• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د عایشې هڅې چې د پولیو واکسین په تطبیقولو د ماشومانو راتلونکی روښانه کوي

Homepage غوره کیسې د عایشې هڅې چې د پولیو واکسین په تطبیقولو د ماشومانو راتلونکی روښانه کوي

د عایشې هڅې چې د پولیو واکسین په تطبیقولو د ماشومانو راتلونکی روښانه کوي

PolioFreeAfghanistan
مې 25, 2024
غوره کیسې

رقیبه حمیدی

بدخشان، افغانستان (۵ غبرګولی ۱۴۰۳) – پنځه ویشت کلنه عایشه یعقوبي یوه له سابقه لرونکو رضاکارانو ده چې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې دنده ترسره کوي.

هغې چې د شورابک د نجونو له لیسې فارغه شوې او وروسته یې په شفا خصوصي انسټیوټ کې د قابله‌ګۍ په برخه کې زده کړې کړې، له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې د پولیو واکسین کمپاین د رضاکارې په توګه کار کوي.

هغه د کمپاین په ورځو کې هر سهار اته بجې له کوره را وځي او د مازدیګر تر څلورو بجو د خپل مسوولیت په ساحه کې کور په کور ګرځي څو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

د هغې د مسوولیت ساحه د فقیر اباد ګذر اړوند نوی ښار دی چې د ورځې تر ۱۲۰ ماشومان واکسینوي.

عایشه وايي، د لارې په اوږدو کې ماشومان د شا له خوا نارې ورپسې وهي چې واکسیناتورې خاله موږ ته واکسین راکړه.

 

عایشه یعقوبي په زانګو کې پروت یوه ماشوم ته واکسین ورکوي  ©  له پولیو خلاص افغانستان /۳۰۴۱/ رقیبه حمیدی

 

هغې چې واده یې کړی او دوه ماشومان لري، د کمپاین په ورځو کې خپل ماشومان خپلې خور هدیې ته پرېږدي او دا د پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو په نیت له کوره وځي.

هغې زیاته کړه، د رضاکارۍ د تېرو یوولسو کالو خدمت مهمه لاس ته راوړنه یې دا ده چې شاوخوا ۱۵ داسې کورنۍ یې د خپل ماشومانو واکسینولو ته قانع کړي چې د ناسمو معلوماتو ښکار شوي وو او نه یې غوښتل ماشومان یې واکسین شي.

دا وايي: «کله چې له انکارۍ کورنیو سره مخ کېږي نو په ډېرې مهربانۍ ورته ويي چې ګرانې خورې او ګران وروره؛ ټولنه ستاسې ماشومانو ته اړتیا لري، د واکسین په ورکولو نه یوازې هغوی له پولیو ناروغۍ ژغورئ بلکې راتلونکی یې هم روښانه کوئ.»

 

عایشه وايي، د لارې په اوږدو کې ماشومان د شا له خوا نارې ورپسې وهي چې واکسیناتورې خاله موږ ته واکسین راکړه © له پولیو خلاص افغانستان /۳۰۴۱/ رقیبه حمیدي

 

هغې چې یوه ماشوم ته یې واکسین ورکاوه، وویل د دې او د دې د سلګونو همکارانو پر له پسې هڅې د دې لامل شوې چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې په بدخشان کې د پولیو یوه پېښه هم ثبت نه شي.

دا وايي: «لویه هیله مې له ګران هېواد څخه د پولیو ویروس ورکېدل دي، غواړم د ژوند تر وروستیو د پولیو ناروغۍ پر وړاند مبارزه وکړم.»

د عایشې په خبره، د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د پولیو ویروس د واکسین په وسیله له منځه وړل شوی، دا د ټولو کورنیو دیني وجیبه ده چې له رضاکارانو سره مرسته وکړي څو په افغانستان کې هم د واکسین په تطبیقولو سره د پولیو ناروغي له منځه لاړه شي.

د فیض اباد ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکی پنځه‌ پنځوس کل اغا ګل وايي، ډېر پخوا چې د پولیو واکسین اسانتیاوې نه وې، ډېرو ماشومانو د دغې ناروغۍ له امله یا ژوند له لاسه ورکاوه او یا هم د عمر تر پایه معلول کېدل خو ننني ماشومان بختور دي چې د هغوی په زمانه کې واکسین شته او مخکې له دې چې په دې خطرناکه ناروغي اخته شي د واکسین په وسیله وقایه شي.

نوموړی له کورنیو غوښتنه کوي څو خپل له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکړي چې په دې کار سره له یوې خوا هغوی له دغې ناروغۍ خوندي کوي او له بلې خوا له هېواد د دغه خطرناک واکسین په له منځه وړلو کې هم مرسته کوي.

 

عایشه یعوبي وايي، د رضاکارۍ د تېرو یوولسو کالو خدمت مهمه لاس ته راوړنه یې دا ده چې شاوخوا ۱۵ داسې کورنۍ یې د خپل ماشومانو واکسینولو ته قانع کړي چې د ناسمو معلوماتو ښکار شوي وو او نه یې غوښتل ماشومان یې واکسین شي © له پولیو خلاص افغانستان /۳۰۴۱/ رقیبه حمیدي

 

۳۰ کلنه عالیه چې د یوې څلورنیم کلنې لور او لس میاشتني زوی مور ده، وايي خاوند یې میرویس د واکسین مخالف دی، ما ته وايي، کله چې واکسیناتوران راځي نو ورته وایه چې کوچني ماشومان نه لرو، خو زه د هغه په غیاب کې د رضاکارانو په مرسته خپل ماشومان واکسینوم.

هغې په مسکۍ څېره وویل، کلونه کېږي چې په بدخشان کې د پولیو مثبته پېښه نه ده لیدل شوې او په ټوله کې افغانستان د پولیو له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

دې زیاته کړه، دغه لاسته راوړنه په ځانګړې توګه د بدخشان په څېر له لرې ولایت کې د ښځینه رضاکارو ټیمونو د زحمتونو او کورنیو د همکارۍ نتیجه ده.

عالیه له کورنیو په ځانګړې توګه له پلرونو غواړي چې د خپلو معصومو ماشومانو په واکسنیولو له رضاکارانو سره همکاري وکړي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو یو قرباني: د لوړو زده کړو ونه مې ثمر ته و نه رسېدله
بله موضوع
محمد بشیر: د پولیو واکسین کمپاین یو ژمن رضاکار

اړوند مطالب

د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه

لوګر، افغانستان (۶ وری ۱۴۰۴) – کله چې د سهار...

لینا همدرد؛ په تخار کې د پولیو په وړاندې د مبارزې اتله

تخار، افغانستان (۴ مرغومي ۱۴۰۳) – په تالقان کې په...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,