• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

هیله بخښونکی اتل؛ «الهام» د روغتیا ساتنې له لارې د پولیو او نورو ناروغیو مخه نیسي

Homepage د ساحې کیسې هیله بخښونکی اتل؛ «الهام» د روغتیا ساتنې له لارې د پولیو او نورو ناروغیو مخه نیسي

هیله بخښونکی اتل؛ «الهام» د روغتیا ساتنې له لارې د پولیو او نورو ناروغیو مخه نیسي

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 11, 2024
د ساحې کیسې

پکتیکا، افغانستان (۲۰ تله ۱۴۰۳) – د یوې لمرینې ورځې په نیمايي کې جمال الدین الهام د پکتیکا ولایت د ښرنې ښار په یوه لېرې کلي کې په لسګونو کلیوال راټول کړي او هغوی ته د انځوریزو معلوماتي پاڼو په مرسته پوهاوی ورکوي.

که څه هم د کلیوالو په څېرو کې د ورځنیو کارونو ستړیا له ورایه ښکاري خو د الهام خبرو ته په خورا دقت غوږ دي. هغه په نرم خو ځواکمن غږ د لاسونو مینځلو، پاکو اوبو څښلو، د کور او چاپېریال پاک ساتلو پر اهمیت ټینګار کوي.

د ده هدف ساده خو ارزښتناک دی: «د روغتیا ساتنې/ حفظ الصحې په مراعاتولو سره ټولنه له پولیو او نورو ساري ناروغیو څخه خوندي کول.»

 

د یوې لمرینې ورځې په نیمايي کې جمال الدین الهام د پکتیکا ولایت د ښرنې ښار په یوه لېرې کلي کې په لسګونو کلیوال راټول کړي او هغوی ته د انځوریزو معلوماتي پاڼو په مرسته پوهاوی ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

ژوند بدلونکی مبلغ

جمال‌الدین الهام ۳۵ کلن تعلیم یافته ځوان دی چې د پکتیکا پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو له پوهنځي فارغ شوی دی.

د هغه کاري ژوند یوازې له مسلکي پلوه نه، بلکې له شخصي پلوه هم د نورو لپاره د بدلون الهام بخښونکې سرچینه ده.

نوموړی د CLTF په نوم له یوې موسسې سره د روغتیا په برخه کې کار کوي او د روغتیا ساتنې یا حفظ الصحې مبلغ دی.

هغه خپل کار او فعالیت یوازې پوهاوی نه، بلکې د ټولنې د ژوند د ښه والي یوه ژوره او پراخه هڅه بولي.

نوموړی چې کله د کلیوالو په منځ کې وي نو د یوه مهربان او مسلکي ښوونکي په څېر ښکاري، د هغه پېغامونه یوازې د اورېدو تر حده نه پاتې کېږي بلکې په عملي توګه خلک هڅوي چې په خپل ورځني ژوند کې پاکوالی مراعات کړي.

هغه تل خلکو ته وايي: « پاکوالی د روغتیا بنسټ دی چې د ساري ناروغیو مخنیوی کوي، د ژوند کیفیت لوړوي او د یو سالمې ټولنې په جوړولو کې حیاتي رول لري.»

 

هغه تل خلکو ته وايي: « پاکوالی د روغتیا بنسټ دی چې د ساري ناروغیو مخنیوی کوي، د ژوند کیفیت لوړوي او د یو سالمې ټولنې په جوړولو کې حیاتي رول لري.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

د پکتیکا په کلیو کې د حفظ‌الصحې انځور

په هغو سیمو کې چې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی په کې کم دی، حفظ‌الصحې ته پاملرنه د جمال‌الدین په څېر خلکو هڅه او هاند غواړي.

د ښرنې په شاوخوا کلیو کې د کورونو ساده جوړښتونه چې ډېر یې په خټو او تیږو ودان شوي، د خلکو د سخت ژوند ښکارندويي کوي.

دلته ماشومان په سپېرو ډاګونو کې لوبې کوي، اوبو ته لاسرسی کم دی او مناسب تشنابونه نشته چې دغه موارد د روغتیاساتنې یا حفظ الصحې د بنسټیزو اصولو پر وړاندې لوی خنډ دی.

