• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه

Homepage اتل د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه

د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه

PolioFreeAfghanistan
اپریل 10, 2025
اتل, د ساحې کیسې, غوره کیسې

لوګر، افغانستان (۶ وری ۱۴۰۴) – کله چې د سهار لومړنۍ وړانګې د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ پر غرونو خپرېږي، د محمد بشیر حکیمي په نوم یو ۳۱ کلن ځوان خپلې دندې ته چمتو کېږي.

هغه له خپل کوره راوځي، په داسې حال کې چې د پولیو واکسین بکس یې پر اوږه دی، د کلي په تنګو کوڅو کې په چټکو ګامونو روان دی څو د پولیو واکسین د تطبیق ځای ته په وخت ځان ورسوي.

هغه چې په څېره کې یې د مسوولیت او هوډ ژورې نښې لیدل کېږي، د تل په څېر نن هم له پولیو خطرناکې ناروغۍ څخه د خپلې سیمې د ماشومانو د ژغورلو هدف ته ژمن دی.

حکیمي له تېرو نهو کلونو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د پولیو په وړاندې مبارزه کوي چې په پیل کې یې د واکسیناتور په توګه کار پیل کړ او اوس د دې ولسوالۍ د پولیو واکسین کمپاین همغږی کوونکی/ کوراډیناټور ټاکل شوی دی.

دی وايي: «ما خپل ماشومتوب همدلته تېر کړی، اوس چې ځوان شوی یم او د خپلې سیمې ماشومان وینم، نو داسې احساس کوم چې د هغوی راتلونکی زما په لاسونو کې دی، همدا احساس مې هر سهار له خوبه پاڅوي او له نوي هوډ سره مې د کار ډګر ته بیايي.»

هغه د همدې ژورې عاطفي اړیکې او ژمنتیا له مخې زرګونو ماشومانو ته د پولیو واکسین رسولی او لا هم خپل دغه ارزښتناک کار ته دوام ورکوي.

 

محمد بشیر حکیمي یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

پولیو (ګوزڼ): یو خاموش دښمن

پولیو، یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې په افغانستان کې لا هم بشپړه له منځه نه ده تللې او هر کال د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. دا ناروغي د تل‌پاتې فلج لامل کېږي چې نه یوازې د ماشومانو بدنونه زیانمنوي، بلکې د هغوی هیلې او خوبونه هم له منځه وړي.

د افغانستان په څېر هېواد کې، چې روغتیايي زیربناوې په کې کمې دي، د پولیو پر ضد مبارزه اسانه نه ده.

خو حکیمي او د هغه ټیم د هر کمپاین پر مهال هڅه کوي چې د خلکو ذهنونه د دې ناروغۍ د خطرونو پر وړاندې روښانه کړي او تر هر وروستي ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسوي.

 

محمد بشیر حکیمي د پولیو واکسین کمپاین له پیلېدو مخکې خپلو همکارانو ته روزنه ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د خلکو باور او ملاتړ

حکیمي یوازې نه دی، د هغه تر شا د ټولې ټولنې ملاتړ دی. د کلي مشران، ځوانان، او حتی د جومات ملا امام د هغه تر څنګ ولاړ دي.

هغه وايي: «یو وخت داسې و چې خلکو به د واکسین په اړه شک درلود. دوی به ویل چې دا به زموږ ماشومان ناروغ کړي. خو موږ د کلي له مشرانو او دیني عالمانو سره ناستې وکړې، د واکسین اهمیت مو ورته وښود، او اوس دوی زموږ تر ټولو لوی ملاتړي دي. زما لپاره تر ټولو لویه بریا دا ده چې د خلکو باور مو ترلاسه کړی دی.»

د محمد آغې ولسوالۍ د کلیو اوسېدونکي اوس د پولیو ناروغۍ د خطرونو په اړه پوه شوي او خپل ماشومان په خپله خوښه د واکسین لپاره راوړي.

د سیمې یو ښوونکی، حجت الله احمدي چې د حکیمي له هڅو متاثر شوی، وايي: «حکیمي موږ ته وښودله چې د پولیو ناروغۍ مخنیوي یوازې د یوه یا څو تنو مسوولیت نه دی، بلکې دا د بشپړې ټولنې مسوولیت دی. زه اوس له هغه سره اوږه په اوږه کار کوم ځکه غواړم هیڅ ماشوم د فلج له درده و نه کړېږي.»

 

محمد بشیر حکیمي د خپل ټیم د یوه غړي د کار او فعالیت څارنه کوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د یوې تجربې کیسه

حکیمي د خپل کار په اړه د یوې دردوونکې تجربې یادونه کوي: «یو ځل مې یو پنځه کلن ماشوم ولید چې د پولیو له امله فلج شوی و؛ هغه ماشوم چې یو وخت یې په خپلو پښو منډې وهلې، اوس د ژوند تر پایه د نورو په مرستې اړ و. د هغه د مور درد او غم چې د خپل زوی په حال یې ژړل، پر ما ژور اغېز وکړ او زه یې لا ډېر هوډمن کړم چې خپل کار ته په بشپړ اخلاص دوام ورکړم څو هیڅ ماشوم په داسې برخلیک اخته نه شي.»

د ده په وینا، په حقیقت کې همدا صحنه د ده د مبارزې اصلي انګېزه شوه.

 

په ټولنه کې بدلون

د حکیمي او د هغه د ټیم د نه ستړې کېدونکو هڅو پایله ده چې په وروستیو دریو کلونو کې په محمد آغې ولسوالۍ کې د پولیو پېښې په پراخه کچه کمې شوې دي.

که څه هم یو وخت خلکو د واکسین په اړه شک درلود، خو اوس د پولیو ناروغۍ د خطرونو په اړه پوهېدلي او د واکسین د تطبیق پر مهال له رضاکارانو سره پوره همکاري کوي.

 

د محمد آغې ولسوالۍ د پولیو واکسین کمپاین همغږی کوونکی محمد بشیر حکیمي د ماشومانو نوملړ ګوري © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د راتلونکي لپاره هیلې

حکیمي او ټیم یې لا هم خپل دغه ارزښتناک کار ته دوام ورکوي څو یوه ورځ افغانستان په بشپړه توګه له پولیو ناروغۍ څخه پاک شي.

دی وايي: «دا یوازې زما نه، بلکې د ټولو افغانانو مسوولیت دی، موږ باید په ګډه کار وکړو څو ماشومان مو روغ او خوشحاله راتلونکی ولري.»

د محمد بشیر حکیمي کیسه موږ ته دا درس راکوي چې د یوه فرد هڅې هم کولای شي لوی بدلون راولي خو د دې لپاره چې په بشپړ ډول هدف ته ورسېږو باید د دغې خطرناکې ناروغۍ په وړاندې په ګډه کار وکړو.

راځئ چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته پام وکړو، د واکسین اهمیت نورو ته ورسوو او د پولیو پر ضد مبارزه کې خپله ونډه ترسره کړو.

یوازې په ګډه موږ کولای شو خپل ماشومان له دغه خاموش دښمن څخه وژغورو.

مخکینۍ موضوع
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې
بله موضوع
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,