• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو پر وړاندې د هرات مبارزه: هیڅ ماشوم له واکسین پرته ښار ته نه‌شي داخلېدای

Homepage د ساحې کیسې د پولیو پر وړاندې د هرات مبارزه: هیڅ ماشوم له واکسین پرته ښار ته نه‌شي داخلېدای

د پولیو پر وړاندې د هرات مبارزه: هیڅ ماشوم له واکسین پرته ښار ته نه‌شي داخلېدای

PolioFreeAfghanistan
دسمبر 23, 2024
د ساحې کیسې

هرات، افغانستان (۳ مرغومی ۱۴۰۳) – د افغانستان په سوېل کې د پولیو ناروغۍ د مثبتو پېښو له زیاتوالي سره هرات ولایت د دغه خطرناک ویروس د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.

د دغه ولایت په ټرمینلونو او ورودي دروازو کې د پولیو واکسین اته ټیمونه په ۲۴ ساعته ډول په دندو ګومارل شوي څو ټول هغه ماشومان واکسین کړي چې هرات ته راځي او یا له دغه ولایته نورو سیمو ته ځي.

د دغو اقداماتو اصلي موخه هرات ولایت ته د پولیو ویروس د انتقال مخنیوی او د ماشومانو خوندیتوب دی.

 

د پولیو ویروس پر وړاندې د دفاعي کرښه

په لویدیځ زون کې د عامې روغتیا ریاست اړوند د واکسیناسیون ملي پروګرام مسوول ډاکټر احمد وحید رحماني د پولیو واکسین ګومارل شوي ټیمونه له “دفاعي کرښې” سره تشبیه کوي.

هغه وايي: “هیڅ ماشوم له واکسینولو پرته هرات ته نه شي داخلېدای، زموږ موخه له پولیو ویروس له ګواښ څخه د دغه ولایت خوندي ساتل دي.”

د ډاکټر رحماني په وینا، هرات او د لوېدیځې حوزې نور ولایتونه لکه بادغیس، فراه او غور، له تېرو درو کلونو راهیسې له پولیو له ویروس څخه پاک دي؛ ان د دغه ویروس چاپېریالي نمونې هم په دغو ولایتونو کې نه دی لیدل شوې؛ خو په سوېلي ولایتونو کې د پولیو مثبتو پېښو هرات اړ کړی چې خپل دفاعي تدابیر زیات کړي.

 

په لویدیځ زون کې د عامې روغتیا ریاست اړوند د واکسیناسیون ملي پروګرام مسوول ډاکټر احمد وحید رحماني وايي: “هیڅ ماشوم له واکسینولو پرته هرات ته نه شي داخلېدای، زموږ موخه له پولیو ویروس له ګواښ څخه د دغه ولایت خوندي ساتل دي.” © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

له ستونزو او ننګونو سره مقابله

د هرات په ټرمینلونو او ورودي دروازو کې د واکسیناسیون ټیمونه له ځینو ستونزو سره هم مخ دي.

نظیر احمد، چې د دغو ټیمونو یوه غړی دی، وايي: “ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کوي، خو موږ هغوی ته د پولیو ناروغۍ د زیانونو او واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی ورکوو او هغوی قانع کوو چې خپل ماشومان واکسین کړي.”

هغه د ماشومانو د کورنیو انکار ته په اشاره زیاتوي چې واکسیناتورانو په حوصله او ژمنتیا د دغه راز ستونزو په حل کې مرسته کړې ده.

هغه وویل چې په وروستیو میاشتو کې د هرات په ورودي دروازو کې د پولیو هیڅ مشکوکه پېښه نه ده ثبت شوې. یوازې شپږ میاشتې مخکې یو مشکوک ماشوم پېژندل شوی و چې له نېکه مرغه د پولیو ناروغي یې نه درلوده.

 

د هلمند د یوه مسافر کیسه

ګل احمد د هغو مسافرو له ډلې دی چې له خپلې کورنۍ سره له هلمند څخه هرات ته راغلی دی.

نوموړی له پنځو کلونو د کم عمر درې ماشومان لري چې د هرات په ورودي دروازو کې د واکسیناسیون د ټیمونو له لوري د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین شول.

نوموړی د دغه اقدام ستاینه کوي او وايي: “که څه هم ما خپل ماشومان د پولیو واکسین په هر کمپاین کې واکسین کړي دي، خو زه اندېښنه لرم چې د ګاونډیانو د هغو ماشومانو په وسیله زما ماشومانو ته د پولیو ویروس انتقال نه شي چې واکسین شوي نه دي.”

هغه په دې باور دی چې د سفر په جریان کې د ماشومانو واکسینول د پولیو ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره اغېزناک ګام دی.

هغه له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ماشومانو واکسینول دي اجباري شي: “د بې‌خبرۍ او غلطو باورونو له امله، ځینې کورنۍ د خپلو او نورو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي. واکسین باید د ټولو لپاره جبري شي.”

 

د هرات په ورودي دروازو کې د واکسیناسیون ټیمونه د پولیو ویروس د مخنیوي په برخه کې کلیدي رول لري. © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

په ورودي دروازو کې د واکسیناسیون اهمیت

په روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې، د هېواد په ځینو ولایتونو، په ځانګړي ډول په کندهار او هلمند کې د پولیو ناروغۍ د مثبتو پېښو زیاتوالي نورو سیمو ته د پولیو ویروس د خپرېدو جدي اندېښنې پارولې دي.

د هرات په ورودي دروازو کې د واکسیناسیون ټیمونه د پولیو ویروس د مخنیوي په برخه کې کلیدي رول لري.

په دغه ولایت کې یاد شوي جدي اقدامات د واکسیناسیون او وقایې اهمیت څرګندوي. هر ماشوم چې واکسین شوی نه وي، کولای شي د پولیو ویروس د خپرولو یوه مهمه کړۍ و اوسي.

د کورنیو همکاري، پراخ عامه پوهاوی او د واکسیناسیون ټیمونو دوامداره فعالیتونه د ماشومانو د روغتیا ساتلو او په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره حیاتي وسیلې دي.

مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
په روان کال کې د پولیو واکسین شپږم فرعي ملي کمپاین پیل شو
بله موضوع
لینا همدرد؛ په تخار کې د پولیو په وړاندې د مبارزې اتله

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,