• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له معلولیت څخه د افغانستان د «راتلونکي» د ژغورلو هڅې؛ عبدالباري د دې موخې لپاره هره ورځ ۱۰ کیلومتره لار پر بایسکل وهي

Homepage غوره کیسې له معلولیت څخه د افغانستان د «راتلونکي» د ژغورلو هڅې؛ عبدالباري د دې موخې لپاره هره ورځ ۱۰ کیلومتره لار پر بایسکل وهي

له معلولیت څخه د افغانستان د «راتلونکي» د ژغورلو هڅې؛ عبدالباري د دې موخې لپاره هره ورځ ۱۰ کیلومتره لار پر بایسکل وهي

PolioFreeAfghanistan
فبروري 20, 2024
غوره کیسې

رحمت الله مرجانخېل

 

غزني، افغانستان (۱ کب ۱۴۰۲): د غزني اوسېدونکی ۴۰ کلن عبدالباري هره ورځ د دغه ولایت د مرکز اړوند له سفندې کلي تر غزني ښاره ۱۰ کیلومتره لار پر بایسکل وهي څو تر ماشومانو د پولیو/ ګوزڼ واکسین ورسوي او له دغې خطرناکې ناروغۍ یې وژغوري.

نوموړی له جمعې پرته هره ورځ  سهار له لمر ختو سره د واکسینونو ډک شین بکس د خپل زاړه بایسکل پر کونجغه تړي او په غزني ښار کې د قره باغ او واغظ ولسوالیو د موټرو تر تم ځای پورې ځان رسوي او هلته هغو ماشومانو ته واکسین ورکوي چې له خپلو کورنیو سره یو ځای له یادو ولسوالیو راځي.

د پولیو واکسین د ګرځنده ټیم رضاکار عبدالباري له خپل کور څخه دندې ته تلو په حال کې©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرجانخېل

 

ویاړلې دنده

عبدالباري چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د واکسیناتور په توګه کار کوي، وايي: «ویاړم چې د یوه رضاکار په توګه د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو  لپاره کار کوم او د هېواد راتلونکی له معلولیت څخه ژغورم.»

دی، چې په خپله هم د شپږو ماشومانو پلار دی، زیاتوي؛ هغه ورځ ډېر خوشحاله وي چې ډېر ماشومان واکسین کړي.

«هر سهار اووه بجې پر خپل زاړه بایسکل پښه اړوم او له خپل کوره لس کیلومتره لرې په غزني ښار کې د قره باغ او واغظ ولسوالیو تر اډې ځان رسوم او هلته تر مازدیګره له یادو ولسوالیو راغلو ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکوم.»

د ده په خبره، که یخ وي او که ګرمي، خپله دنده په ډېره ښه توګه پر مخ وړي او کله هم د ستړیا او ستومانۍ احساس نه کوي.

دی وايي، ډېرې کورنۍ د شا له خوا ورپسې ږغ کوي او له ده غوښتنه کوي چې ماشومانو ته یې واکسین ورکړي خو داسې کورنۍ هم شته چې د اوازو او ناسمو معلوماتو ښکار شوې دي او خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي.

د نوموړي په وینا، دغه څه یې ډېر ځوروي، ځکه یادې شوې کورنۍ په لوی لاس د خپلو ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کوي خو دی هڅه کوي هغوی ته قناعت ورکړي، د واکسین په ارزښت یې پوه کړي او راضي یې کړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د ده په خبره، داسې ورځې راځي چې له ۲۰ او ۵۰ ډېر ماشومان واکسینوي خو داسې ورځې هم راځي چې د ګوتو په شمېر ماشومان یې واکسین کړي وي.

 

پولیو/ ګوزڼ درملنه نه لري، یوازې د واکسین په دوو څاڅکو یې مخنیوی کېدای شي

عبدالباري وايي، والدین د خپلو ماشومانو د سالمې راتلونکې مسوولیت لري او په دې برخه کې د هغوی هر ډول غفلت ګناه ده.

