• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

شکریه رامش د پولیو ضد مبارزه کې د هیلو بله ډېوه

Homepage د ساحې کیسې شکریه رامش د پولیو ضد مبارزه کې د هیلو بله ډېوه

شکریه رامش د پولیو ضد مبارزه کې د هیلو بله ډېوه

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 23, 2024
د ساحې کیسې

فاریاب، افغانستان (۳ لېندۍ ۱۴۰۳) – شکریه رامش چې سپینه چپنه یې اغوستې او مخ یې په تور ماسک پوښلی د هغو میندو په منځ کې قدم وهي چې خپل ماشومان یې د واکسین لپاره راوستلي دي.

هغه په نوبت سره په ډېرې مهربانۍ لومړی هرې مېرمنې ته د پولیو ناروغۍ د خطرونو په اړه معلومات ورکوي او بیا د هر ماشوم په خوله کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي اچوي.

دا ۲۸ کلنه مېرمن د فاریاب ولایت د میمنې ښار په ولایتي روغتون کې یوه مهمه دنده پر غاړه لري: د پولیو له فلجوونکې او وژونکي ویروس څخه د ماشومانو خوندي کول.

 

شکریه د مبلغې او واکسیناتورې په توګه

شکریه رامش چې د قابله‌ګۍ په برخه کې یې زده‌کړې کړې دي، نږدې دوه کاله یې په همدې برخه کې کار کړی خو له تېر یوه کال راهیسې د فاریاب ولایت د میمنې ښار په ولایتي روغتون کې د مبلغې او واکسیناتورې په توګه دنده ترسره کوي.

دغه روغتون ته هره ورځ له ۱۰۰ تر ۳۰۰ ماشومان – چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي – د واکسین لپاره راوستل کېږي. د دغو ماشومانو له ډلې څخه یو شمېر یې له لرو ولسوالیو (قیصار، شیرین تګاب، المار، درزاب، اندخوی او ګرزیوان) څخه دلته راوستل کېږي څو د پولیو په ګډون د خطرناکو ساري ناروغیو پر وړاندې واکسین شي.

شکریه وايي: «د ماشومانو واکسینولو ترڅنګ، زه میندو ته د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د ګټو په اړه معلومات هم ورکوم.»

ډېرې هغه میرمنې چې له لرې ولسوالیو څخه دغه روغتون ته راځي د پولیو ناروغۍ په اړه هیڅ معلومات نه لري، دا مهربانه مبلغه او واکسیناتوره په ډېر صبر او زغم هڅه کوي هغوی وپوهوي چې واکسین یوازینۍ لار ده چې ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي کوي.

 

شکریه رامش په ډېرې مهربانۍ لومړی هرې مېرمنې ته د پولیو ناروغۍ د خطرونو په اړه معلومات ورکوي او بیا د هر ماشوم په خوله کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي اچوي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

له ناسمو باورونو سره مبارزه

شکریه له ځينو ستونزو سره هم مخ ده. هغه وايي: «میندې د پولیو واکسین په اړه بېلابېل نظرونه لري. ځینې یې د خپلو ماشومانو لپاره اړین ګڼي، خو ځینې نور باور لري چې دا واکسین ماشومانو ته زیان رسوي.»

خو هغه څه چې د دوی ټولو تر منځ مشترک دی، د خپلو ماشومانو له روغتیا سره علاقه ده، همدا مینه شکریه اړباسي چې دې ستونزمنې لارې ته دوام ورکړي.

 

وروستۍ موخه: د پولیو مخنیوی

شکریه رامش او د هغې همکاره نګینه صالح چې هره ورځ د سهار له اتو د مازدیګر تر څلورو بجو په میمنې روغتون کې کار کوي، یوه ستره موخه لري: د پولیو ویروس مخنیوی او راتلونکی نسل له دې فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ څخه ژغورل.

