له انکار تر ملاتړ؛ د پولیو واکسین په اړه د یوې مور د ذهنیت د بدلون کیسه
کندز، افغانستان (۲۷ لړم ۱۴۰۳) – د کندز په خان اباد کې یو سوړ سهار د بدلون یوه کیسه پیلوله. د لمر پستې وړانګې د ونو له پاڼو تېرېدې او د ځمکې پر سر یې له سیورو سره نڅا کوله. د نازي په نوم یوه ۴۴ کله مور چې شنه چادري پر تن وه، خپل درې کلن زوی عمر یې په غېږ کې نیولی و. د عمر کوچنۍ ګوته چې د پولیو واکسین له ترلاسه کولو وروسته په تور رنګ رنګ شوې وه، د هغه په ژوند کې د یوه مهم تصمیم ښکارندويي کوله.
نازي، چې یو وخت یې پولیو واکسین ردوه، اوس په ټینګ نظر او د پښېمانۍ په لهجه د خپل تېر وخت په اړه خبرې کوي: “کله چې لومړی ځل واکسیناتور زموږ د کور دروازه وټکوله، وېرېدلې وم. اوازې مې اورېدلې وې چې واکسین ماشومانو ته زیان رسوي او یا زموږ له باورونو سره په ټکر کې دی. حتی زما مور ویل چې واکسین د ماشومانو د ودې مخه نیسي.”
دغو شکونو هغې ته اجازه نه ورکوله چې عمر واکسین کړي، خو د وخت په تېرېدو او په شاوخوا سیمو کې د واکسین شوو ماشومانو روغتیا د هغې افکار بدل کړل. هغه ورځ چې عمر په لومړي ځل واکسین ترلاسه کړ، نازي د هغه د لا ډېرې روغتیا او ودې شاهده وه. دغې تجربه د هغې سترګې خلاصې کړې.
اوس هغه وایي: “واکسین نه یوازې د ماشومانو خوندي کوونکی دی، بلکې د هغوی د روغ راتلونکي لپاره یو مهم ګام دی.”
هغه اوس په خپل کلي کې د واکسیناسیون په ملاتړې بدله شوې ده. هغه د خپلو ساده خبرو او شخصي تجربو په وسیله ګاونډیان هڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
والدینو ته نازي پیغام واضح دی: “د دې پر ځای چې اوازو ته غوږ ونیسو، باید د خپلو ماشومانو د روغتیا په اړه فکر وکړو.”
والدینو ته نازي پیغام واضح دی: “د دې پر ځای چې اوازو ته غوږ ونیسو، باید د خپلو ماشومانو د روغتیا په اړه فکر وکړو.” © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي
شمیلا: د روغتیا سفیره
د نازي تر څنګ د پولیو واکسین کمپاینونو یوه فعاله سوپروایزه شمیلا هڅه کوي چې له صمیمیت څخه په ډک چلند د دقیقو معلوماتو په وړاندې کولو انکاري والدین وهڅوي څو خپل ماشومان واکسین کړي.
دغه ۲۲ کلنه نجلۍ، هره ورځ لسګونه ماشومان واکسینوي او تر ډېره هغو کورونو ته ورځي چې د شک په نظر ورته کتل کېږي..
هغه د یوې خاطرې په بیانولو د خپلو بریاوو په اړه وايي: “یوه پلار و چې د پولیو واکسین څخه یې انکار کاوه، باور درلود چې ګواکې واکسین یې ماشوم ته زیان ورسوي. کله مې چې هغه ته وښودله چې د هغه د ګاونډیانو ماشومان واکسین شوي او صحتمند دي، نو کرار کرار قانع شو او په پای کې یې خپل ماشوم واکسین کړ.”
شمیلا باور لري چې دغه کار یوازې یوه دنده نه ده؛ بلکې دا یو ټولنیز مسولیت دی.
هغه وایي: “کله چې یو ماشوم د واکسین په واسطه له خطرناکو ناروغیو څخه خوندي کېږي، داسې احساس کوم چې خپلې ټولنې ته مې خدمت کړی دی.”
د هغې پیغام والدینو ته روښانه دی: “راځئ پر اوازو د باور کولو پر ځای د خپلو ماشومانو د ښې روغتیا لپاره سم تصمیم ونیسو.”
فوزیه: د ټولنې غږ
فوزیه فرحت، یوه ۴۲ کلنه ټولنیزه فعاله، هم د نظرونو په بدلون کې مرسته کوي.
هغه په صبر او پر له پسې کار سره د پوهاوي په سیمه ییزو ناستو کې ګډون کوي او والدین پوهوي چې د پولیو واکسین نه یوازې د هغوی له ارزښتونو سره په ټکر کې نه دی، بلکې د راتلونکي نسل د روغتیا لپاره یوه اغېزناکه لاره ده.
هغه وايي: “ډېرې کورنۍ د دودیزو باورونو یا وېرې له کبله له واکسین څخه ډډه کوي، خو کله چې له هغوی سره له نژدې خبرې کوي او واقعي مثالونه ورته وړاندې کوو، نو نظر یې بدلېږي.”
فوزیه له نورو ټولنیزو او مذهبي فعالانو هم غواړي چې د واکسیناسیون په اړه د عامه پوهاوي او باور لوړولو لپاره له یو او بل سره همکاري وکړي.
د هیلو ډک پیغام
د نازي، شمیلا، او فوزیې کیسه ښيي چې څنګه پوهاوی او شخصي تجربې اوازې ردولای او ذهنیتونه بدلولای شي.
د دغو ښځو په هڅو سره، په خانآباد کې ډېرې کورنۍ اوس خپل ماشومان واکسینوي او له دې لارې د هغوی لپاره یو روښانه راتلونکی جوړوي.
د دغو ټولو ښځو مشترک پیغام ټولنې ته ساده خو قوي دی: “راځئ اجازه نه ورکوو چې زموږ ماشومان د اوازو قرباني شي، واکسیناسیون د یو روښانه راتلونکي کیلي ده.”
رقیبه حمیدی، له پولیو خلاص افغانستان