«له بده مرغه د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګڼ داسې والدین شته چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکوي، هغوی په دې توګه نه یوازې د خپلو ماشومانو روغتیا له خطر سره مخ کوي بلکې د نورو ماشومانو ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي.»

نوموړی زیاتوي، که له یوې خوا هره میاشت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پلی کېږي، نو بل خوا په بېلابېلو سیمو کې ګرځنده ټیمونه ګومارل شوي څو هغه ماشومان واکسین کړي چې له خپلو کورنیو سره له یوې سیمې بلې ته سفر کوي.

دی دا غوره فرصت ګڼي او له کورنیو غوښتنه کوي چې له دې اسانتیا په ګټې اخیستو خپل له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسین کړي، ځکه پولیو/ ګوزڼ ناروغي درملنه نه لري او یوازې د واکسین له لارې د مخنیوي وړ ده.

عبدالباري له جمعې پرته هره ورځ  سهار له لمر ختو سره د واکسینونو ډک شین بکس د خپل زاړه بایسکل پر کونجغه تړي او په غزني ښار کې د قره باغ او واغظ ولسوالیو د موټرو تر تم ځای پورې ځان رسوي او هلته هغو ماشومانو ته واکسین ورکوي چې له خپلو کورنیو سره یو ځای له یادو ولسوالیو راځي©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرجانخېل

 

د پولیو د مخنیوي لپاره د عبدالباري هڅې اتلولي ده

شاوخوا ۲۲ کلن حسیب الله (د عبدالباري وراره) وايي، کاکا مې هر سهار وختي د هېواد د ماشومانو د ښې روغتیا په موخه ټاکلي ځای ته په ډېر کړاو پر بایسکل ځان رسوي چې د هغه دا کار له اتلولۍ کم نه دی.

دی له خلکو غواړي د دغه غوره هدف لپاره د ده د کاکا او د هغه په څېر د نورو رضاکارانو سره نه یوازې همکاري بلکې درناوی یې هم وکړي.

د محمد نبي په نوم د واغظ ولسوالۍ موټر چلوونکی هم د ماشومانو د سالمې راتلونکې لپاره د عبدالباري د کار او زیار ستاینه کوي.

«عبدالباري د ټولنې د یوه غوره انسان په توګه ډېر زحمت باسي، هر موټر ته جلا جلا ورځي، هر له پنځو کلونو د کم ماشوم راکښته کوي او واکسین ورکوي، خلکو ته په کار ده چې له هغه سره په دې ارزښتناک کار کې مرسته وکړي.»

د پولیو واکسین د ګرځنده رضاکارانو د ټیم مشر سعدالدین وايي، د پولیو واکسین له کمپاینونو د پاتې ماشومانو د واکسینولو په موخه د همکارو ادارو په مرسته د موټرو په تمځایونو کې ګرځنده ټیمونه په دندو ګومارل شوي چې د هغوی له ډلې یو عبدالباري دی.

عبدالباري ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرجانخېل

 

«د عبدالباري ځانګړتیا دا ده چې خپل کار ته ډېر ژمن دی، هغه هر سهار د غزني ښار اړوند د سفندې په نوم له یوې لرې سیمې د واغظ او قره باغ ولسوالیو اډې ته ځان رسوي او د سهار له اتو د مازدیګر تر څلورو بجو ماشومانو ته د پولیو واکسین رسوي.»

نوموړی وايي، پولیو یوه وژونکې او فلجوونکې ناروغي ده چې هیڅ راز درملنه نه لري خو یوازې د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي.

که څه هم په نوره نړۍ کې د پولیو ناروغي له منځه وړل شوې خو افغانستان پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په کې د ماشومانو ژوند ګواښي.

په تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د پولیو ۶ پېښې ثبت شوې وې چې ټولې په ننګرهار ولایت کې وې.

مخکینۍ موضوع
د اسلام له نظره د پولیو واکسین حکم
بله موضوع
ګوزڼ څنګه زما هیلې مړاوې کړې: د یو ځوان کیسه

اړوند مطالب

څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی

د پنجشېر یو تجربه‌کار روغتیايي کارکوونکی له نږدې څلوېښتو کلونو...

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,