېروتنه مې کړې ده. له هغه ورځې راهیسې مې پرېکړه کړې ده چې نور به د خپلو ماشومانو د واکسینولو مخنیوی نه کوم.»

پیرمحمد اوس د پولیو واکسین د هر پلار او مور اخلاقي مسوولیت بولي: «د پولیو واکسین د راتلونکي نسل د روغتیا ضمانت کوي، دا زموږ ملي وجیبه ده چې په هر حالت کې خپل ماشومان واکسین کړو.»

 

روښانه راتلونکی

د ذبیح‌الله فیضي او د هغه د همکارانو هڅو ورځ تر بلې د پولیو واکسین پر وړاندې مخالفتونه کم کړي دي.

هغه خپلو بې درېغه هڅو ته دوام ورکوي څو د مسوولیت په ساحه کې یې یو ماشوم هم له پولیو واکسین څخه بې برخې نه شي.

فیضي په ټول توان د همدې موخې لپاره زیار باسي ځکه هغه باور لري چې یوه سالمه ټولنه او روښانه راتلونکی په واکسین شوو ماشومانو سره پیلېږي.

مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
له پولیو خلاص سمنګان؛ د یووالي، ګډو هڅو او ژمنتیا پایله
بله موضوع
د واکسین ځواک؛ د ماشومانو لپاره د یوه خوندي راتلونکي د جوړولو هڅې

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,