له پولیو سره په مبارزه کې د دیني عالمانو فعاله ونډه
عبدالصبور سیرت
فاریاب، افغانستان (۱۱ وږی ۱۴۰۳) – د فاریاب ولایت یو شمېر دیني عالمان وایي، چې دوی د پولیو واکسین په هر کمپاین کې په رضاکارانه توګه ونډه اخلي او خلک پوهوي څو خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه واکسین کړي.
ښایي په ډېرو سیمو کې د واکسین په اړه ناسم معلومات خپاره شي، لکه دا چې واکسین زیان لري، خو دیني عالمان د دغو ناسمو مفاهیمو پر وړاندې مبارزه کوي او خلکو ته د واکسین د اړتیا په اړه روښانه او علمي دلایل وړاندې کوي.
فاریاب کې دیني عالمان واکسین د اسلامي اصولو سره سم ګڼي او د واکسین د شرعي جواز په اړه فتواګانې ورکوي، دا فتواګانې د پولیو ضد مبارزې برخه کې مهم رول لوبوي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د واکسین تطبیق یو شرعي او انساني مسئولیت دی.
نن د فاریاب ولایت میمنې ښار ګڼ شمېر دیني عالمان او د جوماتونو خطیبان سره راټول شوي، څو د پولیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې له ګډون وروسته د دغې ناروغۍ له زیانونو خلک خبر کړي.
د میمنې ښار اوومې ناحیې حضرت بلال جومات خطیب مولوي عبدالرووف حقاني یو له دغه دیني عالمانو دی چې د پولیو واکسین په هر کمپاین کې په رضاکارانه توګه ونډه اخلي او د منبر له لارې خلک پوهوي څو د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په موخه خپل ماشومان واکسین کړي.
فاریاب کې دیني عالمان واکسین د اسلامي اصولو سره سم ګڼي او د واکسین د شرعي جواز په اړه فتواګانې ورکوي، دا فتواګانې د پولیو ضد مبارزې برخه کې مهم رول لوبوي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د واکسین تطبیق یو شرعي او انساني مسئولیت دی © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت
حقاني وایي: «پولیو یوه بدمرغه ویروسي او ساري ناروغي ده چې له یوه انسان څخه بل انسان ته لېږدي، دیني عالمان تل هڅه کوي څو د منبر، جومات، راټولیدنو او مراسمو له لارې د ګوزڼ بدمرغې ناروغۍ څخه د خوندیتوب او د دغې ناروغۍ ضد واکسین د ګټو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.»
نوموړی هغه خلک ناپوه ګڼي چې خپل ماشومان نه واکسینوي او په دې اړه په ټولنه کې ناسم معلومات خپروي.
حقاني پولیو/ ګوزڼ یوه خطرناکه ناروغي بولي او له خلکو غواړي چې د واکسین په وسیله خپل ماشومان له دغې وژونکې او فلجکوونکې ناروغۍ څخه خوندي کړي.
د غیبالله حنیف په نوم یو بل دیني عالم بیا د پولیو واکسین د رضاکارانو هڅې ستایي او وایي، رضاکارانو تل هڅه کړې څو د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.
نوموړی وایي، چې دا یوازې د رضاکارانو نه بلکې د ټولو خلکو، په ځانګړي توګه د دیني عالمانو مسوولیت دی څو خلک د دغې مرګونې ناروغۍ له زیانونو خبر کړي.
مولوي حنیف له ټولو والدینو غوښتنه کوي چې له رضاکارانو سره مرسته وکړي څو وکولای شي تر هر ماشوم پورې ځان ورسوي او هغه واکسین کړي.
بل خوا د فاریاب ولایت د حج او اوقاف ریاست مسوولین هم د پولیو خطرناکې ناروغۍ په له منځه وړلو کې د دیني عالمانو ونډه مهمه ګڼي.
د فاریاب د حج او اوقاف ریاست د ارشاد امر خالمحمد وایي، د دغه ولایت دیني عالمان تل د پولیو واکسین په ملي کمپاین کې ونډه اخلي.
هغه زیاتوي، دیني عالمان ډېر وخت د منبر له لارې خلک پوهوي چې خپل ماشومان په پر له پسې ډول واکسین کړي څو له پولیو ناروغۍ څخه خوندي شي.
د فاریاب د عامې روغتیا ریاست د شمېرو له مخې د پولیو واکسین په هر پړاو کمپاین کې د دغه ولایت څه باندې ۴۰۰ زره ماشومان د رضاکارانو پر مټ واکسین کېږي.