• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

“افغانستان باید د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د پولیو له ویروسه پاک شي”

Homepage د ساحې کیسې "افغانستان باید د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د پولیو له ویروسه پاک شي"

“افغانستان باید د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د پولیو له ویروسه پاک شي”

PolioFreeAfghanistan
مې 20, 2024
د ساحې کیسې

مرضیه فروتن

بادغیس، افغانستان (۳۱ غویی ۱۴۰۳) – ۳۴ کلن محمد نعیم چې د واکسین بکس یې پر اوږه دی، د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د یوه کور دروازه ټکوي او د کورنۍ له مشرانو غواړي چې خپل ماشومان د واکسین لپاره دباندې را وباسي.

څلور کاله کېږي چې هغه د واکسیناتور په توګه په قلعه نو ښار کې دنده مخ ته وړي.

دغه واکسیناتور د پولیو واکسین په هر کمپاین کې دنده لري چې د قلعه نو په درېیمه ناحیه کې کور په کور وګرځي او له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسین کړي.

د محمد نعیم په وینا، که له څه هم له تېرو دریو کلونو راهیسې په بادغیس کې د پولیو مثبته پېښه نه ده لیدل شوې اما د ده هڅه دا ده چې د پولیو ویروس د بیا خپرېدو مخنیوی وشي.

هغه چې په ښوونه او روزنه کې یې د لیسانس تر کچې زده کړې کړې، په افغانستان کې د پولیو ویروس له منځه وړل خپله لویه هیله ګڼي.

هغه وايي: «افغان ماشومان باید نور د پولیو ناروغۍ قرباني نه شي، افغانستان باید د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر له پولیو ویروس څخه پاک شي.»

هغه چې د یوه ماشوم پلار هم دی زیاتوي، هڅه کوي د هغه د مسوولیت په ساحه کې یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې نه شي او تل خپلو نورو همکارانو ته هم وايي چې په دې برخه کې جدي و اوسي او کوښښ وکړي چې ټول ماشومان واکسین شي.

 

۳۴ کلن محمد نعیم چې د واکسین بکس یې پر اوږه دی، د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د یوه کور دروازه ټکوي او د کورنۍ له مشرانو غواړي چې خپل ماشومان د واکسین لپاره دباندې را وباسي©  له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د پولیو د دایمي له منځه وړلو هڅې

د محمد نعیم په وینا، د واکسیناتورانو د هڅو په پایله کې له تېرو دریو کلونو راهیسې په بادغیس ولایت کې د پولیو مثبت پېښه نه ده رامنځ ته شوې.

بادغیس د افغانستان په غرب کې له زیان منونکو ولایتونو دی چې شاوخوا څلور کاله مخکې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د پولیو دوې پېښې ثبت شوې وې.

خو له تېرو دریو کلونو راهیسې دغلته د امنیت له ټینګښت سره د پولیو واکسین کمپاین د پوښښ ساحه پراخه شوې چې له امله یې د پولیو پېښې مهار شوې دي.

محمد نعیم وویل، په تېرو دریو کلونو کې په دغه ولایت کې د پولیو مثبې پېښې نه ثبتېدل د ده او ټولو واکسیناتورانو لپاره لویه لاسته راوړنه ده.

هغه زیاته کړه: «د پولیو ویروس مهارول د واکسیناتورانو او نورو روغتیايي کارکوونکو د هڅو او زحمتونو نتیجه ده.»

د دغه واکسیناتور په باور، تر اوسه هم په بادغیس کې د پولیو ویروس ګواښ شته، باید اجازه ور نه کړل شي چې ماشومان د دغه وژونکي ویروس په دام کې ونښلي.

 

محمد نعیم یوې ماشومې ته د پولیو واکسین ورکوي ©  له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د کورنیو کلیدي رول

د محمد نعیم په خبره، په بادغیس کې د ماشومانو واکسینولو په برخه کې د کورنیو لېوالتیا او همکاري د پولیو ویروس د مهارولو اصلي لامل دی.

هغه وويل، د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د ده د څلور کلن ماموريت په لړ کې دا د کورنيو همکاري وه چې د قلعه نو ښار په درېيمه ناحيه کې هېڅ ماشوم له واکسين څخه نه دی پاتې شوی.

دی وايي: «که څه هم په بادغیس کې د ماشومانو واکسینولو ته د خلکو لېوالتیا ډېره ده خو بیا هم له کورنیو غوښتنه کوم چې د خپلو ماشومانو واکسینولو په برخه کې جدي و اوسي او پرېنږدي چې له واکسین څخه محروم شي.»

محمد نعیم زیاته کړه، آن که یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې شي نو د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ کېږي چې دغه ماشوم بیا نور ماشومان هم له ګواښ سره مخ کولای شي.

د ده په باور، که واکسیناتوران او کورنۍ په ګډه له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو د واکسینولو په پرخه کې خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي نو په افغانستان کې به د پولیو ویروس ژر له منځه لاړ شي.

 

له دایمي ګوزڼ څخه د ماشومانو ژغورل

د بادغیس د مرکز قلعه نور ښار اوسېدونکی ۲۷ کلن ادریس عمري چې د دوو ماشومانو پلار هم دی. خوشحاله دی چې په دغه ولایت کې د پولیو ویروس مهار شوی دی.

د هغه په خبره، د واکسیناتورانو او روغتیايي ډلو د هڅو په پایله کې له تېرو دریو کلونو راهیسې په بادغیس کې هیڅ ماشوم د پولیو په ناروغي نه دی اخته شوی.

هغه زیاته کړه: «د پولیو واکسین دوامدار کمپاین زموږ د ماشومانو د خوندیتوب لامل شوی دی، ډېر خوشحاله یم چې په هر کمپاین کې واکسیناتوران زما د کور تر دروازې راځي او ماشومان مې واکسینوي.»

د عمري په باور، کور په کور د واکسین کمپاین د خلکو لپاره لویه اسانتیا ده.

هغه وویل: «له خلکو مې غوښتنه دا ده چې له واکسیناتوارانو سره د ماشومانو د واکسینولو په برخه کې همکاري وکړي.»

روغتیايي چارواکي هم وايي چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د بادغیس په ګډون په لوېدیځ زون کې د پولیو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او نه هم د پولیو ویروس مثبته چاپېریالي نمونه لیدل شوې ده.

مخکینۍ موضوع
د پولیو واکسین دوه څاڅکي؛ اوس یې ډېر خلک په ارزښت پوه شوي دي
بله موضوع
د شبنم یوسفزۍ هیله؛ له افغانستان څخه د پولیو ویروس له منځه وړل

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,