درې لسزې مخکې د پولیو واکسین عبدالرحیم څنګه له ګوزڼ څخه وژغوره؟

مرضیه فروتن
هرات، افغانستان (۲۴ وږی ۱۴۰۳) – عبدالرحیم، چې ۳۷ کاله عمر لري او اوسمهال په هرات ښار کې د خلکو بارونه او مالونه لېږدوي، په ماشومتبو کې تر پنځه کلنۍ پورې په پرلهپسې ډول د پولیو واکسین ترلاسه کړی دی.
هغه مهال په هرات کې د اوس په څېر د پولیو واکسین کمپاین نه کېده، خو د هغه والدینو دی د واکسینولو لپاره روغتون ته بېوه.
عبدالرحیم وايي، خوشحاله دی چې پلار او مور یې په ماشومتوب کې د ده د روغتیا اړوند خپل مسوولیت ادا کړی او دی یې واکسین کړی دی.
هغه وویل: «د خدای ج شکر ادا کوم چې پلار او او مور مې په کوچنیوالي کې واکسین کړی یم، که یې نه وای واکسین کړی نو ښايي زما تره د زوی او زما د یوه ملګري په څېر زه هم د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او فلج شوی وای.»
دی چې شپږ اولادونه لري، زیاتوي: «که خدای مه کړه په پولیو اخته شوی وای، نو ښايي د اوس په څېر مې مېرمن او اولادونه هم نه لرلای، ځکه زموږ په ټولنه کې خلک معلول کس ته خپله لور او خور نه ورکوي.»
عبدالرحیم د خپل تره زوی او ملګري په اړه وویل: «زما یو د تره زوی او یو ملګری چې دواړه مې همزولي دي، په ماشومتوب کې د نه واکسینېدو له امله د پولیو په ناروغۍ اخته شوي او له تېرو شاوخوا دریو لسیزو راهیسې فلج دي.»
نوموړی وايي، هغوی د پولیو ناروغۍ له امله د ور پېښ معلولیت په سبب کار نه شي کولای او ډېر وخت په کور کې تېروي، خو دی چې د پولیو واکسین له ګوزڼ څخه ژغورلی، روغ او په خپل کار بوخت دی.
عبدالرحیم پر والدینو غږ کوي چې د اولادونو روغتیا او سالم راتلونکی یې مسوولیت دی، په کار ده خپلو اولادونو ته په ماشومتوب کې ټول واکسینونه ورکړي څو د پولیو په ګډون له ډېرو ساري او ویروسي ناروغیو وژغورل شي.
عبدالرحیم، چې ۳۷ کاله عمر لري او اوسمهال په هرات ښار کې د خلکو بارونه او مالونه لېږدوي، په ماشومتبو کې تر پنځه کلنۍ پورې په پرلهپسې ډول د پولیو واکسین ترلاسه کړی دی © له پولیو څخه خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن
د پولیو واکسین مخینه
د پولیو واکسین په ۱۹۵۵ کال کې جوړ شو چې په نړۍ کې یې د دې ناروغۍ په مهارولو کې لوی بدلون راوست، خو افغانستان او پاکستان لا هم له دغه ویروس سره مبارزه کوي.
که دغه ویروس په افغانستان او پاکستان کې مهار نه شي، امکان شته چې نورو هېوادونو ته هم انتقال شي.
په لومړیو کلونو کې، د پولیو واکسین په افغانستان کې یوازې په څو محدودو روغتیایي مرکزونو کې چې د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمن وو، د لاسرسي وړ و خو په کلیو او بانډو ډېر ماشومان له دې واکسینه محروم وو.
شاوخوا ۳۰ کاله مخکې د هرات په ګډون په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاینونه پیل شول چې طبعاً په ځینو مواردو کې له ننګونو او خنډونو سره مخ وو.
په وروستیو کلونو کې، په ټول هېواد کې د واکسیناسیون ساحه پراخه شوې او تر ۹۰ سلنې زیات افغان ماشومان د دغو کمپاینونو تر پوښښ لاندې راغلي دي.
خو هغه ماشومان چې له دغو کمپاینونو پاتې کېږي، په روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې واکسین کېږي.
د ژوند خوندیتوب
په هر کمپاین کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي د ماشومانو ژوند ژغوري او هغوی له دایمي فلج کېدو څخه ساتي.
ډاکټر سیف الرحمن کریمي، چې په هرات کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص دی، وايي: “هغه ماشومان چې په دوامدار او منظم ډول د پولیو واکسین ترلاسه کوي، هېڅکله په دې ناروغي نه اخته کېږي.”
هغه زیاتوي: “د پولیو ویروس ډېر خطرناک او حتی وژونکی دی، پولیو هېڅ درملنه نه لري او د ماشومانو ژوند د تل لپاره تر اغېزې لاندې راولي، د ماشومانو د فلج کېدو د مخنیوي او د هغوی د راتلونکي د تضمین لپاره، کورنۍ مکلفې دي چې خپل له پنځه کلونو د کم عمر ماشومان په پر له پسې ډول واکسین کړي.”
کریمي زیاتوي، اوسنیو امکاناتو او فرصتونو ته په کتو هېڅ ماشوم باید له واکسینونو څخه محروم نه شي.
سږ کال د هرات په ګاونډیو دوو ولایتونو هلمند او کندهار د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې چې د دغه ولایت خلک یې اندېښمن کړي دي.
له همدې امله، په هرات کې د پولیو واکسیناسیون کمپاینونه لا پسې ګړندي شوي او په خطرناکو سیمو کې ټول ماشومان په منظم ډول واکسین کېږي.