• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له واکسینونو ور هاخوا؛ د کابل میندې د حفظ الصحې د ځواک په اړه خبرې کوي

Homepage د ساحې کیسې له واکسینونو ور هاخوا؛ د کابل میندې د حفظ الصحې د ځواک په اړه خبرې کوي

له واکسینونو ور هاخوا؛ د کابل میندې د حفظ الصحې د ځواک په اړه خبرې کوي

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 1, 2024
د ساحې کیسې

کابل، افغانستان (۱۰ تله ۱۴۰۳) – د کابل له ګڼې ګوڼې په ډکو کوڅو کې، د پلورونکو د غږونو او ماشومانو د خنداګانو په منځ کې د مریم، نجیبې او بهشتې په څېر میندې د یوه خاموش دښمن پر وړاندې په مبارزه بوختې دي؛ یوازې د پولیو ویروس پر وړاندې نه، بلکې د ټولو هغو ویروسونو او میکروبونو پر وړاندې چې د ماشومانو روغتیا ګواښي.

په داسې حال کې چې واکسینونه د پولیو په څېر له خطرناکو ناروغیو څخه د ماشومانو د خوندیتوب اساس جوړوي، دا میندې په دې باور دي چې د واکسینونو تر څنګ د حفظ‌الصحې مراعتول هم خورا مهم دي.

 

یوازې واکسينونه کافي نه دي

د خیرخانې سیمې اوسېدونکې مریم د دوو ماشومانو مور ده چې خپل ماشوم یې په غېږ کې نیولی او په پیاوړي غږ خبرې کوي.

هغې هیڅکله د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې ناغېړي نه ده کړې بلکې هغوی یې د هر کمپاین پر مهال په منظم ډول واکسین کړي دي.

خو دا وايي چې یوازې په واکسین بسنه نه کوي بلکې حفظ الصحې ته ډېره پاملرنه کوي څو له لویه سره د ویروسونو او میکروبونو د انتقال او خپرېدو مخنیوی وشي.

مریم زیاته کړه: «د ماشومانو روغتیا زما لپاره تر ټولو مهمه ده، زه باور لرم چې یوازې واکسین کول بسنه نه کوي بلکې حفظ الصحه هم مهمه ده، څو ماشومان د پولیو ویروس او نورو میکروبونو له خطره خوندي پاتې شي.»

د دې په خبره، دا تل خپل ماشومان اړ باسي چې له خوراک مخکې او د اړتیا له رفع کولو وروسته خپل لاسونه په اوبو او صابون ومینځي، دا یو عادت دی چې دې هغوی ته ور زده کړی او هڅه کوي چې هغوی یې تل مراعات کړي.

دا وايي، سربېره پر دې دا لومړی اوبه جوشوي او له سړولو وروسته یې د څښاک لپاره کاروي، ځکه که اوبه ناپاکې وي نو د پولیو په ګډون د ډېرو ناروغیو لامل کېدای شي.

د قصبې سیمې اوسېدونکې او د دریو ماشومانو مور نجیبه یوه بله مور ده چې د واکسینونو تر څنګ د حفظ الصحې پر مراعاتولو ټینګار کوي.

دا وايي، پاکي او حفظ الصحه یې د خپلې کورنۍ معمول برخه ګرځولې ده او ځانګړی پام ورته کوي.

هغې په خندا سره وویل: «له خوراک مخکې او د ضرورت له رفع کولو وروسته په اوبو او صابون د لاسونو پرېولل مو په خپل کور کې د یوه نه ماتېدونکي قانون په څېر ګرځولي دي، ما خپلو ماشومانو ته ور زده کړي چې څنګه له چټلیو ځانونه وساتي، خپل بدن او جامې پاکې وساتي، زه باور لرم چې دغو عادتونو زما ماشومان له ناروغیو خوندي کړي دي.»

د نورو میندو په څېر، د احمد شاه بابا مېنې اوسېدونکې بهشته هم ټینګار کوي چې د ماشومانو د روغتیا او له پولیو ناروغۍ څخه د خوندیتوب لپاره واکسین او حفظ الصحه دواړه لازم دي.

هغې وویل: «موږ پاکوالی یو عادت ګرځولی دی، زه غواړم نورې میندې هم دا درک کړي چې که غواړي خپل ماشومان له پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو څخه خوندي وساتي نو د واکسینونو تر څنګ دې د هغوی پاکوالي ته جدي پام وکړي.»

 

مریم وايي: «د ماشومانو روغتیا زما لپاره تر ټولو مهمه ده، زه باور لرم چې یوازې واکسین کول بسنه نه کوي بلکې حفظ الصحه هم مهمه ده، څو ماشومان د پولیو ویروس او نورو میکروبونو له خطره خوندي پاتې شي.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

حفظ‌الصحه د واکسینونو تکمیلي برخه ده

روغتیايي کارپوهان هم په دې باور دي چې حفظ الصحه او پاکوالی د ماشومانو د روغتیا په ساتلو کې مهم رول لري.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سید فرید شاه رفیعي وايي، د پاکوالي او حفظ الصحې معنا دا ده چې چاپېریال د ناروغیو له لاملونو (ویروسونو، میکروبونو او باکټریاوو) څخه خوندي شي، د لاسونو مینځل، د بدن، جامو او کور پاک ساتل، د پاکو اوبو څښل، د صحي خوړو کارول او نور هغه تدابیر دي چې د ناروغیو په مخنیوي کې لویه ونډه لري.

هغه زیاتوي: «د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ویروس د ککړو اوبو یا خوړو له لارې انتقالېږي چې د مخنیوي لپاره یې واکسین اړین دی خو تر څنګ یې حفظ الصحه هم مهمه ده څو د ناروغیو د انتقال او خپرېدو مخه ونیول شي.»

 

د اقدام لپاره یو پراخ غږ

د کابل د میندو تجربې او هڅې موږ متوجه کوي چې له پولیو او نورو ناروغیو څخه د ماشومانو د خوندیتوب مبارزه یوازې تر واکسینولو محدوده نه ده بلکې په ټولنه کې د پاکوالي او حفظ الصحې یوه فرهنګ جوړولو ته هم اړتیا ده.

مریم، نجیبه او بهشته د هغو میندو له ډلې دي چې د دغه پېغام په عملي کولو په ټولنه کې پاکوالی او حفظ الصحه ترویجوي او څرګندوي چې د هرې ورځې ساده عادتونه د ماشومانو د ژوند ژغورلو حیاتي وسیله ده.

هغوی یو روښانه پېغام وړاندې کوي چې واکسینونه او حفظ الصحه باید لاس په لاس یو ځای عملي شي، څو د ویروسونو، میکروبونو او باکټریاوو د خپرېدو لاره بنده شي او ماشومان د روغتیا په لور سوق شي.

دا یوه ساده خو اغېزناکه تګلاره ده، چې که په پراخه کچه عملي شي نو د هېواد د ماشومانو لپاره به یو ښه او روغ راتلونکی تضمین کړي.

 

هوسۍ احمدزۍ، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د صاحبه عمري بې دریغه هڅې
بله موضوع
پري ګل ابراهیمي: د هرات په ګذره کې د ماشومانو خوندي کوونکې

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,