• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

ساړه بادونه، تودې هڅې؛ د کوچیانو د ماشومانو د راتلونکي خوندي کولو مبارزه

Homepage د ساحې کیسې ساړه بادونه، تودې هڅې؛ د کوچیانو د ماشومانو د راتلونکي خوندي کولو مبارزه

ساړه بادونه، تودې هڅې؛ د کوچیانو د ماشومانو د راتلونکي خوندي کولو مبارزه

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 19, 2024
د ساحې کیسې

غزني، افغانستان (۲۹ لړم ۱۴۰۳) – د سهار ساړه بادونه د غزني د کوچیانو په خیمو کې ژوند ته نوی حرکت ورکوي او له اورونو شنه لوګي پورته کېږي؛ د پولیو واکسین د ګرځنده ټیم دوه رضاکاران صفت الله او احمد د واکسین له بکسونو سره د کوچیانو د استوګنې سیمې ته روانېږي.

د دوی موخه دا ده چې د کوچیانو ماشومان واکسین کړي څو نه یوازې هغوی د پولیو له خطرناکې ناروغۍ خوندي شي، بلکې د هغوی له لارې د دغه ویروس د انتقال او خپرېدو مخنیوی هم وشي.

 

کوچیان او د پولیو ویروس ګواښ

صفت الله چې شاوخوا ۲۰ کاله عمر لري او له تېرو دریو کلونو راهیسې د پولیو واکسین د ګرځنډه ټیم رضاکار دی، اوس د کوچیانو د ماشومانو د ژوند یو مهم خوندي کوونکی ګڼل کېږي.

هغه د خپل ټیم په ملتیا په دې وروستیو کې د هغو کوچیانو د ماشومانو واکسینولو ته دوام ورکړی چې له غزني څخه د کندهار په لور کوچ کوي.

نوموړی وايي: «زموږ هدف دا دی چې ټول ماشومان خوندي کړو، په ځانګړې توګه هغه ماشومان چې د واکسین له کمپاینونو پاتې کېږي، موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې د پولیو ویروس د کوچیانو له لارې نورو سیمو ته انتقال نه شي.»

خو د کوچیانو ماشومانو ته واکسین رسول یو ستړی کوونکی کار دی، صفت الله او همکاران یې ټوله ورځ له سهار تر مازدیګره کار کوي څو ډاډ ترلاسه کړي چې ټول ماشومان واکسین شوي دي.

هغه په ځانګړې توګه د تلونکو کوچیانو ماشومانو ته د واکسین ورکولو اهمیت په ګوته کوي، ځکه دا د پولیو ویروس د انتقال او خپرېدو د مخنیوي لپاره یوه اړینه هڅه ده.

دی وایي: «موږ هڅه کوو چې نه یوازې د کوچیانو ماشومان واکسین کړو، بلکې کوچیان د پولیو ناروغۍ په خطرونو او د واکسین په ارزښت وپوهوو؛ اوس ډېر کوچیان د واکسین ارزښت درکوي او له کومې اندېښنې پرته خپلو ماشومانو ته واکسین ورکوي.»

صفت‌الله والدین د خپلو ماشومانو د روغتیا لومړني مسوولین بولي او زیاتوي: «که والدین د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې غفلت وکړي، نه یوازې د خپلو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د نورو ماشومانو روغتیا ته هم ګواښ پېښوي؛ د ماشومانو سالم راتلونکی زموږ ګډ مسوولیت دی.»

 

د صفت الله او د هغه د همکارانو موخه دا ده چې د کوچیانو ماشومان واکسین کړي څو نه یوازې هغوی د پولیو له خطرناکې ناروغۍ خوندي شي، بلکې د هغوی له لارې د دغه ویروس د انتقال او خپرېدو مخنیوی هم وشي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

د کوچیانو بدل شوی ذهنیت

په سیمه کې مېشت کوچیان چې د پولیو واکسین د ګرځنده ټیمونو د رضاکارانو په مټ د پولیو ناروغۍ له خطرونو او د واکسین له ارزښته خبر شوي، د خپلو ماشومانو روغتیا ته اندېښمن دي.

د عبدالحق په نوم یو کوچی وايي: «موږ پخوا نه پوهېدو چې پولیو څه ډول ناروغي ده او څه ډول یې مخنیوی کېږي، خو د پولیو واکسین ګرځنده ټیمونو موږ په هر څه وپوهولو، اوس موږ کوښښ کوو چې خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړو، څو د پولیو ناروغۍ ښکار نه شي.»

نوموړی له نورو کوچیانو هم غواړي چې د پولیو واکسین له اسانتیا ګټه واخلي او خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه د پولیو ناروغي درملنه نه لري او یوازې د واکسین له لارې د مخنیوي وړ ده.

 

د روغتیايي کارپوهانو ارزونه

د روغتیايي چارو کارپوهان د کوچیانو د ماشومانو د واکسینولو هڅې ستايي او وايي دا د پولیو خطرناک ویروس د انتقال او مخنیوي اغېزناکه لاره ده.

ډاکټر سید احمد عزیزي چې د پولیو واکسین د ګرځنده ټیمونو فعالیتونه څاري، وايي: «پولیو یوه خطرناکه ساري ناروغي ده چې د ژمي موسم په نږدې کېدو د کوچیانو د تګ راتګ له لارې له یوې سیمې بلې ته په آسانۍ انتقالېدای شي، د دې ناروغۍ مخنیوی یوازې د واکسین کولو او د حفظ‌الصحي د اصولو په عملي کولو سره ممکن دی.»

عزیزي زیاتوي چې ګرځنده ټیمونه باید د هغو کورنیو ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې د واکسین څخه پاتې شوي وي.

د ده په وینا، قومي مشران، ځایي چارواکي او د عامه پوهاوي ټیمونه کولای شي د هغو کورنیو د قناعت لپاره هڅې وکړي چې د واکسین کولو په اړه شک لري.

 

د کوچیانو ماشومان د واکسین له ترلاسه کولو وروسته د خپلو کورنیو سره په خوښۍ خپلو نوو څړځایونو ته روانېږي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

د هڅو دوام

د کوچیانو ماشومان د واکسین له ترلاسه کولو وروسته د خپلو کورنیو سره په خوښۍ خپلو نوو څړځایونو ته روانېږي، خو د صفت‌الله او احمد هڅې پر دې ځای نه درېږي؛ هغوی د خپل ماموریت دوام ته ژمن دي او هره ورځ د نوو خېمو لټون کوي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.

دا کیسه د هغو زرګونو رضاکارانو د نه ستړې کېدونکو هڅو انعکاس دی چې د پولیو ویروس د له منځه وړلو لپاره خپل وخت د خدمت په لاره کې تېروي.

د دوی هڅې د ماشومانو د روغتیا د خوندي کولو لپاره د یو روښانه راتلونکي زېری دی.

رحمت الله مرجانخېل، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
پولیو ویروس څنګه په خپلو پښو د خیرمحمد د ګرځېدو خوبونه وتروړل؟
بله موضوع
هر څاڅکی واکسین، له پولیو څخه د خلاص راتلونکي په لور یو ګام

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,