د یوه پولیو ځپلي ځوان سخت ژوند؛ له زده کړو د کریډیټ کارټونو تر پلورلو
مرضیه فروتن
هرات، افغانستان (۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳) – د تېمور شاه ارین په نوم یو ځوان چې پولیو ناروغۍ یې دواړې پښې فلج کړې، په داسې حال کې چې په دواړو اوږو کې یې لکړې دي، په هرات ښار کې د یوه سړک پر غاړه کریډیټ کارټونه پلوري.
دغه ۳۲ کلن معلول ځوان وايي، دا چې پلار یې بزګر دی او د پولیو ناروغۍ په اړه یې معلومات نه درلودل نو ده ته یې واکسین نه دی ورکړی چې له همدې امله په یونیم کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی. د پولیو ویروس د تېمور شاه دواړې پښې له حرکته اچولې دي او د لکړو په مرسته پر لاره ځي.
تېمور شاه ارین پنځه کاله مخکې د هرات پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي فارغ شوی دی. هغه کال مخکې په هرات کې د زیانمنو ماشومانو د بیارغونې په یوه مرکز کې د مدیر په توګه کار کاوه خو په دې وروستیو کې دغه مرکز تړل شوی دی.
ارین له تېر یوه کال راهیسې له بېکارۍ ځورېږي او خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو لپاره د کریډیټ کارټونو پلورلو ته اړ شوی دی.
د ده په خبره، د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ عاید لري چې دا ډېر لږ عاید دی خو د بېکارۍ له امله دغه کار ته مجبور شوی دی.
هغه زیاته کړه، افغانستان ته د خدمت په هیله یې په ډېرې سختۍ لوړې زده کړې کړې دي خو دا چې کار نه ورته موندل کېږي، سخت ځورېږي.
ده وویل: «سمه ده په فزیکي توګه معلول یم، اما زما ذهن قوي دی، په لوړه درجه له پوهنتون څخه فارغ شوی یم، غواړم د یوه ځوان په توګه خپلې خاورې او خلکو ته خدمت وکړم.»
د تېمور شاه ارین په نوم یو ځوان چې پولیو ناروغۍ یې دواړې پښې فلج کړې، په داسې حال کې چې په دواړو اوږو کې یې لکړې دي، په هرات ښار کې د یوه سړک پر غاړه کریډیټ کارټونه پلوري © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن
د تېمور شاه ارین مېرمن مریم قرباني هم د ده په څېر په دواړو پښو فلج ده او دوه کاله کېږي چې له ده سره یې واده کړی او یو زوی لري چې یونیم کلن دی.
مریم هم د واکسین نه کولو له امله په ماشومتوب کې د پولیو ناروغۍ په سبب فلج شوې او د تل لپاره پر خپلو پښو له تګ کولو محرومه شوې ده.
د یوه لوستي انسان په توګه د خاوند بېکاري په خپله مریم ته هم په لوی کړاو بدله شوې ده. هغې وویل، ارین له دومره زده کړو، هڅو او انګیزې سربېره چې د کار لپاره یې لري، له بده مرغه پر کور ناست دی چې دا له همدې امله خواشینې ده.
هغې زیاته کړه: «موږ په ډېرې سختۍ ژوند کوو، کله چې د کور نارینه بې کاره وي او په کور کې هم څه نه وي، ژوند کول واقعاً سخت دي.»
د مریم قرباني په خبره، په افغاني ټولنه کې په عمومي ډول معلولینو ته د ناتوانه وګړو په سترګه کتل کېږي او د نورو روغو وګړو په څېر په کار نه ګومارل کېږي.
د پولیو ویروس د تېمور شاه دواړې پښې له حرکته اچولې دي او د لکړو په مرسته پر لاره ځي © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن
له پولیو څخه کرکه
یاد شوي خاوند او مېرمن وايي چې د پولیو ناروغۍ د دوی ژوند تباه کړی او همدا د دې لامل شوی چې هغوی خپلو هیلو ته و نه رسېږي، خو اوس یې تر ټولو لویه هیله له پولیو ناروغۍ څخه د خپل یونیم کلن زوی خوندیتوب دی.
تېمور شاه ارین وویل، د پولیو واکسین په هر کمپاین کې خپل ماشوم واکسینوي څو د دوی په څېر په ګوزڼ اخته نه شي.
هغه زیاته کړه: «د دې تر څنګ چې خپل زوی په منظم ډول واکسینوي، پر خپلوانو او ګاونډیانو هم ټینګار کوي چې ماشومان یې باید له واکسین څخه پاتې نه شي، دغه درد چې زه او زما مېرمن یې تجربه کوو، نه غواړو نور انسان یې تجربه کړي.»
ده یادونه وکړه، که په ماشومتوب کې پلار او مور دی واکسین کړی وای، اوس به د روغو انسانانو په څېر د ښه کار او ژوند څښتن وای.
له پلرونو او میندو د ده غوښتنه دا ده چې اجازه ور نه کړي د پولیو ویروس د هغوی د ماشومانو ژوند تباه کړی.
د تېمور شاه ارین مېرمنې مریم قرباني وویل، په افغاني ټولنه کې له معلولیت سره ژوند کول ډېر سخت دي چې زغمل یې لوی زړه غواړي.
د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د معلولیت لرونکو وګړو په اړه د خلکو نظر توپیر لري او هغوی د ناتوانه وګړو په نوم پېژندل کېږي، ان وګړي حاضر نه دي چې له معلول نارینه یا ښځینه سره واده وکړي، له همدې امله ډېر معلول نارینه او ښځې اړ دي په خپلو منځونو کې یو له بل سره واده کوي.