• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د ګوزڼ یو قرباني: موږ په ګډه کولای شو د پولیو ناروغي له هېواده ورکه کړو

Homepage د ساحې کیسې د ګوزڼ یو قرباني: موږ په ګډه کولای شو د پولیو ناروغي له هېواده ورکه کړو

د ګوزڼ یو قرباني: موږ په ګډه کولای شو د پولیو ناروغي له هېواده ورکه کړو

PolioFreeAfghanistan
مې 10, 2024
د ساحې کیسې

هوسۍ احمدزۍ

کابل، افغانستان (۲۱ غویی ۱۴۰۳) – د ګوزڼ یو قرباني چې دغې ناروغۍ یې دواړې پښې فلج کړې، پر خلکو غږ کوي چې ټول په ګډه د پولیو ناروغۍ پر وړاندې ودرېږي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین رسېدل یقیني شي او دغه وژونکې او فلجوونکې ناروغي د تل لپاره له افغانستانه ورکه شي.

د بسم الله ذکي په نوم دغه ۳۵ کلن ځوان چې په یو کلنۍ کې د پولیو په ناروغي اخته شوی، په اصل کې د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې اوس د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې ژوند کوي.

دی وايي، شاوخوا څلوردېرش کاله مخکې یې کورنۍ په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند کاوه او هماغه مهال د پولیو په ناروغي اخته شوی چې له ده یې پر خپلو پښو د ګرځېدو توان اخیستی دی.

هغه زیاته کړه: «د کډوالۍ ژوند سخت وي، روغتیايي او نورو خدماتو ته مو لاسرسی نه درلود، زما والدین و نه توانېدل چې ما واکسین کړي، همدا لامل و چې د پولیو په ناروغي اخته شوم او د تل لپاره یې معلول کړم.»

د ده په خبره، که څه هم معلولیت ډېر کړاوونه لري خو همت یې نه دی بایللی، نه یوازې د ښوونځي زده کړې یې بشپړې کړې، بلکې لوړې زده کړې یې هم کړې دي.

 

د پولیو قرباني ۳۵ کلن بسم الله ذکي وايي، په ماشومتوب کې د واکسین نه کولو له امله د پولیو په ناروغي اخته شوی چې د هغه دواړې پښې یې فلج کړې دي  © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

ذکي وویل: «که څه هم له یوې خوا له معلولیت او له بلې خوا له اقتصادي ستونزو کړېدم خو دا هر څه مې پر ځان ومنل، په ډېرو ستونزو مې لومړی د ښوونځي زده کړې بشپړې کړې، بیا مې پوهنتون پیل کړ او د اقتصاد پوهنځی مې ولوست.»

هغه زیاته کړه، د همدغو سختیو او کړاوونو ګاللو پایله ده چې اوس د خوراکي توکو په یوې هټۍ کې کار کوي او تر څنګ یې له یوه مطالعاتي مرکز سره قلمي همکاري هم کوي او له دې لارې خپلې یوولس کسیزې کورنۍ ته نفقه برابروي.

نوموړی وایي: «د معلولیت ژوند سخت دی، ډېر کله مې هغه کارونه ځوروي چې روغ انسانان یې کولای شي خو زه یې نه شم کولای، خو بیا هم تسلیم شوی نه یم.»

د ده په وینا، خپلو کړاوونو او سخت ژوند ته په پام دا په ډېره ښه توګه درکوي چې د پولیو ناروغي د افغان ماشومانو لپاره څومره لوی ناورین دی.

 

بسم الله ذکي خپل فارغ وخت په زده کړه او مطاله تېروي  © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

د ده په باور، د دغې بدمرغې ناروغۍ مخنیوی یوازې د هېواد د ټولو وګړو په یووالي کېدای شي چې ټول په ګډه د پولیو ناروغۍ پر وړاندې ودرېږي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین رسېدل یقیني شي.

ذکي وویل: «د پولیو ناروغۍ د یوه قرباني په توګه مې یوازینۍ هیله دا ده چې نور هیڅ ماشوم په دې وژونکې او فلجوونکې ناروغۍ اخته نه شي او د خپلې کورنۍ او ټولنې د اوږو بار نه شي.»

نوموړی پر کورنیو هم غږ کوي چې د پولیو ناروغي دې جدي ونیسي او خپل ټول له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان دې د کمپاین په هر پړاو کې واکسین کړي.

 

بسم الله ذکي له خپل مشر ورور سره د خبرو پر مهال  © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

پنځه څلوېښت کلن عبدالله د بسم الله ذکي مشر ورور دی چې وايي د هغه معلولیت ټوله کورنۍ ځوروي.

هغه وویل: «که څه هم ورور مې د پولیو ناروغۍ له امله د ور پېښ معلولیت سربېره زده کړې کړې او ځان یې تر یوه ځایه رسولی خو بیا یې هم راتلونکې ته ځورېږم، ځکه هغه ډېرې پاملرنې او مرستې ته اړتیا لري.»

دی وايي، د پولیو ناروغۍ په زیانونو هغوی پوهېږي چې د کورنۍ غړی یې په دې ناروغي اخته شوی وي او دغه درد یې عملا تجربه کړی وي، په همدغه بنسټ دی هم له والدینو غواړي چې د خپلو ماشومان روغتیا ته پام وکړي او پرېنږدي چې برخلیک یې د ده د ورور په څېر شي.

د ډاکټر کمین ساپي په نوم یو روغتیا پال د بسم الله ذکي حالت ته په کتو وايي، پولیو یا ګوزڼ یوه خطرناکه ناروغي ده چې د یوه انسان د دایمي فلج او حتی مرګ لامل کېږي.

هغه زیاته کړه، له بده مرغه د پولیو ناروغي درملنه نه لري، یوازې د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي، د کورنیو مشرانو ته لازمه ده چې خپل ټول له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان په هر کمپاین کې واکسین کړي څو له دغې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو/ ګوزڼ واکسین ملي کمپاین پیل شو
بله موضوع
د پولیو هغه قرباني چې د پولیو نورو قربانیانو ته خوښي او د ژوند هیلې ورکوي

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیض الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,