واکسین؛ د ماشومانو حق او د والدینو مسوولیت – د محسن د ژمنتیا کیسه

کاپیسا، افغانستان (۴ لېندۍ ۱۴۰۴) – د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اړوند د (بدراب ګدایخېلو) غرنۍ سیمه، چې سختو او ناهموارو لارو یې د خلکو ورځنی ژوند ستونزمن کړی، نن د هیلو په یوه نښه بدله شوې ده.
محسن ساپي، د همدې سیمې یو ژمن او فعال ځوان، نږدې نهه کاله کېږي د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ له خطره د ماشومانو د خوندي کولو لپاره مبارزه کوي.
د مني او ژمي موسمونو پر مهال په دغه سیمه کې د تګراتګ ستونزې لا ډېرېږي، ځکه د بارانونو او واورو له اورښت سره لارې خټې کېږي او تګ راتګ محدود کېږي؛ خو له دې سربېره محسن هڅه کوي هر ماشوم ته ورسېږي، څو له پولیو واکسین څخه بې برخې نه شي.
د باور ترلاسه کولو لومړني ګامونه
کله چې محسن د پولیو له منځه وړلو هڅو ته ورګډ شو، یوازې یو عادي رضاکار و؛ خو د خپلې سیمې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره یې ټینګه اراده لرله. هغه د خپلې سیمې د اوسېدونکو ستونزې په خپلو سترګو لیدلې او ښه پوهېده چې د معلوماتو او پوهې نشتوالی څنګه د ماشومانو د خوندي راتلونکي لوری بدلوي.
هغه د خپل کار د لومړیو کلونو په اړه وايي: «هغه وخت ډېرو کورنیو د پولیو واکسین په اړه پوهاوی نه درلود. د ناسمو اوازو او معلوماتو له امله ځینو خلکو واکسین رداوه او اجازه یې نه ورکوله چې ماشومان یې واکسین شي.»
سره له دې، محسن هیڅ شي له خپلو هڅو پر شا نه کړ، نه د چاپېریال ستونزو او نه هم د خلکو ناهیلي کوونکو ځوابونو.
دی وايي: «په تر ټولو سختو ورځو کې به مې له ځان سره ویل، که زه خپل مسوولیت ادا نه کړم او هر ماشوم ته واکسین و نه رسوم، ښايي د پولیو په ناروغي اخته او فلج شي او بیا د ژوند تر پایه د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار شي. همدغه فکر به ځواک راکاوه.»
محسن د همدغه فکر په ځواک هره ورځ تر هر ماشوم پورې ځان رساوه، داسې لکه هر ماشوم یې چې د خپلې کورنۍ غړی وي.
نږدې نهه کاله کېږي چې ژمن او فعال ځوان محسن ساپی په تګاب ولسوالۍ کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ له خطره د ماشومانو د خوندي کولو لپاره مبارزه کوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
ذهنیت بدلول: یو پلار او درې ماشومان
د پولیو ناروغۍ پر زیانونو او د واکسن پر ارزښت د خلکو باور جوړول اسانه کار نه و، بلکې ډېر زغم او وخت ته یې اړتیا لرله.
محسن همدا خبره کوي او د هغې پېښې یادونه کوي چې هیڅکله یې نه هېرېږي: «یوې کورنۍ درې ماشومان درلودل خو د کورنۍ مشر د واکسین په اړه د ناسمو اوازو تر اغېز لاندې راغلی و او خپل ماشومان یې نه واکسینول. زه درې ورځې پرلهپسې ورغلم. پلار بېباوره و، وېره یې لرله او ډېرې پوښتنې یې کولې.»
محسن هڅه وکړه دې کورنۍ ته د پولیو ویروس حقیقي خطرونه په ساده او منطقي ډول تشریح کړي – هغه خطرونه چې د یوه ماشوم روغ راتلونکی په یوه شېبه کې بدلولای شي – د پولیو ناروغۍ له امله د فلج شوو ماشومانو بېلګې یې ورته وړاندې کړې او د دین له نظره یې هغوی ته وښودله چې واکسین د ماشومانو حق او د والدینو مسوولیت دی.
