• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Homepage د ساحې کیسې له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

PolioFreeAfghanistan
فبروري 20, 2025
د ساحې کیسې

پکتیکا، افغانستان (۲ کب ۱۴۰۳) – ۳۵ کلن احسان الله چې د کونړ ولايت اصلي اوسېدونکی دی، دا مهال د پکتیکا ولایت په وازې‌خوا ولسوالۍ کې ژوند کوي، هغه سیمه چې د خاورینو کورونو ګڼ کلي په کې اباد دي او د ژوند اسانتیاوې په کې کمې دي.

نوموړی د همدې ولسوالۍ په وچ خوړ کلي کې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار کوي او په دې لرې سیمه کې له پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ سره مبارزه ورته ایماني او انساني مسوولیت ښکاري.

نوموړی وایي: «شاوخوا اته کاله کېږي چې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه دنده ترسره کوم، خوښ یم چې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې مبازره کوم.»

دی زیاتوي، د خپل مسوولیت په ساحه کې نه یوازې ماشومانو ته د پولیو واکسین رسوي بلکې کورنیو ته د پولیو ناروغۍ د زیانونو او واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی هم ورکوي.

هغه وویل، په تېرو اتو کلونو کې یې د سیمې تر هر ماشوم پورې د واکسین رسولو پراخې هڅې کړې څو یو ماشوم هم د پولیو ناروغۍ قرباني نه شي.

دی وايي، له همدې امله اوس ورسره د سیمې هر اوسېدونکی اشنا دی، خبره یې اوري او پر ده باور لري.

د ده په وینا، د همدغه اعتبار له مخې چې په ټولنه کې یې خپل کړی، توانېدلی لسګونو هغو کورنیو ته قناعت ورکړی چې پخوا د خپلو ماشومانو د واکسینولو مخالفې وې.

دی وايي، طبیعي ده چې د خلکو باور ترلاسه کول وخت غواړي، خو دی په دوامداره ډول له هغوی سره اړیکه ساتي، د کورونو تر دروازو ورځي، د هغوی اندېښنې اوري او د واکسین په ګټو یې پوهوي.

احسان الله د سیمې د همداسې یوې کورنۍ کیسه کوي چې د کلونو لپاره د واکسین مخالفه وه.

د دې کورنۍ مشر حاجي محمد ګل ګومان کاوه چې واکسین یوه بهرنۍ دسیسه ده، له همدې امله چمتو نه و خپل ماشومان واکسین کړي.

خو دا د احسان الله لپاره یوه عادي موضوع نه وه، بلکې هغه پوهېده چې د یوې کورنۍ قانع کول د لسګونو نورو کورنیو قانع کولو ته لار پرانیزي.

نوموړی د کلي له مشرانو، د جومات له امام او د ښوونځي له یوه ښوونکي سره یو ځای د حاجي محمد ګل کور ته لاړ او هغه ته یې د اسلام او طب له نظره د پولیو ناروغۍ د زیانونو او واکسین د ارزښت په اړه معلومات ورکړل.

په پای کې حاجي محمد ګل قانع شو او اجازه یې ورکړه چې ماشومان یې واکسین شي.

احسان الله وايي، دا د ټول کلي لپاره یو مهم پرمختګ و، ځکه له دغه اقدام سره ورته نورې کورنۍ هم حاضرې شوې چې خپل ماشومان واکسین کړي.

 

احسان الله وايي، په تېرو اتو کلونو کې یې د سیمې تر هر ماشوم پورې د واکسین رسولو پراخې هڅې کړې څو یو ماشوم هم د پولیو ناروغۍ قرباني نه شي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳ لمریز

 

د یوې روغې ټولنې لپاره ګډې هڅې

له پولیو سره په مبارزه کې احسان الله یوازې نه دی، بلکې په دې لار کې ورسره د کلي مشران او دیني عالمان هم ملګري دي.

یو له دغو وګړو دیني عالم مولوي محمد الدین دی چې د پولیو واکسین د ماشومانو د ژوند د خوندیتوب لپاره یو اهم ضرورت بولي.

هغه وايي، تل په ناستو، غونډو او وعظونو کې پر خلکو غږ کوي چې د احسان الله په څېر د پولیو واکسین کمپاین له رضاکارانو سره همکاري وکړي او په هر کمپاین کې خپل ماشومان واکسین کړي.

نوموړی په ټینګار سره وايي چې د واکسین کولو له لارې کولای شو خپل ماشومان له پولیو خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي کړو او د خپلې ټولنې د خوښۍ او سلامتۍ لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړو.

د پولیو پر ضد مبارزه یوازې د واکسین تطبیق نه دی، بلکې دا د ټولنې د ذهنونو د روښانولو، د ناسمو باورونو د بدلولو او د ماشومانو د راتلونکې د خوندي کولو یوه نه ستړې کېدونکې هڅه ده.

احسان الله او د هغه په څېر نور روغتیايي کارکوونکي د ټولنې د خدمت لپاره د خپل وخت، انرژۍ او هڅو قرباني ورکوي، څو افغانستان له پولیو څخه په بشپړه توګه خلاص شي.

خو دا مسؤلیت یوازې د واکسیناتورانو نه دی؛ دیني عالمان، ښوونکي، مشران، والدین او ټولنه باید یو بل ته لاس ورکړي، څو دا وژونکې ناروغي له منځه یوسي.

که موږ نن اقدام و نه کړو، نو د سبا نسل به د معلولیت له کړاوونو سره مخ وي. راځئ، د خپلو ماشومانو د روغتیا ساتلو لپاره یو موټی شو، د واکسین د اهمیت پوهاوی عام کړو، او یو داسې راتلونکی جوړ کړو چې زموږ ماشومان پکې روغ، تکړه، او له محدودیتونو څخه ازاد ژوند ولري.

مخکینۍ موضوع
د پولیو پر ضد د یوه خوستي ځوان نه‌ماتېدونکې مبارزه
بله موضوع
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,