• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو واکسین رضاکارانې: د پولیو ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره مبارزه کوو

Homepage د ساحې کیسې د پولیو واکسین رضاکارانې: د پولیو ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره مبارزه کوو

د پولیو واکسین رضاکارانې: د پولیو ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره مبارزه کوو

PolioFreeAfghanistan
مارچ 10, 2024
د ساحې کیسې

مرضیه فروتن

 هرات، افغانستان (۲۰ کب ۱۴۰۲) – په هرات کې د پوليو واکسين ښځينه رضاکارانې وايي، د پوليو/ ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره ميدان ته راوتلې او تر هغه خپلو هڅو ته دوام ورکوي څو د پولیو خطرناک ویروس په بشپړه توګه له هېواد څخه ورک شوی نه وي.

له دغو رضاکارانو څخه یوه هم شبنم خیري ده، چې له یوه کال راهیسې د پولیو له منځه وړلو په پروګرام کې د واکسیناتورې په توګه کار کوي.

شاوخوا ۲۰ کلنه شبنم خیري، چې د پولیو واکسین صندوق یې اوږې ته اچولی، په سړه باراني هوا کې د کورونو دروازې ټکوي او له کورنیو څخه غواړي چې خپل ماشومان د واکسین لپاره دباندې را وباسي.

 

شبنم خیري، چې د پولیو واکسین صندوق یې اوږې ته اچولی، په سړه باراني هوا کې د کورونو دروازې ټکوي او له کورنیو څخه غواړي چې خپل ماشومان د واکسین لپاره دباندې را وباسي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن

 

نوموړې چې د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي د لومړي کال محصله ده هم ده له خپلې پنځه کسيزې کورنۍ سره د هرات په انجيل ولسوالۍ کې ژوند کوي.

دا د کمپاين په ورځو کې هر سهار په لیني موټر کې ۱۰ کیلومتره مزل کوي څو له خپلو همکارانو سره یو ځای شي وروسته بیا په خپله اړونده ساحه کې کور په کور ګرځي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسوي.

هغه، چې د پوليو ويروس د بشپړ له منځه وړلو په موخه ميدان ته راغلې، وايي: «سړې هوا زموږ پر فعاليتونو هېڅ اغېز نه دى کړى، په دې سړه هوا کې کور په کور ګرځم او ماشومان واکسينوم، په تېرو درېیو ورځو کې مو د پولیو واکسین کمپاین په بریالیتوب پلی کړ او زموږ تر مسوولیت لاندې سیمو کې هېڅ ماشوم له واکسینه پاتې نه شو.»

 

د پولیو واکسین ښځینه رضاکارانې کور په کور ګرځي څو تر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسوي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن

 

د دغې رضاکارې په خبره، په تېرو څلورو کلونو کې په هرات کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، چې همدا د دغه ولایت د ښځینه رضاکارانو د هڅو او زیار پایله ده.

شبنم خیري زیاته کړه: «زموږ موخه په بشپړه توګه له افغانستان څخه د پولیو ویروس له منځه وړل دي او دغې موخې ته تر رسېدو پورې خپلو هڅو ته دوام ورکوو.»

یاسمین صادقي د هرات بله ښځینه رضاکاره ده چې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام کې د واکسیناتورې په توګه کار کوي.

دا له تېرو دریو کلونو راهیسې له دغه پروګرام سره یو ځای شوې چې د دې او د دې د همکارانو د کار ساحه د هرات ښار په سوېل کې د بکر اباد سیمه ده.

دغه رضاکاره انجلۍ وايي چې د پولیو د واکسین په کمپاین کې یې ټول تمرکز پر ماشومانو وي څو له پولیو وژونکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

 

ښځینه واکسیناتوره یوې ماشومې ته د پولیو واکسین ورکوي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن

 

د دې ​​په وينا، په دې وروستيو ورځو کې د باران، واورې او سړې هوا له امله ډېرو کورنيو خپل ماشومان د واکسين لپاره له کوره دباندې نه را ایستل، خو رضاکارانې په خپله کورونو ته ننوتلې او همالته یې ماشومانو ته واکسین ورکاوه.

دی وايي: «زموږ په ښار کې لاهم د پولیو ویروس ګواښ شته او له همدې امله موږ په ټینګه هڅه کوو چې یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې نه شي.»

هرات د افغانستان یو له دودیزو ولایتونو دی چې ډېر ټولنیز محدودیتونه پکې شته.

په هرات ښار کې د پولیو د کمپاین همغږې کوونکې کیانا رحیمي وايي، د پولیو واکسین رضاکارانې توانېدلې شته محدودیتونه لرې کړي، په اسانۍ کورونو ته داخلې شي او ماشومان د مېندو په غېږو کې واکسین کړي.

هغې زیاته کړه: «زموږ په ټولنه کې کورنۍ اجازه نه ورکوي چې ښځې خپل ماشومان د واکسین لپاره نارینه واکسیناتورانو ته را وباسي.»

د دې په ​​وينا، ښځینه رضاکارانې توانېدلې چې د پوليو د کمپاين له لارې دغه محدوديت لرې کړي او ماشومان له کوم خنډ پرته واکسين کړي.

رحیمي وویل، که د ښځينه رضاکارانو پر ځاى نارينه واکسيناتوران واى، نو شونې وه چې د کورنيو د مخالفت له امله په هرات ښار کې تر نيمايي ډېر ماشومان له واکسينه بې برخې شوي واى.

هغې زیاته کړه: «ښځینه رضاکارانې په کورونو کې د ماشومانو د واکسنیولو تر څنګ مېرمنو او د کورنیو نورو غړو ته د پولیو واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی هم ورکوي.»

د يادونې ده چې په هرات کې د پوليو واکسين د رضاکارانو ٩٠ سلنه ښځې جوړوي چې هر ماشوم ته يې د پوليو واکسين په رسولو کې فعاله ونډه اخيستې ده.

مخکینۍ موضوع
د اسلامي لارښوونو په پلي کولو د وبايي ناروغیو وقایه او مخنیوی
بله موضوع
له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د «رحمانې حسیني» هڅې

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,