یو رضاکار، دوه څاڅکي، زرګونه خوندي شوي ماشومان

کابل، افغانستان (۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴) – د کابل ښار د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکی ۳۲ کلن رومل مخلص یو له هغو زرګونو ځوانو رضاکارانو څخه دی چې د پولیو پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی.
هغه چې خپله له اقتصادي ستونزو، زدهییزو خنډونو او ټولنیزو ننګونو سره را لوی شوی، نن د ماشومانو د خوندیتوب لپاره مبارزه کوي.
رومل له تېرو اتو کلونو راهیسې په رضاکارانه ډول د پولیو له منځه وړلو ملي کمپاینونو له لارې د پولیو واکسین تطبیق، پوهاوي خپرولو او منفي ذهنیتونو د بدلون لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
تر اوسه یې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې سلګونو انکاري کورنیو ته قناعت ورکړی او په زرګونو ماشومان یې د پولیو واکسین تر پوښښ لاندې راوستلي دي.
یوه شېبه، یو بدلون
رومل وايي، هغه ورځ یې هیڅکله نه هېرېږي چې کلونه مخکې یې د پولیو واکسین کمپاین په لړ کې د ژمي په یوه سړه ورځ د یو کور دروازه وټکوله، څو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي. خو کله چې دروازه خلاصه شوه، نو یو پلار په غوسه راووت او په خورا تونده لهجه یې وویل: «زه مې ماشومان نه واکسینوم. زه واکسین نه منم. دا زیان لري…»
رومل زیاتوي: «زه وپوهېدم چې هغه د پولیو واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو ښکار شوی او زه یې باید د پولیو ناروغۍ په زیانونو او د واکسین په ګټو خبر کړم.»
له هغې ورځې وروسته رومل څو ځلې د دغه کس لیدو ته ورغی او له هغه سره یې په ډېره مینه او لېوالتیا د پولیو ناروغۍ د خطرونو او د واکسین د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې او دغه راز یې له هغه سره د پولیو ناروغۍ د قربانانیو کیسې هم شریکې کړې.
شاوخوا یوه میاشت وروسته، کله چې د پولیو واکسین کمپاین بل پړاو پیل شو، نو رومل یو ځل بیا د هماغه کور دروازه وټکوله، خو دا ځل هماغه پلار، په داسې حال کې چې په څېره کې یې د غوسې پر ځای مینه ښکارېدله او ماشومان یې له لاسونو نیولي وو؛ دباندې راووت.
هغه په لوړ غږ وویل: «زویه! زما ماشومان واکسین کړه چې له پولیو ناروغۍ څخه خوندي شي، زه په غلطه وم، مننه چې زه دې وپوهولم او زما ذهن دې روښانه کړ.»
رومل وايي، دا د ده لپاره یوازې د دوو ماشومانو واکسینول نه وو، بلکې په هغه ورځ یې درک کړه چې د پولیو ضد مبارزه یوازې د ماشومانو واکسینول نه؛ بلکې د باور جوړول، د ذهنیتونول بدلول او د ماشومانو د روغ راتلونکي تضمینول دي.
رومل او ټیم یې د پولیو واکسین کمپاین پر مهال ماشومانو ته واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
له انکار تر باور پورې
په لومړیو کې ګڼې کورنۍ د پولیو واکسین په تړاو د ناسمو معلوماتو ښکار وې، ډېرو فکر کاوه چې واکسین ماشومانو ته زیان رسوي، ځینو د پردیو دسیسه بلله، خو رومل او ټیم یې په حوصله، صبر او پوهې خلکو ته وښودله چې پولیو یوه خطرناکه او ناعلاجه ناروغي ده چې یوازې د واکسین په دوو څاڅکو یې مخنیوی کېدای شي.
رومل وايي: «ما ټینګ هوډ کړی و څو زما د مسوولیت په ساحه کې یو ماشوم هم له واکسین څخه بې برخې نه شي.»
هغه دغه هدف ته د رسېدو لپاره د جوماتونو له امامانو، سیمهییزو مشرانو، مدني فعالانو او ښوونکو سره همغږي وکړه او د هغوی په ملتیا د هر انکاري کس تر دروازې ورغی څو د هغوی ذهنیتونه بدل کړي.
کله چې باور وده وکړي، د ماشومانو راتلونکی خوندي کېږي
د سیمې د یوه ګذر وکیل جان محمد وايي، د رومل او د هغه د ټیم د پرلهپسې هڅو په پایله کې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې او اوس په هر کمپاین کې نه یوازې خپل ټول ماشومان واکسینوي، بلکې د رضاکارانو بشپړ ملاتړ کوي.
هغه زیاتوي: «پخوا ډېر خلک د شک او تردید ښکار و، خو د رومل او د هغه د ټیم د هڅو په پایله کې وپوهېدل چې هر ځل دوه څاڅکي واکسین د هغوی ماشومان له تلپاتې فلج څخه خوندي کوي.»
ده وویل: «زومل مخلص یوازې یو رضاکار نه، بلکې زموږ د ماشومانو د خوندیتوب غږ دی. د ده د هڅو له برکته اوس ۱۰۰ سلنه کورنۍ نه یوازې دا چې خپل ماشومان واکسینوي، بلکې وخت په وخت زنګونه وهي او د کمپاین په اړه معلومات کوي.»
رومل یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکولو پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
یو پیغام، یوه هیله
رومل اوس د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصل دی، خو د زده کړو تر څنګ یې خپل وخت د پولیو ضد مبارزې ته وقف کړی دی.
هغه وايي: «هر کور، هره کوڅه، هر ماشوم ارزښت لري. تر هغه وخته به ارام و نه کړم چې د هېواد یو ماشوم هم د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ وي.»
د پولیو له منځه وړل، زموږ په ګډو هڅو پورې اړه لري
رومل مخلص د هغو زرګونو افغانانو استازولي کوي چې د خپل هېواد د ماشومانو د خوندیتوب لپاره پورته شوي دي، د پولیو ناروغۍ له منځه وړل شوني دي خو د خلکو یووالی او همکاري غواړي.
یوازې دوه څاڅکي واکسین د یو ماشوم راتلونکی بدلوي، راځئ لاسونه سره ورکړو، څو پولیو ته د پای ټکی کښېږدو.

