• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

Homepage د ساحې کیسې له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

PolioFreeAfghanistan
مې 25, 2026
د ساحې کیسې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه رضاکار په توګه پیل کړه؛ نن د کوارډینېټر/ همغږي کوونکي په توګه هڅه کوي چې د ټیمونو د ملاتړ او له ټولنې سره د ګډ کار له لارې هر ماشوم ته د واکسین رسېدو زمینه برابره کړي.

 

کونړ، افغانستان (۴ غبرګولی ۱۴۰۵) – څو کاله وړاندې، کله چې جنت ګل احساس د لومړي ځل لپاره د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه برخه واخیسته، نو ورځنی مسوولیت یې دا و چې خپلې ټاکلې سیمې ته ولاړ شي، ماشومان واکسین کړي او کورنیو ته د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په اړه معلومات ورسوي.

هغه به د اسعداباد ښار د لومړۍ ناحیې په کوڅو کې له کورنیو سره لیدل، د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه ورکول او هڅه یې کوله ډاډ ترلاسه کړي، څو هېڅ ماشوم له پولیو واکسین څخه بې برخې نه شي.

خو هماغه لومړني ګامونه ورو ورو د یوه اوږده سفر پیلامه شول؛ داسې سفر چې جنت ګل یې له یوه رضاکار څخه د کوارډینېټر/ همغږي کوونکي تر مسوولیت پورې ورساوه.

۳۱ کلن جنت ګل احساس د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی دی چې په پښتو ادبیاتو کې یې د لېسانس تر کچې زده کړې کړې دي.

که څه هم جنت ګل په پښتو ادبیاتو کې زده کړې کړې وې، خو کله چې یې ولیدل پولیو ناروغي د ماشومانو روغتیا او راتلونکی ګواښي، پرېکړه یې وکړه چې د دې ناروغۍ د مخنیوي په هڅو کې خپل مسولیت ادا کړي.

جنت ګل وایي: «له همدې احساس سره د پولیو واکسین له پروګرام سره یو ځای شوم. غوښتل مې خپله برخه هڅه وکړم، څو ماشومان له پولیو ناروغۍ خوندي پاتې شي او سالم راتلونکی ولري.»

د رضاکارۍ پر مهال له کورنیو سره ورځنیو خبرو جنت ګل ته داسې تجربې ورکړې چې وروسته یې د لوی مسئولیت اخیستو لپاره چمتو کړ.

 

جنت ګل احساس د پولیو واکسین د تطبیق بهیر څاري، څو ډاډ ترلاسه شي چې هر ماشوم د پولیو پر وړاندې خوندي پاتې شي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز

 

هغه وایي، په ساحه کې یې زده کړل چې د یوې بریالۍ روغتیايي هڅې لپاره یوازې د واکسین رسول بسنه نه کوي؛ د خلکو د فکر، اندېښنو او اړتیاوو درک کول هم مهم دي.

د وخت په تېرېدو، د همدې تجربو او ژمنتیا له امله، جنت ګل لومړی د ټیمونو د څارنې مسئولیت واخیست او اوس د اسعداباد ښار د لومړۍ ناحیې د پولیو همغږي کوونکي په توګه کار کوي.

اوس یې ورځنی کار د پخوا په پرتله پراخ شوی دی.

هغه چې یو وخت یې خپله له کورنیو سره مخامخ خبرې کولې، نن د واکسین د ټیمونو کار تنظیموي، د کمپاین بهیر څاري، له ساحوي ټیمونو سره د ستونزو په حل کې مرسته کوي او له ټولنې سره اړیکې پیاوړې ساتي، څو هر ماشوم له واکسین څخه برخه‌من شي.

خو د مسئولیت له پراخېدو سره جنت ګل له نویو تجربو او ننګونو سره هم مخ شوی دی.

هغه وایي، کله ناکله د کمپاین پر مهال داسې وضعیتونه رامنځته کېږي چې حل یې یوازې د روغتیايي ټیمونو په هڅو نه کېږي؛ بلکې د ټولنې د باوري کسانو ملاتړ ته اړتیا لري.

له همدې امله، جنت ګل د قومي مشرانو او دیني عالمانو همکاري د ماشومانو د خوندیتوب په هڅو کې مهمه بولي.

 

د کونړ په اسعداباد ښار کې د پولیو واکسین د کمپاین پر مهال، جنت ګل احساس د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د ساحوي ټیمونو ملاتړ کوي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز

 

په اسعداباد کې دیني عالم قاضي نجیب الله یو له هغو کسانو دی چې د واکسین په اړه له خلکو سره خبرې کوي او د ماشومانو د روغتیا ساتنې پیغام رسوي.

جنت ګل وایي، د ټولنې د باوري کسانو ملاتړ د کورنیو او روغتیايي کارکوونکو ترمنځ د اړیکو په پیاوړي کولو کې مهم رول لري.

هغه د خپلې کاري مودې یوه پېښه یادوي چې د ګډ کار ارزښت یې ورته څرګند کړ.

«یو ځل یوه کورنۍ د خپل ماشوم د واکسینولو په اړه اندېښنه لرله. موږ لومړی د هغوی خبرې واورېدې، وروسته مو د قاضي نجیب الله په مرسته ورسره خبرې وکړې او هغوی قانع شول چې خپل ماشوم واکسین کړي.»

د جنت ګل په باور، دا ډول تجربې ښيي چې د خلکو باور د خبرو، درناوي او ګډ کار له لارې رامنځته کېږي.

د کمپاینونو پر مهال اوږدې ورځې او ساحوي مسئولیتونه کله ناکله د هغه شخصي ژوند هم اغېزمنوي.

هغه وایي، ځینې وخت د کار له امله له خپلې کورنۍ لرې وي، خو د خپلې کورنۍ ملاتړ د خپلې دندې د دوام لپاره مهم بولي.

«کله چې پوه شم چې یو ماشوم د پولیو له خطر څخه خوندي پاتې شو، همدا زما لپاره د ټولې ستړیا جبران دی.»

جنت ګل خپله لویه لاسته راوړنه یوازې له رضاکارۍ څخه تر همغږي کوونکي رسېدل نه ګڼي؛ بلکې وایي اصلي بریا یې دا ده چې د ماشومانو د ساتنې لپاره یې د خلکو، ټیمونو او ټولنې ترمنځ د همکارۍ په پیاوړي کولو کې ونډه اخیستې ده.

هغه باور لري چې له پولیو څخه پاک راتلونکی یوازې د روغتیايي کارکوونکو په هڅو نه رامنځته کېږي؛ بلکې دا د کورنیو، روغتیايي کارکوونکو، دیني عالمانو او ټولنې ګډ کار ته اړتیا لري.

جنت ګل هیله لري هغه ورځ وویني چې نور په افغانستان کې هېڅ ماشوم د پولیو ناروغي قرباني نه شي.

هغه سفر چې کلونه وړاندې د یوه رضاکار په توګه پیل شوی و، نن د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره په یوه پراخ مسوولیت بدل شوی دی. جنت ګل باور لري چې هره ګډه هڅه او هر واکسین شوی ماشوم افغانستان له پولیو څخه پاک راتلونکي ته یو ګام نور هم نږدې کوي.

مخکینۍ موضوع
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
بله موضوع
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی

د پنجشېر یو تجربه‌کار روغتیايي کارکوونکی له نږدې څلوېښتو کلونو...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,