د پولیو هغه قرباني چې د پولیو نورو قربانیانو ته خوښي او د ژوند هیلې ورکوي
مرضیه فروتن
هرات، افغانستان (۲۳ غویی ۱۴۰۳) – د هرات ولایت اوسېدونکی ۳۶ کلن عبدالرحیم رادمنش چې په ماشومتوب کې یې دواړې پښې د پولیو ناروغۍ له امله فلج شوې، د معلولینو د پالنې په یوه مرکز کې د لسګونو هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو تر منځ په خپل ویلچیر کې ناست دی چې هغوی هم د پولیو ناروغۍ له امله فلج او معلول شوي دي.
نوموړی د پولیو ناروغۍ دغو قرباني ماشومانو او ځوانانو ته د هغوی د وړتیاوو لوړولو او ژوند سبک په تړاو پوهاوی او زده کړه ورکوي.
د معلولینو د پالنې په دغه مرکز کې چې د پیر هرات خیریه بنسټ له لوري جوړ شوی تر ۶۰ تنو له اوو تر شلو کلونو عمر لرونکي ماشومان او ځوانان اوسېږي چې د پولیو ناروغۍ له امله معلول شوي دي.
رادمنش وايي، شاوخوا څلوردېرش کاله وړاندې د دوو کلونو په عمر د کورنۍ د نه پوهاوي او واکسین نه کولو له امله د پولیو په ناروغي اخته شوی دی.
هغه زیاته کړه، ښوونځی یې تر اتم ټولګي لوستی خو د خپل معلولیت او د کورنۍ د بد اقتصادي وضعیت له امله نه دی توانېدلی چې زده کړې بشپړې کړي.
نوموړی چې واده یې کړی او د څلورو اولادونو پلار دی، وايي د پولیو ناروغۍ په سبب د ور پېښ معلولیت له امله یې د ماشومتوب او ځوانۍ په دوره کې ډېرۍ سختۍ لیدلې او زغملې دي.
ده وویل، په افغانستان کې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله د معلولینو ژوند ډېر سخت دی، دغه راز د معلولینو پر وړاندې د خلکو لیدلوری هم منفي دی چې له امله یې هغوی له خپلو ډېرو حقونو بې برخې دي.
رادمنش زیاته کړه: «معلولین د ویلچیرونو کارولو له امله پارکونو، دولتي او خصوصي ادارو او ګڼو نورو ځایونو ته د تګ په ګډون په ټولو ټولنیزو فعالیتونو کې له ستونزو سره مخ دي.»
د هرات ولایت اوسېدونکی ۳۶ کلن عبدالرحیم رادمنش چې په ماشومتوب کې یې دواړې پښې د پولیو ناروغۍ له امله فلج شوې، د معلولینو د پالنې په یوه مرکز کې د لسګونو هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو تر منځ په خپل ویلچیر کې ناست دی چې هغوی هم د پولیو ناروغۍ له امله فلج او معلول شوي دي© له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن
خو د ده په وینا، له ستونزو سربېره بیا هم خوښ دی چې د معلولینو د پالنې په یوه مرکز کې د ځان په څېر لسګونو معلولینو ته ښوونه او روزنه ورکوي.
هغه زیاته کړه، د هغو تجربو له مخې چې د معلولینو په برخه کې یې لرلې، دیارلس کاله مخکې د یوه دوست په مرسته د پیر هرات خیریه بنسټ ته لار پیدا کړه.
ده وویل: «کلونه کېږي چې د یاد شوي خیریت بنسټ له لوري د معلولینو د پالنې په موخه په جوړ شوي مرکز کې د پولیو هغو قربانیانو ته د ژوند د سبک په تړاو زدهکړې ورکوم چې د خپلو کورنیو له لوري رد شوي وي، هڅه کوم هغوی سواد او مهارتونه زده کړي څو وړتیاوې یې لوړې شي او د نورو له انحصاره خلاص شي.»
رادمنش د یوه داسې ځوان په توګه چې له تېرو څلور دېرش کلونو راهیسې د پولیو ناروغۍ په سبب له ور پېښ معلولیت څخه کړېږي، له کورنیو غوښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو د واکسینولو په برخه کې دې هیڅ راز غفلت نه کوي.
هغه وايي، له پولیو وژونکې او فلجوونکې ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو یوازینۍ لار واکسین دی او دا د والدینو دنده ده چې د هر کمپاین پر مهال خپل ماشومان واکسین کړی.
د معلولینو د پالنې په دغه مرکز کې چې د پیر هرات خیریه بنسټ له لوري جوړ شوی تر ۶۰ تنو له اوو تر شلو کلونو عمر لرونکي ماشومان او ځوانان اوسېږي چې د پولیو ناروغۍ له امله معلول شوي دي © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن
د پیر هرات خیریه بنسټ له لوري د معلولینو د پالنې په جوړ شوي مرکز کې مېشت پولیو ځپلي ماشومان خوښ دي چې دلته یې پالنه کېږي او د راتلونکي ژوند لپاره هیلې ورکول کېږي.
د جاوېد په نوم یوولس کلن ماشوم چې په یو کلنۍ کې د پولیو په ناروغي اخته شوی له تېرو دوو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ لرې په دغه مرکز کې ژوند کوي.
هغه وویل، استاد یې عبدالرحمن رادمنش ده او نورو معلولینو ته تل خوښي او امید ورکوي.
اوولس کلن محمد سلیم بل معلول دی چې له یو نیم کال راهیسې د معلولینو د پالنې په دغه مرکز کې اوسېږي.
هغه وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې کورنۍ ده ته پاملرنه نه شي کولای نو ځکه یې دغه مرکز ته سپارلی دی چې له نورو معلولینو سره یو ځای په کې د یوې کورنۍ په توګه ژوند کوي.
دی زیاتوي، کله چې له رادمنش سره یو ځای وي نو انرژي ترلاسه کوي او هیلې یې ژوندۍ کېږي.