«پولیو یو ناورین دی، له دې ناورین څخه زموږ د ماشومانو د ژغورلو یوازینۍ لار واکسین دی»
سعید زابلی
هلمند، افغانستان (۰۴ غویی ۱۴۰۳) – د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند د تور ټانک سیمې اوسېدونکی ۳۵ کلن زړګی چې په خپله هم د پولیو ناروغۍ قرباني دی، وايي تر هغه چې ټول خلک د دغې ناروغۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه و نه کړي نو د پولیو ویروس به هره شېبه د هېواد د ماشومانو ژوند ګواښي.
نوموړی چې د پولیو ناروغۍ له امله د معلولیت درد او کړاو ګالي، دغې ناروغۍ ته د یوه لوی ناورین په سترګه ګوري او له هغه څخه د ماشومانو د ژغورلو یوازینۍ لار واکسین ګڼي.
هغه وویل: «زما دقیق نه یادېږي چې کله د پولیو په ناروغۍ اخته شوم خو کورنۍ مې راته ویلي، ته د دریو کالو وې چې په دې بدمرغه ناروغۍ اخته شوې.»
د ده په وینا، له همدې امله یې ښۍ پښو فلج شوې او د ده ژوند یې نیمګړی کړی دی.
زړګی وايي، د پولیو ناروغۍ له امله د ور پېښ معلولیت په سبب یې په ژوند کې خورا سختۍ او خوارۍ لیدلې چې دی یې ډېر ځورولی دی.
هغه چې د څلورو زامنو او دریو لوڼو پلار هم دی، وايي سره له دې چې معلول دی او درانه کارونه نه شي کولای، خو د کلي په منځ کې یې د ترکاري او اچارو وړوکی پلورنځی پرانیستی او له لارې یې کورنۍ ته نفقه برابروي.
د زړګي په خبره، دې وړوکي دوکاندارۍ دا فرصت ورته برابر کړی چې هر څوک د سودا اخیستلو لپاره ورته راځي، دی حتما ورته وايي چې د هر کمپاین پر مهال خپلو اولادونو ته د پولیو واکسین ورکړي، څو راتلونکی یې د ده په څېر له ستونزو او کړاونو سره مخ نه وي.
۳۵ کلن زړګی چې په درې کلنې کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او د هغه یوه پښه یې فلج کړې، د کلي په منځ کې د ترکاري او اچارو وړوکی پلورنځی پرانیستی او له لارې یې کورنۍ ته نفقه برابروي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی
زړګی زیاتوي، دا کار د هغه احساس له مخې کوي چې د پولیو ناروغۍ او معلولیت په ده کې ټوکولی دی.
نوموړي وویل، خپل سټړي ژوند ته په کتو یې لویه هیله دا ده چې د پولیو ناروغۍ له افغانستانه ورکه شي او د هېواد یو ماشوم هم په دې ویجاړوونکې ناروغۍ اخته نه شي.
خو د ده په باور، دا کار هله کېدای شي چې ټول خلک د دغې ناروغۍ پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي او تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسېږي.
حاجي عبدالغفار چې شاوخوا ۴۰ کله عمر لري، د دغه کلي اوسېدونکی او د زړګي ګاونډی دی.
نوموړی وايي، د کلي اوسېدونکي چې د زړګي حالت او ستړی ژوندی ویني نو ټول کوښښ کوي خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي او یو ماشوم یې هم له واکسینه پاتې نه شي.
د ده په خبره، اوس د کلي ډېر خلک پوهېدلي چې پولیو یوه داسې ناروغي ده چې ماشومان په تلپاتي ګوزڼ اخته کوي.
نوموړي وویل، د اسلامي هېوادونو په ګډون په ټوله نړۍ کې دغه ناروغي د واکسین په وسیله له منځه وړل شوې خو د افغانستان ماشومان لا هم د دغه ویروس له ګواښ سره مخ دي، دا زموږ دیني مسوولیت دی چې خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ وژغورو او په پر له پسې ډول یې واکسین کړو.