• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له خطر تر خوندیتوبه؛ په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد مبارزه کې د پام وړ پرمختګ شوی

Homepage غوره کیسې له خطر تر خوندیتوبه؛ په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد مبارزه کې د پام وړ پرمختګ شوی

له خطر تر خوندیتوبه؛ په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد مبارزه کې د پام وړ پرمختګ شوی

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 11, 2023
غوره کیسې

بشیر نادم


(کندهار، افغانستان): په کندهار کې- چې پخوا د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ تر ټولو له خطره ډکه سیمه بلل کېدله او د پولیو پېښو د نوملړ په سر کې یې نوم یادېده- اوس د دې ناروغۍ پر ضد مبارزه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

شاوخوا درې کاله مخکې د هېواد په کچه د پولیو له نیمايي ډېرې پېښې په سوېلي زون او د ولایتونو په کچه تر ټولو ډېرې پېښې په کندهار کې ثبت شوې وې خو په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د پولیو هیڅ انساني پېښه نه ده ثبت شوې.

دغه راز په تېرو کلونو کې په دغه ولایت کې د پولیو د چاپېریالي پېښو کچه هم لوړه وه چې اوس ټیټه شوې او په دې وروستیو کې دلته یوازې یوه چاپېریالي پېښه ثبت شوې ده.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د پولیو یو رضاکار ماشومانو ته واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ نادم

 

په کندهار کې د پولیو پخوانی او اوسنی وضعیت

په کندهار کې د پولیو مخنیوي پروګرام د عامه پوهاوي یو مسوول امین الله امین وايي، په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې په هېواد کې د پولیو ۵۶ پېښې ثبت شوې وې چې ۳۸ یې په سوېلي زون او له دې جملې ۱۴ یې یوازې په کندهار کې وې.

نوموړي زیاته کړه: «دا خورا هېښوونکې وه چې دغه کال د هېواد په کچه د پولیو له نیمايي ډېرې پېښې په سوېلي زون او د ولایتونو په کچه تر ټولو ډېرې پېښې په کندهار کې ثبت شوې وې چې لاملونه یې ناامني، د پولیو واکسین کمپاین کم پوښښ، د ګڼو کورنیو له لوري ماشومانو ته د واکسین له ورکولو انکار او نور وو.»

دی وايي، د امنیت له ټینګښت سره په وروستیو شاوخوا دوو کلونو کې که څه هم له هېواده د پولیو ناروغي یوه مخ نه ده ورکه شوې خو پېښې یې په کمېدو دي چې په سوېلي زون او کندهار کې بیا دا پېښې ډېرې کمې شوې دي.

هغه وویل: «د هېواد په کچه په ۲۰۲۱ کال کې د پولیو ۴ او په ۲۰۲۲ کال کې ۲ پېښې ثبت شوې وې؛ دغه راز په روان ۲۰۲۳ کال کې تر دې مهاله د پولیو ۵ پېښې ثبت شوې چې په دې موده کې د سوېلي زون اړوند په کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو کې د پولیو کومه انساني پېښه نه ده ثبت شوې، بلکې یوازې په دې وروستیو کې د کندهار په چاپېریال کې د پولیو ویروس د شتون یوه پېښه ثبت شوې ده.»

هغه زیاتوي، پورتنیو شمېرو ته په کتو دلته د پولیو چاپېریالي پېښې هم کمې شوې، په داسې حال کې چې پخوا به په هرو ۱۵ ورځو کې د کندهار له چاپېریال څخه نمونې د معاینې لپاره اخیستل کېدې چې د پولیو ویروس د وحشي بڼې نښې په کې لیدل کېدې.

 

د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې کومې هڅې اغېزناکې ثابتې شوې؟

له تېرو دوو کلونو راهیسې د ټولنې د ښکېلتیا، د عامه پوهاوي د ډېروالي او د واکسین کمپاینونو د پوښښ ساحې د پراختیا په پایله کې په دغه ولایت او سوېلي حوزه کې د پولیو ناروغۍ پر ضد مبارزه کې ډېر پرمختګ شوی دی.

امین وايي، له پولیو سره په مبارزه کې د ګڼو هڅو له منځه د ټولنې ښکېلتیا تر ټولو اغېزناکه ثابته شوې چې پخوا یې د جګړو او ناامنیو له امله کچه ټیټه وه.

نوموړی زیاتوي، د ۲۰۲۱ کال تر پایه دلته د واکسیناسیون د عامه پوهاوي شبکه (ICN) فعاله وه چې د ګذر وکیلانو، مخورو، د جوماتونو له امامانو او سیمه ییزو مسوولنیو سره یې نژدې اړیکې ساتلې وې او د هغوی د پر له پسې هڅو په لړ کې په کندهار کې د واکسین د پوښښ ساحه پراخه شوه.

