• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

ماه‌جبین حلیمي: له ننګونو تر بدلون، له پولیو څخه د ماشومانو د ژغورلو سفر

Homepage د ساحې کیسې ماه‌جبین حلیمي: له ننګونو تر بدلون، له پولیو څخه د ماشومانو د ژغورلو سفر

ماه‌جبین حلیمي: له ننګونو تر بدلون، له پولیو څخه د ماشومانو د ژغورلو سفر

PolioFreeAfghanistan
دسمبر 11, 2024
د ساحې کیسې

هرات، افغانستان (۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳) – د هرات د منارونو روغتیایي مرکز په یوه نسبتاً پراخ دهلیز کې د هغو مېندو په منځ کې چې خپل ماشومان یې په غېږو کې نیولي دي، د ماه‌جبین حلیمي په نوم یوه واکسیناتوره – چې سپینه چپنه یې پر تن ده او تور ماسک یې اغوستی – په زغم او دقت ماشومان یو په بل پسې واکسینوي.

ماه‌جبین چې له تېرو دریو کلونو راهیسې په دغه روغتیايي مرکز کې دنده ترسره کوي، یوازې ماشومان نه واکسینوي، بلکې په دې اړه مېندو ته پوهاوی هم ورکوي.

دغې واکسیناتورې چې د قابله‌ګۍ عالي انسټیټوټ او ساینس پوهنځی یې لوستی، په دې وروستیو کې واده کړی او د مور کېدو په درشل کې ده.

نوموړې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰ ماشومان واکسینوي، خو له دې سره په خوا کې هڅه کوي مېندو ته د پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو خطرونه او د واکسین د ارزښت په ښه توګه تشرېح کړي.

سره له دې چې د ځینو کورنیو له خوا د واکسین پر وړاندې ستونزې او مخالفتونه شته، خو ماه‌جبین هېڅکله له خپل رسالت څخه لاس نه‌دی اخیستی.

 

ننګونې او لاسته‌راوړنې

ماه‌جبین د کورنیو د مخالفتونو پر وړاندې د خپل ګڼو تجربو کیسې کوي. هغه بیا بیا د کورنیو له غبرګونونو او ګواښونو سره مخ شوې، خو تل یې په صبر او حوصلې هغوی ته قناعت ورکړی دی.

هغې وویل: «ځینې مېندې په پټه خپل ماشومان د واکسین لپاره روغتیایي مرکز ته راولي او له موږ څخه غواړي چې له واکسین وروسته د ماشومانو ګوتې په رنګ نښاني نه کړو، څو د خپلو مېړونو له تاوتریخوالي سره مخ نه شي.»

هغه د یوې مور کیسه کوي چې خپل دوه کلن ماشوم یې د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته راوستلی و خو د هغه له واکسینولو یې ډډه کوله: «کله مې چې پر دې مور ټینگار وکړ چې ماشوم دې باید واکسین شي، هغې له غصې ډکه چلند وکړ او ان زما د وهلو ګواښ یې وکړ. ما هغه د روغتیایي مرکز ادارې ته بوتله او د روغتیايي مرکز د مشر په مرسته مې نږدې یو ساعت پوهاوی ورکړ. په پای کې قانع شوه او خپل ماشوم یې واکسین کړ. له هغه راهیسې دا مور هره میاشت خپل ماشومان واکسین ته راولي.»

ماه‌جبین زیاتوي چې لسګونه نورې میندې هم وروسته له هغه چې د پولیو واکسین ګټې ورته څرګندې شوې، خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي.

 

ماه‌جبین چې له تېرو دریو کلونو راهیسې په دغه روغتیايي مرکز کې دنده ترسره کوي، یوازې ماشومان نه واکسینوي، بلکې په دې اړه مېندو ته پوهاوی هم ورکوي. © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د میندو تجربه: د واکسین اړتیا

ډېرې میندې د واکسین په اهمیت له پوهېدو وروسته دا د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره اړین بولي. د خمار عظیمي په نوم یوه مور چې شپږ ماشومان لري، خپل دوه له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان یې د واکسین لپاره دغه روغتیايي مرکز ته راوستلي دي.

هغې وویل: «پخوا مې د معلوماتو نه درلودلو له امله خپل ماشومان نه واکسینول. فکر مې کاوه چې واکسین به هغوی ناروغ کړي. خو اوس چې پوهېدلې یمه، هره میاشت خپل ماشومان واکسینوم.»

خو عظیمي وایي چې لا هم د دې د کورنۍ ډېر غړي د ناسمو باورونو او وېرې له امله خپل ماشومان نه واکسینوي: «زما یوه خور د واکسین په اړه ښه نظر نه لري او خپل ماشومان یې نه دي واکسین کړي. هر ځل چې زه خپل ماشومان واکسینوم نو هغې ته هم وایم چې دا کار وکړه، خو لا تر اوسه یې قناعت نه دی کړی.»

 

د ډاکټرانو خبرداری: د پولیو ویروس خطرونه

د ماشومانو د ناروغیو متخصصه ډاکټر سوسن طیبي، وایي: «پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه خطرناکه ساري ناروغي ده چې د خولې له لارې د ماشومانو بدن ته داخلېږي او تلپاتي فلج یا مړینه رامنځ ته کوي.

د دې خطرناکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید ټول له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان په پر له پسې ډول واکسین شي.»

هغه والدین د خپلو اولادونو د روغتیا مسوول بولي او ټینګار کوي چې هیڅ ماشوم باید له واکسینه پاتې نه شي: «دا د پلرونو او میندو دنده ده چې خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي، څو د فلج له ستونزې او د ژوند له تباهۍ خوندي شي.»

 

ماه‌جبین وايي، لسګونه میندې وروسته له هغه چې د پولیو واکسین ګټې ورته څرګندې شوې، اوس خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي. © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

له پولیو خلاص راتلونکي ته ژمنتیا

ماه‌جبین حلیمي او د هغې همکاران د هرات د منارونو په روغتیایي مرکز کې د ماشومانو او ټولنې روغتیا ته د ژمنتیا بېلګې دي.

له محدودیتونو او ستونزو سربېره د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د هغې او نورو واکسیناتورانو هڅط دوام لري، څو په هرات او افغانستان کې هېڅ ماشوم د دې ناروغۍ په سبب خپل راتلونکی له لاسه ور نه کړي.

مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
په شاجوی کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي لپاره د دوو ځوانانو هڅې
بله موضوع
کېمیا عظیمی: د هیلو او ارادې روایت او پر ژوند د واکسین اغېزې

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,