• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د یونیسف د ۷ ټنه درملو مرسته؛ زابل کې د روغتیايي ستونزو د حل لپاره ستر ګام

Homepage د ساحې کیسې د یونیسف د ۷ ټنه درملو مرسته؛ زابل کې د روغتیايي ستونزو د حل لپاره ستر ګام

د یونیسف د ۷ ټنه درملو مرسته؛ زابل کې د روغتیايي ستونزو د حل لپاره ستر ګام

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 22, 2024
د ساحې کیسې

سعید زابلی

زابل، افغانستان (۱ تله ۱۴۰۳) – د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق/ یونیسف له لوري په یوه تازه اقدام کې د زابل ولایت د ۱۱ ولسوالیو له ۴۷ روغتیايي مرکزونو سره د ۷ ټنه درملو مرسته کړې ده.

ولایتي مسوولین وايي، له دې مرستې سره به نه یوازې د روغتیايي مرکزونو ظرفیت لوړ شي، بلکې خلکو ته به د عامې روغتیا او واکسینونو د خدماتو په برخه کې لا پراخوالی او ښه والی راشي.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وویل، د یونیسف له لوري د ۷ ټنه درملو په شوې مرسته کې واکسینونه، بېلابېل درمل، د مېندو او ماشومانو د خوارځواکۍ ضد مواد او نور توکي شامل دي.

هغه زیاته کړه، دغه درمل به د زابل د ۱۱ ولسوالیو شملزي، اټغر، شینکۍ، نوبهار، شاجوی، سیوري، ارغنداب، مېزانه، ښار‌صفا، خاک افغان او دای‌چوپان ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ورکړل شي.

دی وايي، له دې مرستې سره به په یادو شوو روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو د درملنې او ماشومانو د واکسینولو په خدماتو کې د پام وړ ښه والی راشي.

افغان زیاته کړه: «له دې وروسته به زابل کې روغتیایي مرکزونه وکولای شي ناروغانو ته په وخت معیاري درمل برابر کړي چې له دې سره به د هغوی درملنه چټکه او اغېزناکه شي، دغه راز به د پولیو په ګډون د ساري ناروغیو واکسینونو ته د کورنیو لاسرسی هم پراخ شي او هغوی به وکولای شي په هر روغتیايي مرکز کې خپل ماشومان په اسانۍ واکسین کړي.»

نوموړی له یونیسف څخه د دې مرستې له امله مننه کوي او په راتلونکي کې یې د دوام په هیله دی.

د زابل اوسېدونکي هم د یونیسف په دې مرسته خوښ دي او تمه لري چې له مهم اقدام سره به د روغتیايي مرکزونو خدمات معیاري شي.

د شاجوی اوسېدونکی عبدالله چې خپل څلور کلن زوی یې د دغې ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د پولیو واکسین لپاره راوستلی و، وویل: «دا مرسته زموږ لپاره ډېره حیاتي ده، زموږ اقتصادي وضعیت کمزوری دی او دا توان نه لرو چې د خپلو ناروغانو د درملنې پر مهال په خپلو پیسو درمل واخلو، زه له یونیسف څخه ډېره مننه کوم چې موږ ته یې په روغتیايي مرکزونو کې د وړیا درملو او واکسینونو اسانتیاوې برابرې کړې دي.»

نوموړی پر خلکو غږ کوي چې له دغو اسانتیاوو په ګټې اخیستو دې خپل ماشومان روغتیايي مرکزونو ته ورولي څو د پولیو په ګډون د ماشومتوب دورې د ټولو ناروغیو واکسینونه ورکړل شي.

د زابل د مرکز کلات ښار یوه اوسېدونکی رحیم الله وايي چې په روغتیایي کلینکونو کې ځینې وختونه د درملو کمی وي، خو د یونیسف له دې مرستې سره به دا ستونزه حل شي.

د دغه ولایت یو قومي مشر حاجي سمیع الله هم له د یونیسف له لوري د درملو مرسته د قدر وړ بولي او وايي دغه سازمان تل په بېلابېلو برخو کې د زابل له اوسېدونکو سره همکار او خواخوږی پاتې شوی دی.

ده وویل، همدا اوس یونیسف په دغه ولایت کې د ماشومانو د روغتیا، تعلیم، تغذیې او د هغوی د خوندیتوب په برخو کې په فعالیت بوخت دی چې ولس یې سخت منندوی دی.

یونیسف (UNICEF) یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق په ۱۹۴۶ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوه چې په پیل کې یې له هغو ماشومانو او کورنیو سره مرسته کوله چې د دویمې نړیوالې جګړې له امله اغېزمن شوي وو. وروسته یې ماموریت پراخ شو او اوس د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ماشومانو، میندو او کمزورو ټولنو د ژوند د ښه کولو لپاره کار کوي.

یونیسف په ځانګړي ډول د ماشومانو روغتیا، تعلیم، تغذیه، او د هغوی د خوندیتوب په برخو کې فعالیت کوي. د دې ادارې موخه د ماشومانو د حقونو ساتنه او هغوی ته د یو سالم او خوندي راتلونکي برابرول دي.

یونیسف د واکسینونو کمپاینونه، د ښوونځیو جوړول، پاکې اوبه برابرول او د ماشومانو د ساتنې پروګرامونه پلي کوي ترڅو د دوی اړتیاوې پوره شي او په ښه چاپېریال کې ژوند وکړي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو په له منځه وړلو کې د ولسي مشرانو رول؛ له اوازو سره مبارزه او واکسین ته هڅونه
بله موضوع
په روغتون کې زېږون؛ له پولیو او نورو ناروغیو څخه د خوندیتوب اغېزناکه تګلاره

اړوند مطالب

سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت

۲۸ کلن سیف‌الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو...

نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې

د پولیو واکسین کمپاینونو کې یوه ژمنه رضاکاره، چې د...

  • سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمتجولای 30, 2026
  • نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کېجولای 23, 2026
  • هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دیجولای 15, 2026
  • د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دیجولای 8, 2026
  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Jul
سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت
پنجشنبه, 23, Jul
نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې
چهارشنبه, 15, Jul
هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی
چهارشنبه, 8, Jul
د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

Welcome back,