• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

په شاجوی کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي لپاره د دوو ځوانانو هڅې

Homepage د ساحې کیسې په شاجوی کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي لپاره د دوو ځوانانو هڅې

په شاجوی کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي لپاره د دوو ځوانانو هڅې

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 24, 2024
د ساحې کیسې

زابل، افغانستان (۵ لېندۍ ۱۴۰۳) – د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اوسېدونکي نثار احمد او حکمت الله د پولیو واکسین کمپاینونو هغه دوه ځوان رضاکاران دي چې ځانونه یې د ماشومانو روغتیا او خوندیتوب ته وقف کړي دي.

هغوی نه یوازې د خپلې سیمې تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین رسوي، بلکې به دې تړاو په ټولنه کې د شته ناسمو باورونو د له منځه وړلو او پوهاوي خپرولو لپاره هم هڅې کوي.

 

د ماشومانو واکسینول او د خلکو د ذهنیتونو روښانه کول، څنګ په څنګ

نثار احمد چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د یوه رضاکار په توګه فعاله برخه اخیستې وايي، د ده دنده یوازې د ماشومانو تر واکسینولو محدوده نه ده بلکې تل یې د خلکو د ذهنیتونو د روښانه کولو هڅه هم کړې ده.

دی زیاتوي: «د ټولنې ډېره برخه وګړي نالوستي دي او د پولیو ناروغۍ له خطرونو او د واکسین له ارزښت څخه خبر نه دي، ما تل هڅه کړې په ساده ټکیو هغوی ته پوهاوی ورکړم څو د دې ناروغۍ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړي.»

د نثار احمد همکار حکمت الله هم وايي: «ځینې کورنۍ د دودیزو باورونو او ناسمو معلوماتو له مخې د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کوي، خو موږ د دیني عالمانو او سیمه‌ییزو مشرانو  په همکاري له هغوی سره خبرې کوو او هغوی ته ښیوو چې د پولیو پر وړاندې د ماشومانو واکسینول یو انتخاب نه، بلکه اړین عمل دی.»

هغه زیاتوي، له دې تګلارې په کار اخیستو یې ډېرې کورنۍ د پولیو واکسین په ارزښت پوهولې او اوس په منظم ډول خپل ماشومان واکسینوي.

 

د یوه پلار قانع کول

نثار احمد او حکمت الله د خپلو لاسته راوړنو په لړ کې د هغه پلار کیسه کوي چې د خپلو ماشومانو له واکسینولو څخه یې انکار کاوه.

د الله داد په نوم د پنځو ماشومانو دغه پلار د پولیو واکسین په اړه اندېښنې لرلې، هغه اورېدلي وو چې ګواکې دغه واکسین د ماشومانو روغتیا زیانمنوي.

خو نثار احمد او حکمت الله په صبر او حوصله د هغه اندېښنې واورېدې او وروسته یې هغه ته علمي دلایل وړاندې کړل چې د پولیو واکسین ماشومان له تلپاتي فلج څخه ژغوري، د هغوی د بدن معافیت لوړوي او د ټولنې د روغتیا په ساتنه کې مرسته کوي.

نثار احمد وايي، کله چې یې د الله داد ذهن پرانیست او هغه خپله پرېکړه بدله کړه نو داسې احساس یې وکړ چې خپلې موخې (له پولیو خلاص افغانستان) ته یو ګام نور هم نژدې شوی وي.

په دې اړه پخپله الله داد، وايي: «لومړی مې فکر کاوه چې د پولیو واکسین خطرناک دی او ماشومانو ته ښه نه دی، خو دغو واکسیناتورانو زه وپوهولم چې زما شک بې ځایه دی، اوس نه یوازې خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوم بلکې نورو ته هم د دغه مهم کار سپارښتنه کوم.»

 

یو روښانه پیغام

د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د نثار احمد او حکمت الله د هڅو په پایله کې د خلکو ذهنیتونه د پام وړ بدل شوي او تر پخوا ډېر د خپلو اولادونو روغتیا او خوندیتوب ته متوجه شوي دي.

هغوی اوس پوهېدلي چې واکسین د پولیو له خطرناک ویروس څخه د ماشومانو د خوندیتوب یوازینۍ وسیله ده چې په نړۍ کې یې د ماشومانو د فلجېدو او مړینې پېښې په بې سارې توګه راټیټې کړې دي.

د نثار احمد او حکمت الله کیسه موږ ته دا درس راکوي چې د هر فرد هڅې، که هر څومره کوچنۍ ښکاره شي، د یوې ټولنې د مثبت بدلون لپاره لوی ارزښت لري.

د هغوی هڅې موږ ته دا پیغام هم راکوي چې هر ماشوم د روغتیا حق لري، او دا زموږ دنده ده چې د هغوی له دغه حق څخه دفاع وکړو.

د شاجوی ولسوالۍ هر ماشوم چې د واکسین په مرسته له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کېږي، د یوې بریا نښه ده، دا بریاوې باید دوام وکړي څو یوه ورځ د هېواد ټول ماشومان د پولیو له خطره ازاد ژوند وکړي.

سعید زابلی، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
ناجیه علیمي او د پولیو له منځه وړلو لپاره د هغې هڅې
بله موضوع
ماه‌جبین حلیمي: له ننګونو تر بدلون، له پولیو څخه د ماشومانو د ژغورلو سفر

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,