په هرات کې د پولیو ویروس مهارول؛ د ښځینه واکسیناتورانو لویه لاسته راوړنه
مرضیه فروتن
هرات، افغانستان (۰۱ غویی ۱۴۰۳) – نازنین یوسفي چې تور حجاب یې اغوستی او د واکسین بکس یې اوږې ته اچولی، د هرات ښار په یوې پخوانۍ کوڅه کې د یوه کور دروزاه ټکوي او د کورنۍ له مشرانو غواړي چې خپل ماشومان د پولیو واکسین لپاره دباندې را وباسي.
هغه چې ۲۳ کاله عمري لري، له تېرو دریو کلونو راهیسې د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره یوځای شوې او د یوې رضاکارې په توګه ماشومان واکسینوي.
دغه واکسیناتوره په اسانۍ کورونو ته ورځي او ټولو هغو ماشومانو ته – چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي ان که نوي زېږېدلي او یا ناروغ هم وي- د پولیو واکسین ورکوي.
په هرات ښار او د هغه په شاوخوا سیمو کې له ۹۰ سلنه ډېر د پولیو واکسین کمپاین د همدغو ښځینه واکسیناتورانو له خوا پر مخ وړل کېږي.
وروسته له هغه چې هرات او لوېدیځه سیمه د پولیو له ویروسه پاکه اعلان شوه، نازنین خوشاله ده چې د هغې او د هغې د همکارانو د څو کلونو هڅو نتیجه ورکړه او د پولیو په ماتولو کې بریالۍ شوې ده.
هغې زیاته کړه: «موږ تل هڅه کوله کور په کور وګرځو څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې نه شي، په ډېرو مواردو کې د کورنیو له مخالفت سره مخ شوي یوو، خو هغوی ته مو قناعت ورکړی چې خپل ماشومان واکسین کړي.»
یوسفي وویل، په هرات کې د پولیو ویروس له مهارولو سربېره هڅه کوي د هر کمپاین پر مهال ټول ماشومان واکسین کړي څو د دغه ویروس ریښه د تل لپاره په هرات او ټول افغانستان کې وچه شي.
نازنین یوسفي په هرات ښار کې یوې ماشومې ته د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکوي© له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن
د نازنین یوسفی همکاره معصومه محمدي د هرات ښار بله واکسیناتوره ده چې د هر کمپاین پر مهال د هرات د زاړه ښار په کوڅو کې کور په کور ګرځي او تر ماشومانو واکسین رسوي.
معصومې محمدي وویل، په داسې حال کې چې په ټولنه کې د ښځینه واکسیناتورانو پر وړاندې محدودیتونه شته خو دې او نورو همکارانو یې له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورنې په موخه دغو محدودیتونو ته پام نه دی کړی.
هغې زیاته کړه: «زموږ موخه له ګوزڼ ناروغۍ څخه د ماشومانو خوندیتوب دی او خوشحاله یم چې تر ډېره بریده خپل دغه هدف ته رسېدلې یم.»
محمدي وايي، هیله یې دا ده چې د پولیو ناروغۍ په ټول افغانستان کې له منځه لاړه شي او نور هیڅ ماشوم په دې ناروغي اخته او معلول نه شي.
د هرات ډېر اوسېدونکي هم په دغه باور دی چې په دغه ولایت کې د پولیو ویروس په مهارولو کې د ښځینه واکسیناتورانو رول ډېر مهم دی.
سعید رضايي چې د یوه ماشوم پلار دی، وايي ښځینه واکسیناتورانې په هرات کې د پولیو ویروس په مهارولو کې کلیدی رول لري، هغوی توانېدلې چې د خلکو کورونو ته په ورتګ ټول ماشومان واکسین کړي.
هغه زیاته کړه: «د ښځینه واکسیناتورانو فعالیت زموږ لپاره ښه اسانتیا ده، مخکې به نارینه واکسیناتوران زموږ کورونو ته راتلل او موږ مجبور وو یوه ورځ خپل کار پرېږدو او پر کور پاتې شو څو خپل ماشومان واکسین کړو.»
په لوېدیځ کې روغتیايي مسوولین وايي، له تېرو دریو کلونو راهیسې په دغه زون کې د پولیو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او دغه راز په چاپېریال کې هم د پولیو ویروس نه دی لیدل شوی.
په لوېدیځ زون کې د واکسیناسیون د ملي پروګرام د مسوول محمد اصف کبیر په وینا، د روغتیا نړیوال سازمان د معیارونو له مخې په کومه ساحه کې چې په دریو کلونو کې د پولیو مثبته پېښه او په چاپېریال کې د پولیو ویروس نمونه و نه لیدل شي نو هغې ساحې ته له پولیو پاکه ساحه ویل کېږي.
هغه زیاته کړه: «د پولیو واکسین کمپاین د لوېدیځې حوزې په ټولو له خطر سره مخ سیمو کې په عادي ډول روان دی، تر هغه چې پولیو له هېواده ورکه نه شي موږ خپلو کمپاینونو ته دوام ورکوو.»
د یادونې ده چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د هېواد په کچه د پولیو ۶ انساني پېښې او ۶۲ چاپېریالي نمونې ثبت شوې وې چې ټولې انساني پېښې د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې وې.