• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د بدخشان د وردوج ولسوالۍ میندې؛ د پولیو په وړاندې د مبارزې خاموشې اتلانې

Homepage د ساحې کیسې د بدخشان د وردوج ولسوالۍ میندې؛ د پولیو په وړاندې د مبارزې خاموشې اتلانې

د بدخشان د وردوج ولسوالۍ میندې؛ د پولیو په وړاندې د مبارزې خاموشې اتلانې

PolioFreeAfghanistan
اگست 17, 2024
د ساحې کیسې

رقیبه حمیدی

بدخشان، افغانستان (۲۷ زمری ۱۴۰۳) – د هېواد په لرې او سختو لارو لرونکو سیمو کې روغتیایي خدماتو ته مناسب لاسرسی د ډېرو ماشومانو او کورنیو ژوند او راتلونکی بدلولای شي. د بدخشان د وردوج ولسوالۍ روغتیایي مرکز یو له دغسې حیاتي مرکزونو دی چې د واکسیناسیون او نورو روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو د ماشومانو ژوند ژغوري او د ټولنې روغتیا ته وده ورکوي.

حبیبه، چې ۳۵ کاله عمر لري او د همدې ولسوالۍ اوسېدونکې ده، وایي: “زه درې ماشومان لرم چې عمرونه یې له پنځه کلونو څخه کم دي؛ مشر اولاد مې څلور کلنه ادیبه، منځنی اولاد مې دوه کلن حلیم او کوچنی اولاد مې یو کلنه حسیبه ده، دا چې دوی ټول یو په بل پسې زېږېدلي دي، ساتنه او پالنه یې ډېره راته مهمه ده.”

حبیبه، چې له حکیم جان کلي څخه د وردوج روغتیایي مرکز ته مراجعه کړې، د دغه مرکز له خدماتو خوشحاله ده او وایي: “د دغه روغتیایي مرکز خدمات ډېر ښه دي، ډاکټران او نرسانې زموږ سره ډېر ښه چلند کوي او هر وخت له موږ سره مرستې ته چمتو دي.”

هغې زیاته کړه: “د پولیو او نورو ناروغیو واکسینونه د ماشومانو روغتیا او راتلونکي ته ډېره ګټه رسوي او زه ډېره خوشحاله یم چې دا خدمات خپل کور نږدې تر لاسه کولای شم.”

 

د هېواد په لرې او سختو لارو لرونکو سیمو کې روغتیایي خدماتو ته مناسب لاسرسی د ډېرو ماشومانو او کورنیو ژوند او راتلونکی بدلولای شي © له پولیو خلاص افغانستان /۳۰۴۱/ رقیبه حمیدي

 

حبیبه د وردوج ولسوالۍ له ټولو میندو څخه وغوښتل چې د پولیو واکسین د تطبیق لپاره دې یاد روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړي او خپل ټول ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلونو څخه کم دي، واکسین کړي، ځکه په دې توګه هغوی له ناروغیو ژغورل کېږي او روغ راتلونکی یې تضمینېږي.

د وردوج ولسوالۍ بله اوسېدونکې ۵۰ کلنه عالیه وایي: “زه یوه لور او یو زوی لرم، لور مې څلور کلنه او زوی مې یو کلن دی چې تل یې روغتیا او سالم راتلونکي ته پاملرنه کوم.”

نوموړې هم چې د وردوج ولسوالۍ له دیره کلي څخه یې دغه روغتیايي مرکز ته مراجعه کړې، د دغه مرکز له روغتیايي خدماتو راضي ده.

هغې وویل: “دغه روغتیايي مرکز زموږ د استوګنې ځای ته تر ټولو نږدې روغتیایي مرکز دی او تل دلته راځو، زه یې له روغتیايي خدماتو په ځانګړې توګه د واکسیناسیون له خدماتو ډېره خوښه یم، ځکه چې زما ماشومان یې له خطرناکو ناروغیو خوندي ساتلي دي.”

عالیې زیاته کړه: “په تېرو وختونو کې چې دلته روغتیایي مرکز نه و، تل د خپلو ماشومانو روغتیا او راتلونکي ته اندېښمنهن ومه، تر هر څه ډېر د پولیو واکسین ته نه لاسرسی زما لپاره لویه اندېښنه وه، ځکه دا واکسین ډېر مهم دی او ماشومان له دغې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي کوي..”

 

د بدخشان د وردوج ولسوالۍ روغتیایي مرکز یو له حیاتي مرکزونو دی چې د واکسیناسیون او نورو روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو د ماشومانو ژوند ژغوري او د ټولنې روغتیا ته وده ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان /۳۰۴۱/ رقیبه حمیدي

 

دا نورو میندو ته هم سپارښتنه کوی چې د دغه روغتیایي مرکز له خدماتو په ښه توګه استفاده وکړي او خپل ماشومان په وخت واکسین کړي.

د وردوج ولسوالۍ د روغتیايي مرکز واکسیناتور ۶۰ کلن محمد قاسم خاکسار وایي: “دغه روغتیایي مرکز په ۱۳۸۱ کال کې تأسیس شوی دی او له تېرو څو کلونو راهیسې ماشومانو ته په وړیا توګه واکسینونه توګه تطبیق کوي.”

هغه زیاتوي، په دغه روغتیايي مرکز کې مراجعینو ته ۱۳ ډوله واکسین تطبیقېږي چې په کې د پولیو، توبرکلوز، تورې ټوخلې، شري، د ماشومانو او میندو تیتانوس، توري ژیړي او سینه بغل واکسینونه شامل دي.

خلک له مرکزي کلیو څخه، لکه چاکران، دیره، مرکان، آب جین، مله، ترنگ شاگان، حکیم جان او له لرې کلیو څخه، لکه الخچه، پس باغ، ایساگن، اوترج، خوس، رخشان، روغچان او نورو څخه دغه کلینیک ته مراجعه کوي څو خپلو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي.

د وردوج روغتیایي مرکز روغتیايي فعالیتونو په ټولنه کې د مخنیوي وړ ناروغیو په کمولو او د خلکو د پوهاوي کچې په لوړولو کې مهم رول لوبولی دی.

د وردوج روغتیایي مرکز په څېر خدمات د هېواد په لرې سیمو کې د ټولنې د روغتیايي وضعیت د ښه‌والي لپاره د نه ستړې کېدونکو هڅو یوه الهام‌بخښونکي بېلګه ده.

د میندو ګډ پیغام دا دی چې د دغه روغتیایي مرکز خدمات دې دوام پیدا کړي څو وردوج ولسوالي د پولیو په څېر د مخنیوي وړ ناروغیو څخه پاکه شي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو واکسین کمپاین یو رضاکار: غواړم د پولیو په مخنیوي کې خپله برخه مسوولیت ادا کړم
بله موضوع
د پولیو پټ درد: د کړاو، زغم او هیلو کیسه

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,