 

هغه وايي: «هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ ماشومان واکسینوو. په یوه میاشت کې دا شمېر زرګونو ماشومانو ته رسېږي چې ژوند یې د پولیو ناروغۍ له ګواښ څخه ژغورل کېږي.»

نګینه صالح چې د شکریه همکاره ده، هم په دې لاره کې د هغې ترڅنګ ولاړه ده. هغه وايي چې د خلکو د پوهاوي له زیاتوالي سره، هره ورځ زیات ماشومان د واکسین لپاره دغه روغتیایي مرکز ته راوستل کېږي.

د صالح په وینا، دا روغتون د پولیو ویروس په وړاندې یو غښتلی ډګر دی او دلته چې هر ماشوم ته واکسین  تطبیقېږي، د دغه ویروس د ماتې لپاره یو ګام بلل کېږي.

 

شکریه وايي: «هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ ماشومان واکسینوو. په یوه میاشت کې دا شمېر زرګونو ماشومانو ته رسېږي چې ژوند یې د پولیو ناروغۍ له ګواښ څخه ژغورل کېږي.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

د ماشومانو ژغورنه؛ د میندو هیله

په هغو میندو کې چې دغه روغتیایي مرکز ته یې خپل ماشومان د واکسینولو لپاره راوستلي دي، یوه هم ۳۵ کلنه مژده ده.

هغې چې له ګرزیوان ولسوالۍ څخه یې خپله څلور کلنه لور د پولیو واکسین ترلاسه کولو لپاره دلته راوستلې ده، دغه واکسین د خپلې لور ژغورونکی ګڼي.

مژده چې هېڅ زده‌کړه نه لري، د شکریې او نورو واکسیناتورانو له خولې یې د پولیو واکسین د اهمیت په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

هغه وايي: «په کلي کې څو ځوانان شته چې په ماشومتوب کې فلج شوي دي. اوس چې یې په علت پوهه شوې یم، نه غواړم چې زما اولادونه هم د هغوی په څېر د پولیو په ناروغۍ اخته او فلج شي.»

مژده هره میاشت، د اوږدې لارې په وهلو خپله لور دلته د واکسین لپاره راولي، ځکه د هغې لپاره د خپلې لور روغتیا تر هر څه مهمه ده.

 

یوه هیله‌منه پایله

د فاریاب ولایت په خلکو کې د پوهاوي له زیاتوالي سره، هره ورځ د هغو ماشومانو شمېر چې واکسین ترلاسه کوي، په ډېرېدو دی.

سره له دې چې په تېرو اووه کلونو کې په دغه ولایت کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د دې ناروغۍ د احتمالي ګواښ په اړه اندېښمنې دي.

په هغو سیمو کې چې واکسیناتوران رسیدنه نه شي ورته کولای، ډېرې کورنۍ خپل ماشومان نږدې روغتیایي مرکزونو او د میمنې ښار ولایتي روغتون ته د واکسین لپاره راولي.

شکریه او د هغې همکاره ورځ تر بلې په ډېر عزم او اراده کار ته دوام ورکوي څو لا ډېر ماشومان واکسین کړي.

هغوی پوهېږي چې واکسین د یوې داسې راتلونکې لپاره هيله ده چې هیڅ ماشوم په کې له دې فلجوونکې ناروغۍ له امله و نه ځورېږي.

عبدالصبور سیرت، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
محمد ابراهیم؛ د پولیو ناورین ژوندی تصویر
بله موضوع
د پولیو واکسین؛ د غور د بې ځایه شوو کورنیو د ماشومانو لپاره نوی امید

اړوند مطالب

یوه صحنه، یوه پرېکړه

د پولیو له امله د یوه فلج شوي ماشوم بې‌وسۍ...

یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

شوکت الله په دې اند دی چې له پولیو سره...

  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي
یکشنبه, 14, Jun
د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیا
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
دوشنبه, 8, Jun
«پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسه
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

Welcome back,