• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له معلولیت سره ژوند؛ د ۴۴ کلن رحمت الله مجروح کیسه

Homepage د ساحې کیسې له معلولیت سره ژوند؛ د ۴۴ کلن رحمت الله مجروح کیسه

له معلولیت سره ژوند؛ د ۴۴ کلن رحمت الله مجروح کیسه

PolioFreeAfghanistan
اگست 25, 2024
د ساحې کیسې

رحمت الله مرجانخېل

غزني، افغانستان (۴ وږی ۱۴۰۳) – ۴۴ کلن رحمت الله چې په مجروح مشهور دی، د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د ګاومیشک کلي اوسېدونکی دی. دی په ماشومتوب کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او له هغه وخته یې پر خپلو پښو د ګرځېدو توان له لاسه ورکړی دی.

نوموړی که څه هم د پولیو ناروغۍ له امله د ور پېښ معلولیت په سبب په سختو شرایطو کې ژوند کوي، خو بیا هم د خپل کلي او غزني ښار تر منځ- چې شاوخوا ۶۰ کیلومتره واټن لري- ټکسي چلوي او هره ورځ سورلۍ وړي او راوړي.

مجروح د خپل سخت ژوند کیسه کوي او وایي: «څلویښت کاله پخوا چې په هېواد کې جګړه وه، د پولیو واکسین رضاکاران سیمې ته په ډاډه زړه نه شوای راتلای او یا هم ښايي واکسین بېخي نه و، له واکسین محروم شوی یم چې له امله یې د پولیو په ناروغۍ اخته شوم.»

نوموړی چې د همدې ناروغۍ له امله یې نیم بدن فلج دی، د واده څښتن او د شپږو اولادونو پلار دی. هغه په غمجن انداز وویل: «چا راته لور او خور نه راکوله، ویل یې چې معلول دی، ځان نه شي ساتلای نو میرمن به څنګه وساتي، خو د پلار په کوښښونو د واده څښتن شوم.»

 

۴۴ کلن رحمت الله چې په مجروح مشهور دی، د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د ګاومیشک کلي اوسېدونکی دی. دی په ماشومتوب کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او له هغه وخته یې پر خپلو پښو د ګرځېدو توان له لاسه ورکړی دی © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

مجروح زیاتوي: «زما دواړه پښې د پولیو ناروغۍ اغېزمنې کړي دي، اوس مې عمر ۴۴ کلونو ته رسېږي، خو له بده مرغه له معلولیت څخه ډېر کړېږم، کاش زه هم د نورو په شان روغ وای، څو کورنۍ او ټولنې ته مې په سم ډول خدمت کړی وای.»

مجروح چې له معلولیت سربېره یې یو اندازه زده کړې هم کړې وايي: «کشر ورور به مې سهار وختي په لاسي ریړۍ کې سپور کړم او درې کیلومتره لرې د سیمې ښوونځي ته یې بېولم، دا زموږ د کورنۍ لپاره سخته وه خو بیا مې هم تر اووم ټولګي پورې زده کړې وکړې.»

په همدغه بنسټ نوموړی څو کاله مخکې په خپل کلي کې د ماشومانو د زده کړې د یوه سیمه ییز ټولګي ښوونکی و.

ده وویل: «کله چې له استادۍ څخه لرې شوم، بیا مې ډرېورۍ ته مخه کړه، اوس نژدې لس کاله کېږي ټکسي موټر چلوم، په داسې حال کې چې پښې مې فلج دي، د موټر کلچ مې په داسې ډول جوړ کړی چې د پښې پر ځای یې د لاس په وسیله کاروم.»

مجروح خپل حالت ته په کتو د خلکو له چلند څخه خوښ دی او وايي، چې کله هم یوه یا دوې ورځې اډې/ د موټرو تمځای ته لاړ نه شي نو موټروانان او دوکاندران زنګ ورپسې وهي او پوښتنه یې کوي.

خو له دې هر څه سربېره نوموړی یو ډېر مهم کار هم کوي چې هغه په خلکو کې د پولیو ناروغۍ د خطرونو او پولیو واکسین د ګټو په اړه د پوهاوي خپرول دي.

 

مجروح زیاتوي: «زما دواړه پښې د پولیو ناروغۍ اغېزمنې کړي دي، اوس مې عمر ۴۴ کلونو ته رسېږي، خو له بده مرغه له معلولیت څخه ډېر کړېږم، کاش زه هم د نورو په شان روغ وای، څو کورنۍ او ټولنې ته مې په سم ډول خدمت کړی وای.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

دی وايي: «هر ځای چې له خلکو سره مخ کېږم نو د خپل ژوند کیسه ورته کوم او ورته وایم دا چې په ماشومتوب کې واکسین شوی نه یم نو د پولیو په ناروغۍ اخته او له امله یې معلول شوی یم، په دې ډول هغوی د پولیو ناروغۍ له زیانونو خبروم او ورته وایم چې خپل ماشومان هرو مرو واکسین کړي.»

مجروح په ټولو کورنیو غږ کوي چې خپلو اولادونو ته تر پنځه کلنۍ پورې په منظم ډول د پولیو واکسین ورکړي څو له دغې تباه کوونکې ناروغۍ وژغورل شي او د ده په څېر معلول نه شي.

د مجروح مشر ورور محمد صدیق وایي: «که زما ورور معلول نه وای، ډاډه یم چې د درس په لوستلو به یو ځای ته رسېدلی وای او خپل هېواد ته به د خدمت جوګه وای، خو له بده مرغه چې پولیو ناروغۍ یې ارمانونه له خاورو سره خاورې کړل.

 

مجروح وايي: «هر ځای چې له خلکو سره مخ کېږم نو د خپل ژوند کیسه ورته کوم او ورته وایم دا چې په ماشومتوب کې واکسین شوی نه یم نو د پولیو په ناروغۍ اخته او له امله یې معلول شوی یم، په دې ډول هغوی د پولیو ناروغۍ له زیانونو خبروم او ورته وایم چې خپل ماشومان هرو مرو واکسین کړي.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

دیني عالمان هم ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول اړین بولي. په دغه تړاو یو دیني عالم مولوي ظهور احمد وایي: «په داسې حال کې چې پوهېږو، پولیو یوه وژونکې او فلجوونکې ناروغي ده چې درملنه نه لري خو د واکسین په تطبیق یې مخینوی کېدای شي،خو که بیا هم څوک په دې برخه کې ناغېړي کوي، دا په دې معنا ده چې خپل اولادونه د هلاکت کندې ته غورځوي.»

هغه وايي، واکسیناسیون یا واکسین کول خوندي او حلال دی، دا د ټولنې د هر وګړي وجیبه ده چې خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه په پرله پسې ډول واکسین کړي.

په افغانستان کې د رحمت الله په څېر په زرګونو کسان دي چې په ماشومتوب کې د پولیو واکسین نه دی ورکړل شوی او نن له معلولیت څخه کړېږي.

مخکینۍ موضوع
فاطمه: هغه پیاوړې ښځه چې د پولیو اغیزې یې په ځواک بدلې کړې
بله موضوع
له پولیو سره په مبارزه کې د دیني عالمانو فعاله ونډه

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,