د پولیو ناروغۍ له امله د یوه معلول پلار دردناک ژوند
کندهار، افغانستان (۱۵ تله ۱۴۰۳) – ۴۰ کلن توریالی چې د کندهار ولایت د ژیړۍ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، اوسمهال په کندهار ښار کې، د یوې ودانۍ څوکیدار دی.
هغه په ماشومتوب کې د پولیو/ ګوزڼ ضد واکسین نه کولو له امله معلول شوی او اوس له ګڼو فزیکي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی.
توریالی وايي، شپږ کلن و چې د خپلې کورنۍ د بې پروایي له امله له واکسین څخه پاتې او د پولیو په ناروغۍ اخته شو چې له امله یې د هغه ښی لاس او پښه فلج شول.
هغه چې په څېره کې یې درد او ناهیلي له ورایه ښکارېده، زیاته کړه: «زموږ کورنۍ باور درلود چې واکسین ماشومانو ته زیان رسوي، په داسې حال کې چې د واکسین په وسیله یې کولای شوای د یوه انسان د تلپاتي معلولیت مخه ونیسي.»
د ده په خبره، هغه وخت په وطن کې جګړې او نا امنۍ وې، خلکو آن روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه درلود، نو د واکسین په اړه خو یې بېخي فکر نه کاوه چې مهم به وي.
نوموړی چې د پولیو ناروغۍ له امله د ور پېښ معلولیت تر څنګ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دی وایي، د پولیو ناروغۍ د ژوند مهم فرصتونه ورڅخه اخیستي، که په ماشومتوب کې واکسین شوی وای نو نن به د دې جوګه و چې خپلو اولادونو ته ښه ژوند برابره کړي.
څلوېښت کلن توریالی چې د ۸ اولادونو پلار هم دی، په ماشومتوب کې د پولیو/ ګوزڼ ضد واکسین نه کولو له امله معلول شوی، اوس له ګڼو فزیکي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی
هغه په ټولنه کې د خلکو له بد چلند څخه هم شکایت لري او زیاتوي: «هیچا د همکارۍ لاس رانه کړ، کورنۍ او ملګرو ستونزو ته یوازې پرېښودم، اوس په معلول ځان کار کوم، څو خپل ماشومان وساتم.»
توریالی چې دا مهال په کندهار ښار کې، په یوه لوړپوړیزه ودانۍ کې د څوکیدار په توګه دنده تر سره کوي وایي، د میاشتې ۶ زره افغانۍ معاش لرم خو دا معاش یې د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای، له همدې کبله یې ژوند له کړاونو او ننګونو سره مخ دی.
نوموړی وایي: «له معلولیت سره زما د ژوند مبارزه یوازې فزیکي نه ده؛ بلکې رواني او ټولنیز فشارونه مې هم کړوي، ځینې خلک ماته د ‘ګوډ’ په نوم غږ کوي، د خلکو دا ډول چلند ما نور هم ځوروي او د یوازیتوب احساس راکوي.»
هغه چې د اتو اولادونو پلار دی، د خپلو ماشومانو د زده کړو او راتلونکي په اړه ژوره اندېښنه لري او وايي: «زما ماشومان بې زدکړو پاتې کېږي، ځکه چې زه اقتصادي ستونزې لرم، که زه معلول نه وای او د نورو انسانانو په څېر مې عادي ژوند لرلای نو ماشومان به مې ښوونځي ته لېږلي واي.»
هغه چې دغه وضعیت ته ځورېږي وایي: «زه هيله لرم چې کومه خیریه اداره زما د ماشومانو د تعلیم په برخه کې له ما سره مرسته وکړي، څو هغوی زده کړې وکړي او راتلونکي یې روښانه شي.»
توریالي چې اوس د ګوزڼ ضد واکسین ارزښت درک کړی، خلکو ته په خپل پیغام کې وایي چې هیڅ ماشوم باید له دغه واکسین څخه محروم نه شي.
توریالی وايي، شپږ کلن و چې د خپلې کورنۍ د بې پروایي له امله له واکسین څخه پاتې او د پولیو په ناروغۍ اخته شو چې له امله یې د هغه ښی لاس او پښه فلج شول © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی
دی وایي: «زما ژوند خلکو ته یوه ښه بیلګه ده، که هغوی غواړي چې د خپلو ماشومانو راتلونکی له داسي ستونزو څخه خوندي کړي، باید بې له ځنډه د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.»
د توریالی یو خپلوان عبدالرزاق وایي، پخوا خلکو د ګوزڼ ناروغۍ په اړه ډېر معلومات نه درلودل او عامه پوهاوی کم و، له بلې خوا خلک د جګړو او ناامنیو له خپلو مېنو څخه نورو سیمو ته کوچېدل.
هغه زیاتوي، همدا لاملونه وو چې د توریالي کورنۍ و نه توانېده هغه په ماشومتوب کې واکسین کړي، په پایله کې هغه د پولیو په ناروغۍ اخته شو او د تل لپاره یې د نورو نورو مرستې ته اړ کړ.
نوموړي وویل، اوس توریالی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، که هغه د ګوزڼ په ناروغي نه وای اخته شوی او نه وای معلول شوی، نو اوس به یې د نورو خلکو په څېر عادي ژوند درلود.
هغه زیاتوي: «د ګوزڼ ضد واکسین ډېر مهم دی، هیڅوک پلار او مور باید په دې اړه ناغیړي و نه کړي، که نه نو بیا به یې ماشومان په دې خطرناکه ناروغي اخته شي او د تل لپاره به د نورو لاسینوي ته اړ شي.»
د توریالی دغه اړمن ژوند د واقعیتونو یوه روښانه انځور دی چې د کورنۍ غفلت، د ټولنې بې پروایۍ او د پولیو ناروغۍ په سبب ور پېښ معلولیت هغه له ډېرو کړاونو سره مخ کړی.
د دې لپاره چې نوی نسل له دا ډول کړاونو خوندي شي، اړینه ده چې د پولیو واکسین د اهمیت په اړه پوهاوی ډېر شي، دغه راز په ټولنه کې د پولیو له قربانیانو سره مرستې او همکارۍ وشي څو هغوی په خپلو پښو ودرېږي او د ماشومانو ژوند یې تضمین شي.
سعید زابلی، له پولیو خلاص افغانستان