• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

پولیو ناروغۍ د یوه ماشوم او د هغه د کورنۍ دواړو ژوند تریخ کړی دی

Homepage د ساحې کیسې پولیو ناروغۍ د یوه ماشوم او د هغه د کورنۍ دواړو ژوند تریخ کړی دی

پولیو ناروغۍ د یوه ماشوم او د هغه د کورنۍ دواړو ژوند تریخ کړی دی

PolioFreeAfghanistan
اپریل 18, 2024
د ساحې کیسې

هوسۍ احمدزۍ

کابل، افغانستان (۳۰ وری ۱۴۰۳) – د ماشومان روغتیا ته نه پاملرنه او په وخت نه واکسینول د ماشوم او کورنۍ دواړو ژوند تریخولای شي چې یوه بېلګه یې د کابل د خاک‌جبار ولسوالۍ د اوسېدونکي عین الله کورنۍ ده.

عین الله چې ۲۹ کاله عمر لري، نهه کلن زوی یې رحمت الله د پولیو په ناروغي اخته شوی او د هغه لاسونه او پښې یې له حرکته پاتې کړي دي.

نوموړی وايي، په داسې حال کې  چې له کلونو راهیسې له غربت او اقتصادي ستونزو کړېږي خو د پولیو په ناروغۍ اخته زوی یې ژوند لا پسې تریخ کړی دی.

د ده په خبره، ټول پنځه اولادونه لري چې له جملې یې همدا مشر زوی د پولیو ناروغۍ ځپلی او د کورنۍ د اوږو بار ګرځولی دی.

عین الله د پولیو په ناروغۍ د خپل زوی د اخته کېدو کیسه داسې وکړه: «کلونه مخکې زموږ کور د خاکجبار ولسوالۍ په یوه لرې سیمه کې و، هغه وخت ناامني وه، کله به د پولیو واکسین کمپاین ترسره کېده او کله به نه ترسره کېده، خو موږ هم د خپل زوی روغتیا ته پام نه کاوه چې په منظم ډول یې واکسین کړو، هماغه و چې مشر زوی مې رحمت الله په څلور کلنۍ کې د پولیو په ناروغي اخته شو.»

هغه زیاته کړه، زوی یې پر له پسې څو ورځې سختې تبې درلودې، کله چې یې ډاکټر ته د درملنې لپاره بوت نو هغه له معاینې وروسته ورته وویل چې له بده مرغه زوی یې د پولیو په ناروغي اخته شوی او درملنه یې ناشونې ده.

نوموړی له دې خبرې سره ماضي ته لاړ او له لږ ځنډ وروسته یې وویل: «هغه ورځ د قیامت په څېر راباندې تېره شوه او ډېر مې وژړل.»

 

نهه کلن رحمت الله چې په څلور کلنۍ کې د پولیو په ناروغي اخته شوی او دې ناروغۍ یې دواړه لاسونه او دواړې پښې فلج کړې دي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

د ده په خبره، له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې زوی په بستر پروت دی چې هم یې د ده او هم یې د کورنۍ د نورو غړو ژوند تریخ کړی دی.

هغه وویل: «زوی مې رحمت الله ګرځېدای نه شي، لوبې نه شي کولای، ان د ضرورت رفع کولو لپاره هم د بل چا همکارۍ ته اړ دی چې دا ټولې چارې یې مور ترسره کوي خو زه دې ته خپه یم که هغه لوی شي نو څه به کوي؟»

د یاد شوي ماشوم پلار خپل وضعیت ته په کتو له والدینو غوښتنه کوي چې هیڅکله دې د خپلو اولادونو د روغتیا په برخه کې غفلت نه کوي بلکې خپلو اولادونو ته دې د ماشومتوب په دوره د پولیو په ګډون د ټولو ناروغیو واکسین ورکړي څو روغ پاتې شي او د ده د زوی په څېر د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار نه شي.

د پولیو ځپلي رحمت الله مور ګل بي بي هم وايي، د زوی ناروغي او حالت یې سخته ځوروي خو هیڅ نه شي کولای.

هغې زیاته کړه: «د یوې مور په توګه چې کله د خپل زوی سخت ژوند ته ګورم نو سخت کړاو ګالم، ځکه د پولیو ناروغۍ هغه دومره سخت ځپلی دی چې له خوراک او څښاک نیولې بیا تشناب تر تګ پورې په ټولو کارونو کې زما مرستې ته اړ دی.»

دا وايي چې که پوهېدای چې زوی یې په داسې خطرناکه ناروغي اخته کېږي نو کیلومترونه لرې به یې هم د واکسینولو لپاره بېولی وای، خو اوس پښېماني ګټه نه لري.

د دې په خبره کله چې یې زوی نور ماشومان د لوبو په حال کې ویني نو په یو ډول معصومانه انداز ور ګوري او ورته خاندي خو د هغه خندا بیا دا سخته دردوي او د بې وسي یو ناوړه احساس ورکوي.

ګل بي بي پر مېندو غږ کوي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته جدي پام وکړي او منظم ډول یې واکسین کړي څو د دې د زوی په څېر د پولیو په ناروغي اخته نه شي.

دا وايي: «هیڅ مور او پلار دې خپلو ماشومانو ته د واکسین په تطبیق کې ناغېړي نه کوي، که خدا مه کړه ماشوم یې د پولیو په ناروغي اخته شي نو هیڅکله به د ژوند له خوږو خوند و انخلي او ټول عمر به په خپګان کې تېروي.»

د روغتیا برخې پوهان وايي، پولیو ناروغي درملنه نه لري او یوازې د واکسین په وسیله د مخنیوي وړ ده.

یو له دغو کسانو ډاکټر محمد نصیر درانی دی چې وايي، د پولیو او بلې هرې ناروغۍ واکسین د ماشومانو د سالم راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري، په کار ده هره کورنۍ خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي څو له پولیو او نورو ناروغیو خوندي پاتې شي.

مخکینۍ موضوع
غلام‌نقشبند یزداني خپل نیمایي عمر له پولیو سره په مبارزه کې لګولی
بله موضوع
په هرات کې د پولیو ویروس مهارول؛ د ښځینه واکسیناتورانو لویه لاسته راوړنه

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,