• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو پر وړاندې د ستونزمنې لارې اتل

Homepage اتل د پولیو پر وړاندې د ستونزمنې لارې اتل

د پولیو پر وړاندې د ستونزمنې لارې اتل

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 6, 2024
اتل, غوره کیسې

سعید زابلی

زابل، افغانستان (۱۶ وږی ۱۴۰۳) – د زابل په لېرې ولسوالۍ شملزو کې یو ځوان له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب هڅې کوي.

دا ځوان ۳۲ کلن داد محمد دی چې له تېرو اتو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاین کې د واکسیناتور په توګه کار کوي.

هغه وایي، دا ستړی، خو له ویاړه ډک کار له تېرو اتو کلونو راهیسې په دې موخه پر مخ پر مخ وړي څو ماشومان له ګوزڼ ناروغۍ څخه وژغوري.

د پیاوړې ارادې څښتن داد محمد زیاتوي: «د ماشومانو واکسینول په راتلونکي نسل پانګونه ده، څو موږ یوه سالمه او روغه ټولنه ولرو.»

شملزو ولسوالي له مرکز کلات ښار څخه ۱۲۰ کیلومتره واټن لري چې د خامو سړکونو، سړې هوا، او د خلکو په منځ کې د پولیو واکسین په اړه د عامه پوهاوي د نشتون له ننګونو ډکه ده.

خو داد محمد دې ټولو ستونزو ته په کلکه «نه» وایي؛ هغه ټینګار کوي: «دا رضاکارانه کار زما لپاره لوی مسوؤلیت دی، که زه هغو ماشومانو ته- چې په لرې سیمو کې ژوند کوي- د پولیو واکسین و نه رسوم نو ښايي هغوی په دې ناعلاجه ناروغۍ اخته شي.»

 

د زابل په لېرې ولسوالۍ شملزو کې یو ځوان له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب هڅې کوي؛ دا ځوان ۳۲ کلن داد محمد دی چې له تېرو اتو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاین کې د واکسیناتور په توګه کار کوي شوه   ©له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی

 

خاطرې

داد محمد په دې لاره کې ډېرې خوږې او ترخې خاطرې لري؛ هغه د خپلې یوې ترخې خاطرې یادونه کوي او وایي: «څو کاله مخکې مې یو ماشوم ولید چې د پولیو واکسین نه کولو له امله فلج شوی و، هغه شېبه زما لپاره خورا دردوونکې وه، ما ماشوم ته کتل چې په خپلو پښو یې تګ نه شو کولای، دا ډېره سخته وه.»

هغه په غریو نیولي غږ زیاته کړه: «زما په سترګو کې اوښکې راغلې، ځکه پوهېدم چې دا ماشوم به هېڅکله د نورو ماشومانو په څېر لوبې و نه شي کړای؛ دغې صحنې دې ته وهڅولم چې د پولیو د واکسین په کمپاین کې د یو رضاکار په توګه دنده ترسره کړم، څو نور ماشومان له ورته برخلیک څخه وژغورم.»

داد محمد یوه خوږه خاطره هم لري چې نه یې هېرېږي؛ دی د شملزو ولسوالۍ په یوه کلي کې د یوه ملک زوی ته د پولیو واکسین کولو په اړه خبرې کوي: «د کلي مشر په دې باور و چې پولیو واکسین ماشوم ته زیان رسوي، هغه ډېر ټینګار کاوه چې زوی یې روغ او جوړ دی او واکسین ته اړتیا نه لري، خو ما په ډېر صبر هغه ته د پولیو ناروغۍ خطرونه بیان کړل، په پای کې مې هغه قانع کړ چې خپل ماشوم واکسین کړي.»

دی زیاتوي: «کله مې چې ماشوم ته واکسین ورکړ نو داسې احساس مې درلود لکه یو لوی بری مې چې ترلاسه کړی وي.»

عبدالله د داد محمد همکار دی، دی وايي، داد محمد له ستونزو سربېره په ډېره لېوالیتا او ژمنتیا خپله دنده ترسره کوي چې ټول همکاران یې له هڅو متاثر دي.

هغه زیاتوي:”داد محمد له پولیو خطرناکې ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب رښتینی مبارز دی، هغه په ډېره مسوولانه توګه د واکسیناتورۍ دنده ترسره کوي او پوهېږي چې د پولیو واکسین هر څاڅکی د یوه ماشوم ژوند خوندي کوي.»

 

ښې راتلونکې ته هیله مندي

د داد محمد او زرګونو نورو رضاکارانو هڅې د یوې داسې ټولنې د جوړولو لپاره دي چې ماشومان یې له دایمي معلولیت څخه خوندي وي.

د هغوی کار او زیار موږ ته درس راکوي چې چې که ټول په ګډه مبارزه وکړو نو یوه ورځ به افغانستان د پولیو له شره خلاص اعلان شي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو د درد تر شا تلپاتې غمیزه
بله موضوع
اورسله عمرخېل؛ بلخ کې د پولیو واکسین کمپاین ژمنه مبلغه

اړوند مطالب

یوه صحنه، یوه پرېکړه

د پولیو له امله د یوه فلج شوي ماشوم بې‌وسۍ...

څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی

د پنجشېر یو تجربه‌کار روغتیايي کارکوونکی له نږدې څلوېښتو کلونو...

  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي
یکشنبه, 14, Jun
د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیا
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
دوشنبه, 8, Jun
«پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسه
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

Welcome back,