• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

په هرات کې د پوهاوي ډېرولو او واکسین ته د کورنیو د هڅولو کوښښونه

Homepage د ساحې کیسې په هرات کې د پوهاوي ډېرولو او واکسین ته د کورنیو د هڅولو کوښښونه

په هرات کې د پوهاوي ډېرولو او واکسین ته د کورنیو د هڅولو کوښښونه

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 9, 2024
د ساحې کیسې

مرضیه فروتن

هرات، افغانستان (۱۹ وږی ۱۴۰۳) – په هرات کې د پولیو د مخ په زیاتېدونکي ګواښ سره، د روغتیايي ټیمونو او مبلغینو له خوا د پوهاوي او هڅونې پروګرامونو د پولیو واکسین په اړه د خلکو منفي چلند په څرګند ډول بدل کړی دی.

روغتیایی ټیمونه په منظم ډول کلیو او لیرې سیمو ته سفر کوي څو خلکو ته د پولیو واکسین د ګټو په اړه پوهاوی ورکړي.

د دغه ولایت په شينډنډ په ولسوالۍ کې ٣٧ کلن محمد اکبر چې د پولیو واکسین په کمپاین کې د مبلغ/ سوشل موبلایزر په توګه دنده ترسره کوي، يو له هغو کسانو څخه دى چې کورنيو ته د پوليو ناروغۍ د زيانونو او واکسين د ګټو په اړه پوهاوی ورکوي.

هغه وويل: “يو شمېر کورنۍ لا هم د بې سوادۍ او د پوهاوي د نشتوالي له امله خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسین له ورکولو ډډه کوي، خو موږ په هر کمپاين کې له ميندو او پلرونو سره خبرې کوو او هڅه کوو هغوی قانع کړو څو خپل ماشومان واکسين کړي.”

نوموړی زیاته کړه: “ځینې داسې کورنۍ شته چې خپل ماشومان نه واکسینوي، موږ څو ځله له ديني عالمانو او ځايي مشرانو سره خبرې کړې دي څو د دوی له لارې هغوی ته قناعت ورکړو خو دا کورنۍ د واکسين کولو سختې مخالف دي.”

هغه زياته کړه، پخوا ډېرو کورنيو ورته دريځ درلود، خو د روغتيايي ټيمونو او مبلغينو پرله پسې هلې ځلې د دې لامل شوې، چې ډېرې کورنۍ دې ته راضي کړي څو خپل ماشومان په هر کمپاين کې واکسين کړي.

 

په هرات کې د پولیو د مخ په زیاتېدونکي ګواښ سره، د روغتیايي ټیمونو او مبلغینو له خوا د پوهاوي او هڅونې پروګرامونو د پولیو واکسین په اړه د خلکو منفي چلند په څرګند ډول بدل کړی دی © له پولیو څخه خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د پوهې ټیټه کچه او ناسم باورونه اصلي خنډونه دي

د هرات روغتیايي چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې یې د پولیو واکسین لپاره د کورنیو د هڅولو په موخه د پوهاوي پروګرامونه ډېر کړي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر غلام محمد حنفي وویل، «د روغتیايي ټیمونو ترڅنګ، دیني عالمان، د سیمې مشران، ښوونکي او د سیمه ییزو شوراګانو وکیلان هم خلکو ته د پولیو واکسین د ګټو او د پولیو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکوي.»

هغه وویل، د واکسین له هر کمپاین وروسته د عامه پوهاوي چارې ارزول کېږي، په دغه لړ کې د اګست په میاشت کې شوې سروې ښیي چې د هرات په ولسوالیو کې نږدې ۵۰ سلنه خلک د پولیو واکسین پروګرام په اړه کافي پوهاوی لري.

هغه زياته کړه: “ځينې خلک د پوليو واکسين په اړه کم معلومات لري او ځينې کافي معلومات نه لري، زموږ موخه دا ده چې د دغو خلکو د پوهاوي کچه هم لوړه کړو.”

په شینډنډ ولسوالۍ او ورته نورو لوړ خطر لرونکو سیمو کې ځانګړي روغتیایی ټیمونه فعال دي، دغلته په هر کمپاین کې د واکسیناتورانو تر څنګ شاوخوا ۴۰ روغتیايي کارکوونکي کورنیو ته د پولیو واکسین د ګټو او د پولیو ناروغۍ د خطرونو په اړه معلومات ورکوي.

 

د هرات یو شمېر اوسیدونکي له حکومت او روغتیايي چارواکو څخه غواړي چې له پنځو کلونو د کم ماشومانو ته دې د پولیو واکسین لازمي کړي © له پولیو څخه خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د انکار پای ته رسېدو غوښتنه

د هرات یو شمېر اوسیدونکي له حکومت او روغتیايي چارواکو څخه غواړي چې له پنځو کلونو د کم ماشومانو ته دې د پولیو واکسین لازمي کړي.

د هرات اوسېدونکی ٢٩ کلن رامين احمدي وايي: “هغه پلرونه چې د خپلو ماشومانو له واکسينولو ډډه کوي، بايد له بېلابېلو لارو قانع شي، هغوی د خپلو ماشومانو تر څنګ د نورو ماشومانو ژوند هم په خطر کې اچوي.”

هغه د خپلو خبرو په ​​دوام وويل: “له پوليو له واکسين څخه انکار هيڅ منطقي توجیه نه لري، ماشومان بايد د مور او پلار د بې پروايي قرباني نه شي، که واکسين لازمي شي، هيڅوک به جرئت و نه کړي چې د خپلو ماشومانو له واکسينولو څخه ډډه وکړي.”

یو شمېر کورنۍ په داسې حال کې د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کوي چې سږ کال د پولیو پېښې زیاتې شوې دي.

ډاکټران ټینګار کوي چې دا یو جدي خطر دی او ټول ماشومان چې عمرونه یې د پنځو کلونو څخه کم وي باید واکسین شي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو مخنیوي لارې چارې؛ د واکسین تر څنګ نور اقدامات
بله موضوع
د هغې کورنۍ کیسه چې څلور ماشومان یې د پولیو په ناروغۍ اخته شوي

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,