د ژمنتیا ځواک

د ټولنې د یوه وګړي هڅې هم بدلون راوستلای شي
پروان، افغانستان (۳ تله ۱۴۰۴) – د غوربند ولسوالۍ د سردرې کلي په کوڅو کې د ژمنتیا غږونه انګازې کوي. عبدالله اکبري چې د واکسین بکس یې تر څنګ ایښی په ډېره مینه د یوه ماشوم په خوله کې د پولیو واکسین څاڅکي اچوي. څنګ ته یې یو همکار په لیست کې نومونه ثبتوي او بل همکار یې د لاوډسپېکر له لارې په لوړ غږ اعلان کوي:
«د پولیو واکسین ټیم ستاسې سیمې ته راغلی دی، خپل ماشومان را وباسئ چې واکسین شي او له ګوزڼ فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ څخه خوندي شي.»
عبدالله د هر ماشوم په واکسینولو داسې احساس کوي لکه د ټولنې راتلونکی یې له معیوبیت څخه ژغورلی وي.
هغه له تېرو ۲۲ کلونو راهیسې له پولیو ناروغۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی، نوموړی په خپله سیمه کې یوازې د یوه رضاکار په نوم نه یادېږي، بلکې د ژمنتیا، باور او هیلو نښه سمبول ګرځېدلی دی.
د مبارزې پیل
عبدالله اکبري د خپلې اوږدې مبارزې د پیل کیسه داسې بیانوي: «ما هغه مهال د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د یوه رضاکار په توګه کار پيل کړ چې د واکسین په اړه د خلکو پوهه کمه وه، ډېرو کورنیو د ناسمو اوازو او غلطو معلوماتو له امله خپل ماشومان نه واکسینول. ما پرېکړه وکړه چې د خپلې سیمې د اوسېدونکو ذهنیتونه بدل کړم.»
هغه کور په کور ګرځېده، د سیمهییزو مشرانو او دیني عالمانو په همکاري یې له والدینو سره خبرې کولې، د دیني دلایلو، روغتیايي معلوماتو او خپلو شخصي تجربو له لارې یې هغوی ته قناعت ورکاوه.
ورو ورو د خلکو چلند بدل شو او په پایله کې ډېرې کورنۍ قانع شوې چې خپل ماشومان واکسین کړي او د ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ څخه یې خوندي کړي.
عبدالله وايي: د هر ماشوم په واکسینولو داسې احساس کوي لکه د ټولنې راتلونکی یې له معیوبیت څخه ژغورلی وي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د شخصي تجربو درد
اکبري په خپلو سترګو ډېر داسې ماشومان لیدلي چې د پولیو ناروغۍ له امله یې د تل لپاره د خپل بدن ځواک له لاسه ورکړی دی.
هغه وايي: «کله چې یو ماشوم د واکسین نه کولو له امله فلج شي، داسې احساسوم لکه ټول راتلونکی نسل چې فلج شوی وي. دا زما لپاره تر ټولو لوی درد دی.»
همدغه درد د هغه لپاره د مبارزې ځواک ګرځېدلی دی. هغه له ځان سره ژمنه کړې چې تر څو یې توان رسېږي، هېڅ ماشوم باید له واکسین څخه بې برخې نه شي.
د ټولنې باور
د کلونو په تېرېدو سره د عبدالله هڅو د سردرې سیمې د باور فضا بدله کړې ده.
د کلي د جومات امام مولوي عبدالصمد وایي: «عبدالله زموږ ویاړ دی. هغه نه یوازې د ماشومانو روغتیا ته اهمیت ورکوي، بلکې خلکو ته یې ښودلې چې واکسین د ژوند څاڅکي دي. اوس خلک د هغه هره خبره په زړه مني.»
د روغتیايي ټیم مشر هم د هغه رول ستایي او زیاتوي: «زموږ ټیم ځکه بریالی دی، چې عبدالله زموږ تر څنګ دی. خلک پر هغه باور لري، او دغه باور زموږ د بریا کیلي ده.»
عبدالله د سردرې کلي ماشومانو ته واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
راتلونکي ته هیلهمندي
نن چې په سردرې کلي او شاوخوا سیمو کې زرګونه ماشومان د پولیو واکسین له برکته روغ پاتې دي، د عبدالله اکبري او د هغه د نورو همکارانو د نه ستړې کېدونکو هڅو پایله ده.
اکبري وایي: «موږ ټول د خپلو ماشومانو د روغ راتلونکي مسوول یو. که زه د کمپاین یو رضاکار یم، تاسو د خپل کور د ماشومانو رضاکاران یاست، راځئ په ګډه د هغوی راتلونکی خوندي کړو.»
د پولیو پر وړاندې د بریا لاره اوږده ده، خو د عبدالله په څېر اتلان دا هیله ژوندۍ ساتي، چې یوه ورځ به افغانستان د پولیو له ګواښ څخه بشپړ خلاص شي.

