• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له پولیو سره په مبارزه کې د محمد کریم دلسوز ۲۰ کلن مزل

Homepage د ساحې کیسې له پولیو سره په مبارزه کې د محمد کریم دلسوز ۲۰ کلن مزل

له پولیو سره په مبارزه کې د محمد کریم دلسوز ۲۰ کلن مزل

PolioFreeAfghanistan
مې 14, 2024
د ساحې کیسې

رحمت الله مرجانخېل

غزني، افغانستان (۲۵ غویی ۱۴۰۳) – د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی شاوخوا ۵۵ کلن محمد کریم دلسوز له تېرو شلو کلونو راهیسې د پولیو له منځه وړلو پروګرام کې کار کوي.

هغه چې تر نیمه عالي کچې یې زده کړې کړې دي، د پولیو له منځه وړلو پروګرام کې یې دنده له رضاکارۍ پیل کړې او اوس د یوه کلسټر مشري په غاړه لري چې پنځه ټیمونه په کې فعالیت کوي.

نن د پولیو واکسین کمپاین دویمه ورځ ده، محمد کریم دلسوز د خپل کلسټر مرکز ته پر موټرسایکل تر نورو رضاکارانو مخکې را ورسېد، په بیړه جومات ته پورته شو، په بکسونو کې یې واکسین او نور اړین توکي ځای پر ځای کړل.

هغه نرۍ موسکا وکړه او ویې ویل، په ډېر شوق او ذوق خپله دنده مخ ته وړي.

ده زیاته کړه: «کلونه مخکې مې یوه ورځ په یوه ورځپاڼه کې د یوه پولیو ځپلي ماشوم کیسه ولوسته چې د هغه د ژوند دردونه او کړاونه په کې انځور شوي وو، دغې کیسې ډېر متاثر کړم، په هماغه ورځ مې هوډ وکړ چې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې به مبارزه کوم او د هېواد ماشومان به له دغې وژونکې او فلجوونکې ناروغۍ ژغورم.»

 

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی شاوخوا ۵۵ کلن محمد کریم دلسوز له تېرو شلو کلونو راهیسې د پولیو له منځه وړلو پروګرام کې کار کوي © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

د ده په خبره، له هغې ورځې را په دې خوا دا دی شل کلونه تېرېږي چې لا هم په خپل هوډ ولاړ دی او په دې برخه کې کار کوي او ګڼې لاسته راوړنې هم لري.

دلسوز زیاته کړه: «پوره لس کاله په هر ډول شرایطو کې د واکسین بکس پر اوږه کور په کور وګرځېدم، تر هر ماشوم پورې مې د پولیو واکسین ورساوه، وروسته د کلستر مشر شوم چې ۸۶۸ کورنۍ په کې شاملې دي، له نېکه مرغه د خپل مسوولیت په ساحه کې داسې کورنۍ نه لرو چې هغوی دې خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي.»

د نوموړي په وینا، د سیمې له خلکو سره ښه چلند او وخت په وخت د پولیو واکسین په اړه هغوی ته پوهای ورکول د دې لامل شوي چې د سیمې خلک د پولیو له رضاکارانو سره پوره همکاري وکړي څو له نوو زېږېدلو بیا تر پنځه کلنۍ خپلو ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

هغه همدا د خپلې لاسته راوړنې په توګه یادوي او وايي د پخوا په پرتله د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې او اوس ډېر وګړي د پولیو ناروغۍ په زیانونو او د پولیو واکسین په ګټو پوهېدلي دي.

دلسوز د پولیو واکسین د یوازینۍ وسیلې په توګه یاد کړ چې د دغې خطرناکې ناروغۍ مخنیوی کولای شي.

 

محمد کریم دلسوز وايي: «پوره لس کاله په هر ډول شرایطو کې د واکسین بکس پر اوږه کور په کور وګرځېدم، تر هر ماشوم پورې مې د پولیو واکسین ورساوه، وروسته د کلستر مشر شوم چې ۸۶۸ کورنۍ په کې شاملې دي، له نېکه مرغه د خپل مسوولیت په ساحه کې داسې کورنۍ نه لرو چې هغوی دې خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي.» © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د محمد کریم دلسوز هڅې ستايي او وايي، ټول خلک د هغه له کار او هڅو خوښ دي.

د دغې ولسوالۍ د خونیانو کلي اوسېدونکی ۳۱ کلن عصمت الله وايي، کلونه کېږي چې دلسوز د یوه ژمن او بامسوولیته کس په توګه د دغې ولسوالۍ تر سلګونو او زرګونو ماشومانو د پولیو واکسین رسولی دی.

هغه زیاته کړه، نوموړی توانېدلی چې د پنځو ټیمونو په مټ د یوه کلسټر څه باندې اته سوه کورنۍ د پولیو واکسین کمپاین تر پوښښ لاندې راوستلې دي.

د سیمې د اوسېدونکو تر څنګ رضاکاران هم محمد کریم د لسوز له کړنو خوښ دي او وايي د هغه زحمتونو او خورایو پایله ده چې خلک د واکسین په ارزښت پوهېدلي او د کورنۍ مشران په خوشحالۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته حاضرېږي.

شاوخوا ۳۶ کلن شېر خان چې درې کاله کېږي له ډاکټر محمدکریم سره اوږه په اوږه د رضاکار په توګه کار کوي وویل، نوموړی د سیمې د کلستر د مشر په توګه له خلکو سره ښې اړیکې لري او په ډېر صمیمیت له خلکو سره مخامخ کېږي او هغوی ته د پولیو ناروغۍ زیانونه او د واکسین ګټې بیانوي.

نوموړی پر خلکو غږ کوي چې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې له دوی سره ودرېږي څو له افغانستانه د پولیو ناروغي د تل لپاره ورکه شي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو هغه قرباني چې د پولیو نورو قربانیانو ته خوښي او د ژوند هیلې ورکوي
بله موضوع
د پولیو واکسین دوه څاڅکي؛ اوس یې ډېر خلک په ارزښت پوه شوي دي

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,