خو جمال الدین دغو ستونزو ته د فرصت په سترګه ګوري او کلیوالو ته په ساده ټکو د پاکوالي اهمیت بیانوي: «کله چې تاسې له خوراک مخکې او د اړتیا له رفع کولو وروسته خپل لاسونه په اوبو او صابون ومینځئ نو له پولیو او ګڼو نورو خطرناکو ناروغیو څخه به خوندي شئ.»

د هغه دا او نورې خبرې په کلیوالو کې د نوي فکر تخمونه شیندي.

 

د خلکو پر ژوند د الهام د هڅو اغېز

۳۸ کلن عبدالباري چې په یوسف خېلو ولسوالۍ کې په یوه ساده کور کې ژوند کوي، د الهام له هڅو مننه کوي او وايي: «له هغه راهیسې چې جمال‌الدین موږ ته د حفظ‌الصحې اصول وښودل، زموږ کورنۍ د پاکۍ د اصولو پابنده شوې ده، زموږ ماشومان اوس ډېر کم ناروغه کېږي، او موږ احساسوو چې ژوند مو په رښتیا ښه شوی دی.»

د جمال الدین کار یوازې معلومات او پوهاوی ورکول نه دي، بلکې هغه په عملي ډول د کلیوالو ورځنی ژوند بدل کړی دی.

عبدالباري زیاتوي: «اوس یې د کورنۍ غړي په منظم ډول لاسونه مینځي، پاکې اوبه څښي، کور او چاپېریال پاک ساتي چې دا ټول د جمال الدین د لارښوونو او هڅو له برکته دي.»

 

۳۸ کلن عبدالباري چې په یوسف خېلو ولسوالۍ کې په یوه ساده کور کې ژوند کوي، د الهام له هڅو مننه کوي او وايي: «له هغه راهیسې چې جمال‌الدین موږ ته د حفظ‌الصحې اصول وښودل، زموږ کورنۍ د پاکۍ د اصولو پابنده شوې ده، زموږ ماشومان اوس ډېر کم ناروغه کېږي، او موږ احساسوو چې ژوند مو په رښتیا ښه شوی دی.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

د ډاکټرانو مشوره: وقایه او پاکي، د ناروغیو پر وړاندې دوه قوي ډالونه

په ښرنه کې د یوه خصوصي روغتون د ماشومانو معالج ډاکټر عید محمد غفارزی د جمال‌الدین الهام هڅې او د حفظ‌الصحې مثبت اغېز تأییدوي او وایي: “که څه هم واکسین د پولیو د مخنیوي تر ټولو قوي وسیله ده، خو د حفظ‌الصحې رعایت کول هم کولای شي د دې او ګڼو نورو ساري ناروغیو مخنیوی وکړي.»

نوموړی په دغه ولایت او په ځانګړي ډول په لرې سیمو کې د واکسین پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرداری ورکوي او زیاتوي: «ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د پولیو او د ماشومتوب دورې نور واکسینونه نه ورکوي، دا لویه اشتباه ده، خو که هغوی خپل چاپیریال پاک وساتي، د لاسونو مینځلو، پاکو اوبو څښلو او تشنابونو کارولو اصول مراعات کړي، نو د ګڼو ناروغیو د خپرېدو مخه نیول کېدای شي.»

 

په ښرنه کې د یوه خصوصي روغتون د ماشومانو معالج ډاکټر عید محمد غفارزی د جمال‌الدین الهام هڅې او د حفظ‌الصحې مثبت اغېز تأییدوي او وایي: “که څه هم واکسین د پولیو د مخنیوي تر ټولو قوي وسیله ده، خو د حفظ‌الصحې رعایت کول هم کولای شي د دې او ګڼو نورو ساري ناروغیو مخنیوی وکړي.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

پایله

په دې کې شک نشته چې جمال‌الدین الهام د خپل کار او زیار له لارې په ټولنه کې ارزښتناک بدلون راولي او خلک د پولیو او نورو خطرناکو ساري ناروغیو مخنیوي ته هڅوي.

د نوموړي په څېر روغتیایي فعالان د هیلو هغه مشعلونه دي چې هېواد د یوې سالمې او روغې راتلونکې په لور سوقوي.

 

رحمت الله مرجانخېل، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
عزیزګل، د پولیو ویروس په وړاندې د ماشومانو ډال
بله موضوع
د ذهنیت بدلون، د ژوند بدلون؛ د پولیو په مخنیوي کې د سوشل موبلایزرانو هڅې

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,