د پولیو پروګرام د مشرتابه غړو اوونیزه ناسته
کابل، افغانستان (۲۰ غویی، ۱۴۰۲): د پولیو پروګرام د مشرتابه غړو اوونیزه ناسته نن د غويي میاشتې په ۲۰مه د پولیو د له منځه وړلو په ملي بېړني عملیاتي مرکز کې جوړه شوه.
دغه ناسته د یاد شوي مرکز د رییس ډاکټر نېک ولي شاه مؤمن په مشرۍ جوړه شوې وه چې په کې د روغتیا نړۍوال سازمان/ WHO، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF، د بیل ګېټس بنسټ او د ساري ناروغیو د کنټرول مرکز (CDC) استازو ګډون کړی وو.
په ناسته کې پر بېلابېلو اړوندو موضوعاتو د بحث تر څنګ د ارتباطاتو کاري ټیم له لوري د تېرې یوې اوونۍ د کړنو په تړاو پرزېنټېشن وړاندې شو.
د پرزېټېشن منځپانګه تر ډېره د ډله ییزو رسنیو، ټولنیزو رسنیو، د ټولنې سلوکي بدلون او اسلامي مشورتي ډلې پر فعالیتونو ور ټوله وه.
د ناستې په پای کې ګډونوالو د یو شمېر لازمو تصمیمونو ترڅنګ، پرېکړه وکړه چې د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو په موخه باید لازم ګامونه واخیستل شي.