محمد ابراهیم؛ د پولیو ناورین ژوندی تصویر
هلمند، افغانستان (۳ لېندۍ ۱۴۰۳) – معلولیت او غربت هغه دوې لویې ستونزې چې یو انسان یې تر وروستي بریده بېوسه کړی او د ژوند پر سخته لار روان کړی دی.
دا د هلمند د لښکرګاه ښار د بولان سیمې د اوسېدونکي ۳۲ کلن محمد ابراهیم کیسه ده، هغه ځوان چې په څلور کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شو او د هغه له دواړو پښو یې د حرکت ځواک واخیست.
نوموړي د خپلې کورنۍ د مشرانو له خولې د دې غمیزې کیسه داسې پیل کړه: «څلور کلن وم چې سختې تبې ونیولم، پلار او مور مې د درملنې لپاره روغتون ته یووړم، هلته ډاکټرانو تشخیص کړه چې د پولیو په ناروغي اخته شوی یم او زما دواړې پښې یې فلج کړې دي.»
دی وايي، دا د ده د کورنۍ لپاره ډېره بده پېښه وه چې زما د نه واکسینولو له امله ورسره مخ شوې وه.
هغه په خپګان وویل: «له هماغې ورځې مې د ژوند بدمرغۍ پیل شوې او ټولې هیلې یې مړې شوې.»
محمد ابراهیم زیاتوي، په ماشومتوب کې یې هیله درلودله چې د نورو ماشومانو په څېر پر خپلو پښو وګرځي، لوبې وکړي او ښوونځي ته ولاړ شي خو دا هیله یې کله هم پوره نه شوه.
د ژوندانه ترخې ورځې
محمد ابراهیم اوس د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره سوال کولو ته اړ شوی، هغه سخت کار چې له امله یې نوموړی هره شېبه له لوی اروايي عذاب سره مخ دی.
دی وايي: «د دریو اولادونو – دوو لوڼو او یوه زوی- د پالنې مسوولیت را د غاړې دی، دا چې زه معلول یم او کار نه شم کولای نو د هغوی د ساتنې لپاره خلکو ته د مرستې لاس غځوم، که څه هم دا کار زما لپاره لویه اروايي شکنجه ده، خو بله چاره نه لرم.»
د ده په وینا، د اولادونو د روغتیا او ښې راتلونکي لپاره د خپل توان په اندازه زیار باسي او نه غواړي هغوی له هغو ستونزو سره مخ شي چې دی ورسره مخ دی.
محمد ابراهیم پر والدینو هم غږ کوي چې د ده له ژونده درس واخلي او خپل اولادونه دې د خپلو بې پروايۍ نه قرباني کوي، هغوی ته دې په ماشومتوب کې د پولیو په ګډون د ټولو خطرناکو ناروغیو واکسین ورکړي، څو له معلولیت او نورو ناخوالو خوندي شي او په راتلونکي کې روغ ژوند ولري.
د محمد ابراهیم کیسه موږ ته د یوه ناورین ژوندی تصویر وړاندې کوي او موږ ته دا پېغام راکوي چې که غفلت وکړو او خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ور نه کړو نو دغه ویروس به نه یوازې هغوی فلج کړي، بلکې د هغوی هیلې او ارمانونه به هم ووژني. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی
د واکسین ارزښت، د مشرانو او روغتیاپالانو څرګندونې
د هلمند ولایت یو قومي مشر حاجي محبوب الله د محمد ابراهیم سخت ژوند ته په کتو وايي: «پولیو ناروغي یوازې معلولیت نه، بلکې غربت او بې وزلي هم زېږوي چې محمد ابراهیم یې ژوندۍ بېلګه ده.»
دی زیاتوي، که هغه په ماشومتوب کې واکسین شوی وای نو د پولیو په ناروغۍ به نه اخته کېده او پښې به یې نه فلج کېدې، بلکې د نورو انسانانو په څېر به یې عادي ژوند لرلای.
د ده په باور تر هغه چې ټول خلک په یووالي د پولیو ناروغۍ پر وړاندې و نه درېږي او تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین رسول یقیني نه شي نو دا ناروغي به هره ورځ د ټولنې راتلونکی ګواښي.
په ورته ډول یو سیمه ییز روغتیاپال ډاکټر رحیم وايي: «پولیو یوه فلج کوونکې او درمل نه لرونکې ناروغي ده، چې یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي، د پولیو واکسین د ماشومانو د روغ ژوند او د ټولنې د پرمختګ تضمینوونکی دی، که هر ماشوم واکسین شي نو کولای شو ټولنه له معلولیت، بې وزلۍ او نورو زیانونو څخه وژغورو.»
هغه له استثنا پرته دا د ټولو والدینو مسوولیت بولي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو په ګډون د ماشتومتوب دورې ټول واکسینونه ورکړي، ځکه همدا یوازینۍ لار ده چې د هغوی راتلونکی خوندي کوي.
یو الهام بخښونکی درس
د محمد ابراهیم کیسه موږ ته د یوه ناورین ژوندی تصویر وړاندې کوي او موږ ته دا پېغام راکوي چې که غفلت وکړو او خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ور نه کړو نو دغه ویروس به نه یوازې هغوی فلج کړي، بلکې د هغوی هیلې او ارمانونه به هم ووژني.
د هر کمپاین پر مهال د پولیو واکسین دوه څاڅکي کولای شي د یوه ماشوم ژوند خوندي کړي او هغه له تلپاتي فلج څخه وژغوري.
راځئ ټول په ګډه خپل دا ملي او دیني وجیبه ترسره کړو او خپلو ماشومانو ته داسې یو راتلونکی جوړ کړو چې هغوی په کې د دې بدمرغې ناروغۍ ښکار نه شي.
سعید زابلی، له پولیو خلاص افغانستان