هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسینخېل وهڅاوه چې د پولیو پر وړاندې د مبارزې برخه شي او نور ماشومان له ورته برخلیک څخه وژغوري.
کابل، افغانستان (۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵) – هر ځل چې نصیب الله حسینخېل د کابل ښار د نهمې ناحیې په کوڅو کې ماشومانو ته د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسین ورکوي نو د کلونو مخکې هغه خاطره ور یادېږي چې د ده د ژوند لوری یې بدل کړ.
دا د هغه د یوې خپلوانې (درې کلنې ماشومې) خاطره ده چې له نورو ماشومانو سره یې لوبې کولې او عادي ژوند یې درلود، خو پولیو ناروغۍ په ناڅاپي توګه له هغې څخه د حرکت کولو توان واخیست.
نصیب الله وايي: «هغه صحنې مې هیڅکله نه هېرېږي چې نورو ماشومانو به لوبې کولې خو هغه به ناسته وه او یوازې به یې ننداره کوله. هغه وخت مې احساس کړه چې پولیو ناروغي یوازې یوې ماشومې ته نه، بلکې د هغې ټولې کورنۍ ته هم تلپاتی درد او کړاو ورکولای شي.»
همدا دردناکه تجربه د نصیب الله په ژوند کې د بدلون ټکی شو.
۲۸ کلن نصیب الله حسینخېل د کابل ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکی دی. هغه په همدې سیمه کې لوی شوی، تر دوولسم ټولګي یې زده کړې کړې او له تېرو دریو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د واکسیناتور په توګه کار کوي.
نصیب الله حسینخېل د کابل ښار په نهمه ناحیه کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي. نوموړی له تېرو دریو کلونو راهیسې هڅه کوي ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کړي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
نصیب الله وایي، د واکسیناتور په توګه یې د کار پیل یوازې یوه دنده نه وه، بلکې د هغه احساس پایله وه چې د هغې ماشومې له وضعیت وروسته ورته پیدا شو.
«کله چې مې ولیدل، پولیو ناروغي څنګه د یوه ماشوم ژوند بدلوي، له ځان سره مې پرېکړه وکړه چې د ټولنې د یوه غړي په توګه یې د مخنیوي لپاره خپله برخه مسوولیت ادا کړم. ما نه غوښتل نور ماشومان له ورته حالت سره مخ شي.»
خو د نصیب الله لپاره دا لاره اسانه نه وه. هغه ډېر ژر پوه شو چې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې مبارزه یوازې د ماشومانو واکسینول نه دي؛ بلکې د کورنیو باور ترلاسه کول هم د دغه کار مهمه برخه ده.
نوموړی وایي، په لومړیو کې له داسې کورنیو سره ډېر مخ کېده چې د ناسمو معلوماتو یا اندېښنو له امله یې نه غوښتل خپل ماشومان واکسین کړي.
د نصیب الله په وینا، په داسې حالتونو کې تر ټولو مهمه دا وه چې لومړی د خلکو خبرې واوري، د هغوی اندېښنې درک کړي او بیا د خبرو له لارې ورته د واکسین اهمیت روښانه کړي.
خو د کورنیو د قانع کولو لپاره د نصیب الله تر ټولو اغېزناک پیغام هغه تجربه وه چې خپله یې له نږدې لیدلې وه.
کله چې به کومې کورنۍ د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله، نو هغه به د پولیو ناروغۍ د قرباني ماشومې کیسه ورسره شریکوله؛ کله ناکله به یې د هغې انځورونه هم ورښودل، څو هغوی وویني چې پولیو ناروغي څنګه د یوه ماشوم ژوند اغېزمنولای شي.
هغه وایي، د خپلې درې کلنې کاري مودې په جریان کې یې ډېرې کورنۍ قانع کړې او دې ته هڅولې چې خپل ماشومان واکسین کړي او له پولیو ناروغۍ څخه یې خوندي کړي.
نصیب الله همدا خپله لاسته راوړنه ګڼي او زیاتوي: «کله چې یوه کورنۍ قانع کېږي او خپل ماشوم واکسینوي، داسې احساسوم چې هڅې مې د یوه ماشوم د سالم راتلونکي لپاره ګټورې تمامې شوې دي.»
دی وايي، د پخوا په پرتله اوس په خپله سیمه کې د خلکو په چلند کې مثبت بدلون ویني. اوس ډېرې کورنۍ د واکسین ارزښت درک کوي او د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره همکاري کوي.
نصیب الله حسینخېل د کابل ښار په نهمه ناحیه کې ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقوي؛ هغه باور لري چې هر واکسین شوی ماشوم د سالم راتلونکي پر لور یو ګام دی. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
د کابل ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکی او پخوانی ژورنالیست نعمت توتاخېل هم وایي، د واکسین په اړه د خلکو پوهاوی زیات شوی چې د روغتیايي کارکوونکو هڅو په دې برخه کې مهم رول لوبولی دی.
هغه وایي: «خلک اوس تر پخوا ډېر پوهېږي چې واکسین د ماشومانو د روغتیا او راتلونکي لپاره څومره اهمیت لري.»
د همدې سیمې یو دیني عالم محمد مصطفی بیا د پولیو ناروغۍ پر وړاندې مبارزه د ټولنې ګډ مسوولیت بولي او وايي: «د ماشومانو ساتنه یوازې د پولیو واکسین کمپاین د رضاکارانو کار نه دی، دا د ټولنې د هر وګړي مسوولیت دی، ځکه زموږ دین د انسان ژوند او روغتیا ساتنې ته ځانګړی ارزښت ورکوي.»
نصیب الله هیله لري هغه ورځ وویني چې افغانستان له پولیو ویروس څخه پاک شي او نور هېڅ ماشوم د دې ناروغۍ له امله له خپلو هیلو پاتې نه شي.
«زما تر ټولو لویه هیله دا ده چې هېڅ مور او پلار د خپل ماشوم د فلج کېدو وېره و نه لري. غواړم هر ماشوم سالم وي، لوبې وکړي، زده کړې وکړي او خپل امیدونه تعقیب کړي.»
هغه درد چې نصیب الله کلونه مخکې د پولیو د قرباني ماشومې په ژوند کې له نږدې لیدلی و، نن یې د ماشومانو د ژغورنې لپاره د خپلو هڅو سرچینه ګرځولی دی. هغه باور لري چې د پولیو واکسین هر څاڅکی کولای شي یو ماشوم له ورته دردناک برخلیک څخه وساتي او د سالم ژوند، زده کړو او روښانه راتلونکي فرصت ورته برابر کړي.

