• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

زاهدالله همدرد؛ هغه ځوان چې ماشومان له پولیو خوندي کوي

Homepage د ساحې کیسې زاهدالله همدرد؛ هغه ځوان چې ماشومان له پولیو خوندي کوي

زاهدالله همدرد؛ هغه ځوان چې ماشومان له پولیو خوندي کوي

PolioFreeAfghanistan
فبروري 10, 2025
د ساحې کیسې

کابل، افغانستان (۲۲ سلواغه ۱۴۰۳) – د کابل ښار د پکتیاکوټ سیمې اوسېدونکی زاهدالله همدرد، د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې یو نه ستړی کېدونکی مبارز دی.

هغه، چې ۳۰ کاله عمر لري او د لابراتوار په برخه کې یې نیمه لوړې زده کړې کړې دي، له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې د پولیو واکسین د یوه ټیم د سوپروایزر په توګه کار کوي.

 

د پولیو پر وړاندې د مبارزې پيلولو انګېزه

زاهدالله همدرد وایي: “له ماشومتوبه مې د پولیو ناروغۍ له امله د فلج شوو ماشومانو کیسې اورېدلې. دا هغه څه و چې ما ته یې دا احساس راکړ چې باید د خپلې ټولنې د روغتیا، پرمختګ، او د ماشومانو د راتلونکي د خوندي کولو لپاره خپله برخه مسؤلیت ادا کړم.”

هغه د پولیو ناروغۍ خطر ته په اشارې زیاتوي: “پولیو یوه ناعلاجه او وژونکې ناروغي ده چې تر ډېره، له پنځه کالو کم عمره ماشومان ورباندې اخته کېږي. دا زموږ مسؤلیت دی چې د دې ناروغۍ مخنیوی وکړو او خلک وهڅوو، چې خپل ماشومان واکسین کړي.”

 

د ټولنې ملاتړ او ننګونې

زاهدالله په یوه داسې سیمه کې کار کوي، چې د خلکو د پوهاوي کچه پکې نسبتاً لوړه ده. له همدې امله، د سیمې له ملکانو، قومي مشرانو او د جوماتونو له ملا امامانو سره د ده ناستې ګټورې تمامېږي. هغه وایي، چې خلک ورسره د واکسین په تطبیق کې پوره همکاري کوي.

دی زیاتوي: “په تېرو یوولسو کلونو کې یوازې له څو محدودو کورنیو سره مخ شوی یم چې خپل ماشومان یې نه واکسین کول، خو په ډېر صبر او حوصله مې هغوی ته پوهاوی او قناعت ورکړی چې اوس هغوی په ډېره لېوالتیا خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقوي.”

 

زاهدالله همدرد له پولیو سره د مبارزې په برخه کې د هغو زرګونو رضاکارانو له ډلې یو ژوندی مثال دی چې د خپلې ټولنې د ماشومانو د روغتیا لپاره هلې ځلې کوي، څو د پولیو له خطره خوندي پاتې شي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳ لمریز

 

د مبارزې اغېز

د پکتیاکوټ په سیمه کې د عامه پوهاوي کچه د هر کمپاین په دوام لوړېږي.

زاهدالله وایي، چې د رضاکارانو او ټولنیزو مبلغینو په هڅو د خلکو ذهنیت بدل شوی او د پولیو واکسین د ارزښت په اړه د هغوی پوهه ډېره شوې ده.

یو له دغسې وګړو قومي مشر حاجي محمد نعیم دی چې د پولیو واکسین تطبیق د ماشومانو د روغتیا لپاره یوه مهمه اړتیا بولي.

هغه وایي: “زه له ټولو کورنیو غواړم چې د کمپاین په هره دوره کې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي. هر ماشوم باید له روغتیايي خدمتونو برخمن شي، ځکه دا یې بنسټیز حق دی.”

 

روغتیايي متخصصین څه وایي؟

د سیمې یو روغتیاپال، ډاکټر سیدملوک صافی له پولیو سره په مبارزه کې د رضاکارانو رول مهم بولي. دی وایي: “د رضاکارانو د نه ستړې کېدونکو هڅو پایله ده چې اوس په دې سیمه کې هیڅ ماشوم له واکسین نه پاتې کېږي؛ دا د پولیو پر ضد د مبارزې لپاره یو ستر پرمختګ دی.”

هغه زیاتوي: “د پولیو ویروس موجودیت ټولې سیمې ته لوی ګواښ پېښوي. یوازې دوه څاڅکي واکسین کولای شي چې ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.”

 

هیله او بدلون

زاهدالله همدرد له پولیو سره د مبارزې په برخه کې د هغو زرګونو رضاکارانو له ډلې یو ژوندی مثال دی چې د خپلې ټولنې د ماشومانو د روغتیا لپاره هلې ځلې کوي، څو د پولیو له خطره خوندي پاتې شي.

په داسې حال کې چې پولیو لا هم د افغانستان د ماشومانو راتلونکی ګواښي، زاهدالله او د هغه په څېر نور رضاکاران د امید څراغونه دي. د دوی زحمت، ژمنتیا او قربانۍ به یوه ورځ دا هېواد له پولیو ویروس څخه پاک کړي او بیا به هیڅ ماشوم د دې ناروغۍ قرباني نه شي.

مخکینۍ موضوع
نیمګړې هیلې؛ د بي‌بي معصومې د ژوند کیسه
بله موضوع
د پولیو پر ضد د یوه خوستي ځوان نه‌ماتېدونکې مبارزه

اړوند مطالب

سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت

۲۸ کلن سیف‌الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو...

نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې

د پولیو واکسین کمپاینونو کې یوه ژمنه رضاکاره، چې د...

  • سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمتجولای 30, 2026
  • نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کېجولای 23, 2026
  • هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دیجولای 15, 2026
  • د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دیجولای 8, 2026
  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Jul
سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت
پنجشنبه, 23, Jul
نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې
چهارشنبه, 15, Jul
هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی
چهارشنبه, 8, Jul
د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

Welcome back,