ده وویل: «پخوا د ناامنیو او نورو ستونزو له امله د کندهار په ولسوالیو کې د واکسین د پوښښ ساحه ۳۰ یا ۴۰ سلنه وه او ډېر ماشومان له واکسینه پاتې کېدل؛ خو اوس چې امنیتي وضعیت ښه شوی، د واکسین د پوښښ ساحه له ۹۰ تر ۹۵ سلنې پراخه شوې ده.»

نوموړي په سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د واکسین ټیمونو فعالیت هم د پولیو پېښو په کمولو کې اغېزناک وباله چې دواړو غاړو ته د پولیو ویروس د لېږد رالېږد په مخنیوي کې یې مهم رول درلودلی دی.

هغه زیاتوي، پر یاده شوې لار هره ورځ زرګونه کورنۍ تګ راتګ کوي چې د ګومارل شوو ټیمونو له لوري تر لس کلنۍ پورې ماشومان په منظم ډول واکسین کېږي څو د پولیو ویروس له لېږد او خپرېدو مخنیوی وشي.

له دې ور ها خوا نوموړي د حفظ الصحې یا روغتیا ساتنې یادونه هم وکړه چې د پولیو پېښو په کمولو کې یې رول درلودلی چې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته تر ډېره د خلکو پام ور اوښتی دی.

 

وېره او اندېښنه

د پولیو پروګرام دغه مسوول وايي، هڅه کوي د پولیو پر ضد مبارزه لا ښه شي څو نه یوازې د سوېلي حوزې، بلکې د ټول هېواد ماشومان له دغې خطرناکې ناروغۍ و ژغورل شي.

هغه په ننګرهار ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ وروستۍ پنځه پېښې خواشینوونکې وبللې او ویې ویل که د هېواد په کچه پولیو واکسین تر ټولو غوره تګلاره پلې نه شي او ساحه یې لا پراخه نه شي نو د یاد شوي ولایت په څېر په کندهار او نورو ولایتونو کې هم ماشومان په دې ناروغي اخته کېدلای شي.

دی ټینګار کوي چې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي موخه باید د وضعیت او موقعیت له پلوه له بېلابېلو تګلارو کار واخیستل شي څو ټول له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان په کورونو، وړکتونونو، روغتیايي مرکزونو، تفریحي ځایونو، جوماتونو او نورو ځایونو کې واکسین کړل شي.

 

خلک هم د پولیو په مخنیوي کې د بېلابېلو تګلارو پلي کول اغېزناک او ګټور ګڼي

د کندهار اوسېدونکي هم وايي چې د پولیو ویروس د لېږد او خپرېدو د بشپړ مخنیوي په موخه دې د واکسین د کمپاینونو پر مهال له بېلابېلو ګټورو تګلارو کار واخیستل شي څو یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې نه شي.

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۵ کلن اختر محمد خپل اته میاشتنی زوی د پولیو واکسین لپاره د باندې را ایستلی © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ نادم

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۵ کلن اختر محمد چې له کوره یې خپل اته میاشتنی زوی د پولیو واکسین لپاره را ایستلی و، وايي خوشحاله دی چې په دغه ولایت کې د پولیو ناروغۍ پېښې کمې شوې خو دغه حالت باید دوام پیدا کړي.

هغه وویل: «زموږ ماشومان اوس هم د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي چې د مخنیوي لپاره یې باید د واکسین کمپاین په ښه توګه پلی شي.»

نوموړي د دې تر څنګ یادونه وکړه چې د ښځینه واکسیناتورانو شتون هم ډېر مهم دی، ځکه د هغوی فعالیت دا یقیني کوي چې د پولیو واکسین تر هر کور او هر ماشوم پورې رسېږي او هغه مېندې چې خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي، دوی کولای شي د مخامخ خبرو له لارې قناعت ورکړي.

ده ټینګار وکړ چې مسوولین باید د ماشومانو د روغتیا او غوره راتلونکې په موخه خپل مسوولیت ترسره کړي، دا او نور لازم ګامونه واخلي.

د پولیو پروګرام ځايي مسوولین او خلک دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو اوونۍ مخکې هم په ټول هېواد کې د پولیو سرتاسري کمپاین په لړ کې شاوخوا ۱۱ میلیونه له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسین شول.

دا مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو وېروس په کې شته او د ماشومانو ژوند ګواښي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو شپږمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه
بله موضوع
د پولیو په تړاو د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرښې پورې غاړې د همغږۍ غونډه جوړه شوه

اړوند مطالب

د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه

لوګر، افغانستان (۶ وری ۱۴۰۴) – کله چې د سهار...

لینا همدرد؛ په تخار کې د پولیو په وړاندې د مبارزې اتله

تخار، افغانستان (۴ مرغومي ۱۴۰۳) – په تالقان کې په...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,