لینا همدرد؛ په تخار کې د پولیو په وړاندې د مبارزې اتله

تخار، افغانستان (۴ مرغومي ۱۴۰۳) – په تالقان کې په یوه ساړه او ارام سهار، د پولیو واکسین کمپاین یوه ژمنه واکسیناتوره لینا همدرد، چې پر شونډو یې ډاډمنه موسکا خپره ده او د واکسین بکس یې په لاس کې دی، د ښار د کوڅو پر لور روانېږي.
د هغې لپاره دا یوه عادي ورځ نه ده؛ بلکې هغه ارمان ته د نږدې کېدو یو فرصت دی چې له پولیو څخه د خلاصې ټولنې لپاره یې لري.
لینا، چې د تخار د طبي انسټیټیوټ له قابلهګۍ څانګې فارغه شوې ده، تل یې خلکو ته په مستقیم ډول د خدمت کولو هیله درلوده. کله چې هغې واورېدل چې د پولیو واکسین کمپاینونو لپاره واکسیناتورانو ته اړتیا ده، نو پرېکړه یې وکړه چې له دغه بهیر سره یو ځای شي.
دا وایی: «زما هدف تل د ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته کول دي. کله چې پوه شوم چې زه کولای شم د ماشومانو ژوند وژغورم، نو یوه شېبه مې هم ځنډ و نه کړ.»
لاسته راوړنې او ننګونې
لینا توانېدلې د تېر یو کال په اوږدو کې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ ماشومان واکسین کړي. د دې تر څنګ یې شاوخوا ۲۰ داسې کورنیو ته پوهاوی او قناعت ورکړی چې د ناسمو باورونو پر بنسټ یې د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله.
خو دا کار اسانه نه و. شایعات او ناسم باورونه هغه څه دي چې تل یې د هغې ورځنی کار او مبارزه ننګولي دي.
هغې وویل: «ځینې کورنۍ فکر کوي چې واکسین خطرناک دی او د ماشومانو راتلونکي ته زیان رسوي. خو زه هڅه کوم هغوی په ډېر درناوي په منطقي دلایلو وپوهوم او د پولیو ناروغۍ خطرونه او د واکسین اهمیت ورته روښانه کړم.»
یوه خاطره چې لینا یې یادونه کوي، د هغې کورنۍ په اړه ده چې د خپلو ماشومانو له واکسینولو یې انکار کاوه خو د دې د پرله پسې هڅو په پایله کې قانع شوه څو خپل ماشومان واکسین کړي.
هغې وویل: «د کورنۍ مشر د پولیو واکسین سخت مخالف و. فکر یې کاوه چې واکسین ماشومانو ته په راتلونکي کې ناروغي پیدا کوي. ما په صبر او حوصله هغه ته د هغو واکسین شوو ماشومانو بېلګې وړاندې کړې چې نه یوازې روغ وو بلکې له پولیو ناروغۍ څخه هم خوندي شوي وو. په پای کې هغه قانع شو. کله چې یې خپلو ماشومانو ته د واکسین ورکولو اجازه ورکړه نو داسې احساس مې وکړ لکه یوه ستره بریا مې چې خپله کړې وي.»
لینا همدرد راتلونکي ته په باورمندۍ وایي: «زما هیله دا ده چې یوه ورځ هیڅ افغان ماشوم له پولیو ناروغۍ څخه و نه ځورېږي. دا امکان لري، که ټول په ګډه کار وکړو.»
هغه باوري ده چې په ګډو هڅو د راتلونکو نسلونو لپاره یوه سالمه ټولنه جوړېدلای شي.
لینا او همکاران یې هره ورځ له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کېږي، خو د هغوی ماموریت دومره ارزښتناک دی چې آن سختۍ یې هم انګېزه نه شي کمولای.
هغې زیاته کړه: «کله چې هغه ماشومان وینم چې ما واکسین کړي او روغ دي او کورنۍ یې د پولیو ویروس له ګواښ څخه خوندي دي، نو ټولې ستړیاوې مې ختمې شي.»
لینا توانېدلې د تېر یو کال په اوږدو کې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ ماشومان واکسین کړي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي
د یوې کورنۍ روایت
محمد صبور له هغو والدینو څخه دی چې په لومړي سر کې یې د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله، خو اوس یې ذهنیت بدل شوی دی.
هغه وایي: «ما له ګاونډیانو اورېدلي وو چې واکسین ښایي ماشومانو ته زیان ورسوي. خو د لینا له خبرو او ډاکټرانو له ډاډ وروسته مې پرېکړه وکړه چې خپل ماشومان واکسین کړم.»
محمد صبور اوس له خپلې پرېکړې خوښ دی او له نورو والدینو هم غواړي چې پر شایعاتو او اوازو باور و نه کړي.
هغه وایي: «واکسین د ماشومانو ژوند ژغوري، واکسیناتوران د ټولنې ریښتینې اتلان دي؛ خلک باید له هغوی سره همکاري وکړي.»
پایله
د لینا همدرد کیسه ښیي چې څنګه یو هوډمن انسان کولای شي په ټولنه کې لوی بدلون راولي. هغې نه یوازې د ډېرو ماشومانو ژوند ژغورلی، بلکې د کورنیو تر منځ یې پوهاوی هم زیات کړی دی.
په افغانستان کې، چې پولیو لا هم د ماشومانو د روغتیا لپاره یو جدي ګواښ دی، د لینا همدرد په څېر اتلان یوه روښانه راتلونکي ته لار هواروي.
رقیبه حمیدي، له پولیو خلاص افغانستان