نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې

د پولیو واکسین کمپاینونو کې یوه ژمنه رضاکاره، چې د خپل ژوند له خپلو سختو تجربو یې د خدمت درس اخیستی، د ماشومانو د روغتیا لپاره د پولیو پر وړاندې مبارزه کوي.
کابل، افغانستان (۱ زمری ۱۴۰۵) – هر سهار چې نګینه رحمانزۍ د پولیو واکسین بکس پر اوږه کوي او د ماشومانو واکسینولو لپاره ټاکل شوو سیمو ته ځي، پوهېږي چې د هغې کار د ماشومانو د روغتیا په ساتنه کې مهمه ونډه لري.
هغه لا ماشومه وه چې پلار یې له لاسه ورکړ او له همدې امله یې د ماشومتوب کلونه له ننګونو سره مل وو. خو همدغو تجربو د هغې په زړه کې د نورو لپاره د خواخوږۍ احساس پیاوړی کړ او دا یې د ټولنې خدمت ته وهڅوله.
نن، ۲۵ کلنه نګینه د پولیو پروګرام له فعالو واکسیناتورانو څخه ده او له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د روغتیا لپاره کار کوي.
«زما لپاره د ماشومانو واکسینول یوازې یوه دنده نه ده، دا یو مسوولیت او ویاړ دی. زه خوشحاله یم چې هغه ماشومان، چې زموږ د هېواد راتلونکی جوړوي، د واکسین په وسیله له یوې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي کوم.»
د ستونزو له منځه راټوکېدلې هیله
نګینه په اصل کې د لوګر اوسېدونکې ده او اوس د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند په قلعهچه سیمه کې ژوند کوي. هغې تر څوارلسم صنف پورې زده کړې کړې دي.
کله چې هغه د خپل ماشومتوب په اړه خبرې کوي نو په غږ کې یې د تېر وخت درد احساسېږي: «په کوچنیوالي کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوم. تر ټولو سخته خاطره مې د پلار له لاسه ورکول و. د پلار نشتون زموږ د کورنۍ لپاره سخت و، خو همدې تجربې را زده کړل چې د ستونزو پر وړاندې ودرېږم او مبارزه وکړم.»
همدغو تجربو د نګینې د نورو ماشومانو د حالاتو د درک کولو وړتیا پیاوړې کړه. هغې غوښتل داسې کار وکړي چې د ماشومانو لپاره مثبت بدلون رامنځته کړي.
د هغې په ژوند کې هغه مهال نوی فصل پیل شو چې د سیمې یوه مشر او خپلوان یې، میرویس رحمانزي د دې ملاتړ وکړ او هغه یې زده کړو او د ټولنې خدمت ته وهڅوله.
«د میرویس رحمانزي هڅونې او باور دا فرصت راته برابر کړ چې د ماشومانو د روغتیا لپاره هڅې وکړم او خپلې ټولنې ته خدمت وکړم.»
© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
نګینه د پولیو واکسین په کمپاین کې یو ماشوم واکسینوي.
هره ورځ د باور جوړولو هڅه
کله چې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي، نګینه د سهار له لومړیو ساعتونو څخه د خپلو همکارانو په ملتیا کار پیلوي. هغه د پلان له مخې ټاکل شوو سیمو ته ځي او هڅه کوي چې هېڅ ماشوم له واکسین څخه بېبرخې پاتې نه شي.
د کمپاین پر مهال هغه هره ورځ له ۷۰ څخه تر ۹۰ پورې ماشومان واکسینوي.
خو د نګینې کار یوازې د ماشومانو واکسینولو پورې محدود نه دی. د هغې د کار یوه مهمه برخه له کورنیو سره خبرې کول او د واکسین په اړه د هغوی باور پیاوړی کول دي.
نګینه وایي، لا هم ځینې کورنۍ د واکسین په اړه ناسم معلومات لري او له همدې امله خپل ماشومان نه واکسینوي.
«ځینې کورنۍ فکر کوي چې واکسین ماشومانو ته زیان رسوي. موږ له هغوی سره په نرمۍ خبرې کوو، د هغوی پوښتنې اورو او د واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکوو.»
نګینه د کورنیو د قانع کولو لپاره یوازې پر خپلو هڅو تکیه نه کوي؛ هغه د کمپاین له پیل مخکې د سیمې له امامانو، قومي مشرانو او مخورو سره هم خبرې کوي، ځکه پوهېږي چې د سیمې باوري کسان د واکسین په اړه د پوهاوي په زیاتولو کې مهم رول لري.
«کله چې د سیمې دیني عالمان او مشران د واکسین ملاتړ وکړي او خلکو ته یې اهمیت بیان کړي، کورنۍ هم ژر قانع کېږي.»
© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
واکسین شوي ماشومان؛ د روغ او خوندي راتلونکي پر لور.
له یوې نوې واکسیناتورې تر باوري غږ پورې
نګینې د اتو کلونو په موده کې نه یوازې زرګونه ماشومان واکسین کړي، بلکې خپله یې هم ډېر څه زده کړي دي.
هغه وايي، کله چې یې کار پیل کړ، تجربه یې کمه وه او نه پوهېده چې څنګه له خلکو سره اړیکه جوړه کړي: «په لومړیو کې نه پوهېدم چې د خلکو اندېښنې څنګه واورم او څنګه ورسره خبرې وکړم. اوس پوهېږم چې هره کورنۍ ځانګړې اندېښنې لري او باید په درناوي او حوصله خبرې ورسره وشي.»
د هغې په باور، تر ټولو لوی بدلون دا دی چې د خلکو پوهاوی زیات شوی او له واکسین څخه د انکار کچه د پخوا په پرتله کمه شوې ده.
هغه ویاړ چې د خدمت له لارې ترلاسه کېږي
نګینه وایي، دندې یې شخصي ژوند هم بدل کړی دی: «دې دندې ماته وښودله چې انسان هغه وخت تر ټولو ډېر سکون احساسوي چې نورو ته ګټه ورسوي.»
د هغې کورنۍ هم د دې ملاتړ کوي او ویاړي چې نګینه د ماشومانو د ژوند ساتنې لپاره کار کوي.
«کورنۍ مې راته وایي، تا داسې دنده غوره کړې چې د ماشومانو د روغتیا لپاره کار کوې او دا د ویاړ ځای دی.»
نګینه د یوه داسې افغانستان هیله لري چې هېڅ ماشوم پکې د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ نه وي.
له همد امله دا میندو او پلرونو ته په خپل پېغام کې وايي: «د ناسمو معلوماتو له امله د خپلو ماشومانو راتلونکی له خطر سره مه مخ کوئ.»
د نګینې مبارزه لا پای ته نه ده رسېدلې، هغه په دې هیله خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې یوه ورځ به د هېواد ټول ماشومان له پولیو خوندي وي او هېڅ کورنۍ به د دې ناروغۍ له ګواښ سره مخ نه وي.