«په درېیمه ورځ چې ورغلم، پلار قانع شوی و. ماشومان یې واکسین کړل او ما ته یې دعا وکړه.»
دا تجربه محسن ته یو مهم درس و: «خلکو ته قناعت ورکول وخت غواړي، خو ناممکن نه دی.»
له هماغې ورځې وروسته، نوموړی په بشپړه توګه باورمند شو چې په صبر، نرمۍ او رښتینولۍ هر شکمن ذهن بدلولای شي. له دې لارې، لسګونه کورنۍ چې پخوا یې خپل ماشومان نه واکسینول، د محسن د خبرو، چلند او ښه نیت له برکته د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع شوې.
له واکسیناتورۍ د ډلې تر مشرۍ
د وخت په تېرېدو، د محسن رول ورو ورو پراخ شو. له خلکو سره د غوره چلند، د ستونزو په حل کې ځېرکتیا او د کار پر مهال د همغږۍ وړتیا یې د سیمې خلکو ته په څرګنده توګه ښکاره شوه. همدا وړتیاوې د دې لامل شوې چې په خپله سیمه کې د پولیو واکسین کمپاین د همغږۍ مهم مسوولیتونه ور وسپارل شي.
اوس محسن د تګاب ولسوالۍ د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د ټیم لېډر یا د ډلې د مشر په توګه کار کوي. هغه د لیرې او سختو سیمو د ټیمونو لپاره لارې اسانه کوي، رضاکارانو ته روزنه ورکوي، له ساحې معلومات راټولوي او له اړوندو ادارو سره یې شریکوي. همدارنګه د دیني عالمانو، ښوونکو، قومي مشرانو او مخورو سره منظمې ناستې کوي، د خلکو اندېښنې اوري او هغوی ته په روښانه او منطقي ډول ځواب ورکوي. د ټیمونو د وېش، د ساحې د تنظیم او د کار د کیفیت څارنه هم د هغه د ورځنیو مسوولیتونو برخه ده.
محسن باور لري چې د دغه کار تر ټولو مهم ټکی باور دی. هغه وایي: «که خلک پر تا باور وکړي، یوه دروازه دې هم په وړاندې نه بندېږي.»
د هغه د ټیم ملګري هم د ده د نه ستړې کېدونکې روحيې ستاینه کوي او وايي: «محسن نه ستړی کېږي؛ هغه د خپلو همکارانو په ملتیا تر هر ماشوم پورې ځان رسوي.»
محسن د همدې ژمنتیا په برکت د تګاب د غرنیو کلیو په منځ کې د باور، هیلو او خدمت یوه داسې فضا رامنځته کړې چې هره ورځ د لسګونو ماشومانو ژوند بدلوي.
د محسن لپاره د پولیو له منځه وړل یوازې دنده نه ده، دا د هغه د زړه یوه تلپاتې هیله او د ژوند ستر هدف دی © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
هیله، هدف او د افغانستان د راتلونکي خوب
د محسن لپاره د پولیو له منځه وړل یوازې دنده نه ده، دا د هغه د زړه یوه تلپاتې هیله او د ژوند ستر هدف دی. دی د هغې ورځې خوب ویني چې هیڅ ماشوم د واکسین له نه رسېدو فلج نه شي او بالاخره افغانستان په بشپړ ډول له پولیو ویروس څخه پاک اعلان شي.
محسن پوهېږي چې د هېواد راتلونکی د ماشومانو له روغ راتلونکي سره تړلی دی؛ هغه ماشومان چې د ده او د زرګونو نورو روغتیايي کارکوونکو او رضاکارانو د نه ستړې کېدونکو هڅو په برکت د ژوند نوې لار مومي.
د محسن کیسه یوازې د یوه کس د هڅو روایت نه دی؛ بلکې دا د هغو زرګونو افغان روغتیايي کارکوونکو او رضاکارانو د ژمنتیاوو او هیلو ګډ غږ دی چې هره ورځ د ستونزو او ننګونو مقابله کوي او نه پرېږدي چې یو ماشوم هم د واکسین له حقه محروم پاتې شي.
پیغام یې ساده، خو ژور دی: «دوه څاڅکي کولای شي ژوند بدل کړي… دوه څاڅکي کولای شي راتلونکی خوندي کړي.»

