د پولیو پر وړاندې نه ستړې کېدونکې مبارزه

بيبي شیرین رسولي له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې د پنجشېر ولایت په شتل ولسوالۍ کې د پولیو د مخنیوي په لومړۍ کرښه کې کار کوي څو هیڅ ماشوم د دې ناروغۍ قرباني نه شي.
پنجشېر، افغانستان (۲۱ سلواغه ۱۴۰۴) – شتل د پنجشیر ولایت غرنۍ ولسوالي ده، چې ګڼ کورونه په کې د غځېدلي سیند په اوږدو کې، د غرونو په لمنو کې اباد دي. دغو کورونو ته رسېدل ساعتونه پلي مزل ته اړتیا لري، خو له دې ستونزو سربېره هم بيبي شیرین رسولي خپله لاره نه ده بدله کړې – ځکه د هغې په باور، تر هر ماشوم پورې رسېدل او هغه واکسینول د پولیو د مخنیوي لپاره حیاتي ارزښت لري.
دا وايي: «تر هغه چې یو ماشوم هم له واکسینه پاتې وي، پولیو لا هم یو ګواښ دی.»
بيبي شیرین په ۲۰۱۰ کال کې د یوې رضاکارې په توګه د پولیو له منځه وړلو له پروګرام سره یوځای شوه. د کلونو په تېرېدو سره یې تجربه زیاته او باور هماغسې ټینګ پاتې شو – دا چې د پولیو ناروغۍ مخنیوی یوازې د پرلهپسې او ګډو هڅو له لارې ممکن دی.
په دې غرنۍ ولسوالۍ کې واکسیناتوران کله ناکله اړ کېږي چې اوږده واټنونه ووهي، له سیندونو واوړي او د غرونو پر تنګو لارو مزل وکړي. خو د بی بي شیرین رسولي په خبره، تر ټولو لوی خنډ تل جغرافیه نه وي.
دا وايي وايي: «د خلکو باور ترلاسه کول تر ټولو سخت کار دی.»
بيبي شیرین رسولي په شتل ولسوالي کې د پولیو واکسین کمپاین پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
هغه زیاتوي، د کلونو په اوږدو کې یې دا زده کړي چې د پولیو واکسین کمپاین یوازې د دروازو ټکول نه دي، بلکې د باور جوړول هم دي.
هغې وویل: «کله چې خلک اندېښنه ولري، باید لومړی هغوی ته غوږ ونیسو. کله چې باور رامنځته شي، بیا زموږ خبرې اغېز کوي.»
په دې برخه کې د هغې له نه هېرېدونکو خاطرو څخه یوه هغه ورځ وه چې خبره شوه، د یوې کورنۍ مشر نه غواړي ماشوم یې واکسین شي او له همدې امله یې خپله مېرمن او ماشوم بل کلي ته لېږلي وو. بی بي شیرین پرېکړه وکړه چې خپله ورشي او هغوی ته قناعت ورکړي.
هغې وویل: «ما فکر وکړ که نن دا کار و نه کړم، ښايي سبا ناوخته وي.»
هغې اوږده لاره ووهله او ټاکلي ځای ته په رسېدو یې د کورنۍ له مشر سره له نږدې خبرې وکړې. هغې هڅه وکړه چې خبرې په ارامۍ، حوصلې او درناوي سره پر مخ یوسي – لومړی یې واورېدل، بیا یې وضاحت ورکړ.
هغې وویل: «ما د کورنۍ مشر ته وویل چې پولیو درملنه نه لري، خو مخنیوی یې شونی دی. دا واکسین وړیا او خوندي دی او زموږ د ماشومانو د ساتنې لپاره دی.»
خبرې اوږدې شوې، پوښتنې وشوې او اندېښنې شریکې شوې. بی بي شیرین هڅه وکړه د بېلابېلو مثالونو له لارې موضوع روښانه کړي او دا وښيي چې واکسین د ماشومانو د روغتیا لپاره اړین دی. ورو ورو د کورنۍ دریځ بدل شو، او په پای کې ماشوم واکسین شو.
هغې وویل: «هماغه شېبه زما لپاره ډېره ارزښتناکه وه، ځکه احساس مې کاوه چې د یوه ماشوم راتلونکی مې خوندي کړی دی.»
پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې کولای شي ماشوم د تل لپاره فلج کړي. دا ناروغي درملنه نه لري، خو مخنیوی یې شونی دی. روغتیايي ادارې سپارښتنه کوي چې ماشومان باید په تکراري ډول واکسین شي، څو د ناروغۍ پر وړاندې پیاوړی معافیت ترلاسه کړي. په افغانستان کې، چې د پولیو ویروس لا هم په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی، هر کمپاین د ماشومانو د ساتنې لپاره مهم ګام بلل کېږي.
بيبي شیرین رسولي ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د کلونو په اوږدو کې بی بي شیرین لیدلي چې څنګه د شتل په ډېرو سیمو کې د واکسین پوښښ زیات شوی او د خلکو باور پیاوړی شوی دی. د هغې په باور، دا بدلون د دوامدار کار او ګډو هڅو پایله ده.
هغې وویل: «دا یوازې د واکسیناتورانو کار نه دی. د ټولنې د مشرانو همکاري او د والدینو پوهاوی ډېر مهم رول لري.»
نن هم، کله چې د پولیو کمپاین پیلېږي، بی بي شیرین له خپلو همکارانو سره یو ځای اوږدې لارې وهي، محل په محل ګرځي او هر ماشوم ته واکسین رسوي. د هغې لپاره دا کار یوازې یوه دنده نه ده، بلکې یو دوامدار مسؤلیت دی.
هغې وویل: «زه هیله لرم داسې ورځ راشي چې نور هېڅ ماشوم د پولیو ناروغۍ له امله فلج نه شي.»
بی بي شیرین میندو او پلرونو ته روښانه پیغام لري: «پولیو یوه فلج کوونکې او نه درمل کېدونکې ناروغي ده. یوازې دوه څاڅکي واکسین کولای شي زموږ د ماشومانو راتلونکی خوندي کړي. مه پرېږدئ چې ناسم معلومات ستاسو د ماشومانو راتلونکی له خطر سره مخ کړي.»
سره له دې چې افغانستان لا هم د پولیو ویروس له ګواښ سره مخ دی، خو پر وړاندې یې جدي مبارزه روانه ده.
د بی بي شیرین رسولي په څېر د لومړۍ کرښې د کارکوونکو ژمنتیا ښيي چې په دغه هېواد کې د پولیو له منځه وړل یوازې یوه هیله نه، بلکې ترلاسه کېدونکی واقعیت دی.

