د ټولنې په زړه کې بدلون: عبدالجلیل او د پولیو د مخنیوي هڅې

پکتیکا، افغانستان (۲۹ لړم ۱۴۰۴) – عبدالجلیل، د وازیخوا ولسوالۍ د کارغو ځاله کلي اوسېدونکی، هر سهار د لمر له راختو سره سم په نوې اراده او ژور مسوولیت له کوره وځي او خپله دنده پیلوي.
ځکه دی پوهېږي چې د پولیو واکسین دا دوه کوچني څاڅکي چې هر ماشوم ته یې رسوي، د راتلونکو نسلونو د سلامتۍ او سوکالۍ په خوندي کولو کې لوی ارزښت لري.
د پولیو پر وړاندې مبارزه
له پولیو ناروغۍ سره د عبدالجلیل د مبارزې سفر څو کاله وړاندې د یو ساده، خو بریالي واکسیناتور په توګه پیل شو؛ خو اوس مهال د خپلې ولسوالۍ د کمپاین د همغږي کوونکي/ کوارډینېټر په توګه کار کوي.
د هغه دنده یوازې د شمېرو راټولول او راپور ورکول نه دي؛ بلکې د ډېرې ژورې ټولنیزې مبارزې برخه ده. دی د کلي له مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره غونډې جوړوي، د خلکو باور لوړوي، او د واکسین ارزښت له شک څخه یقین ته بدلوي. هره پرېکړه، هر اقدام او هره لارښوونه یې د دې لپاره وي چې د ټولنې په زړه کې هغه پوهه او هیله ژوندۍ وساتي چې پولیو باید په بشپړ ډول له منځه یووړل شي.
د خلکو باور او ملاتړ
په دې غرنۍ سیمه کې، د یوه کس هڅه د ټولې ټولنې د باور په ځواک بدله شوې ده. هر کمپاین چې راشي، د کلي مشران، ځوانان او د جومات امام د عبدالجلیل ترڅنګ درېږي. هغوی د خلکو دروازې ټکوي، خبرې ورسره کوي او د ماشومانو د سلامتۍ پیغام ور رسوي.
کلونه مخکې، شکونو او ناخبرۍ د واکسین کمپاین په وړاندې خنډ جوړاوه. خو نن وضعیت بدل دی، اوس والدین په ډېرې لېوالتیا خپل ماشومان د پولیو واکسین د تطبیق مرکزونو ته ورولي.
عبدالجلیل وايي: «د خلکو باور زما تر ټولو غټه بریا ده. کله چې مشران راسره ولاړ وي، زه پوهېږم چې په رښتیا بدلون رامنځته کېږي.»
د کلي یو ښوونکی، حجت الله احمدي د عبدالجلیل د کار او هڅو په اړه وايي: «عبدالجلیل موږ ته وښودله چې د پولیو ناروغۍ مخنیوی د ټولنې ګډ حرکت ته اړتیا لري. موږ ټول باید خپل رول ولوبوو، څو یو ماشوم هم د فلج له ګواښ سره مخ نه شي.»
ژوندی درس
د عبدالجلیل د ژوند یوه خاطره داسې ده چې هېڅکله یې له زړه نه وځي: د هغه پنځه کلن ماشوم لیدل چې د پولیو له امله فلج شوی و.
دغه ماشوم چې مخکې یې د کلي په کوڅو کې منډې وهلې او له خپلو ملګرو سره یې لوبې کولې، اوس د نورو په اوږو تکیه دی. د هغه د مور ژړا، د درد ډک غږ او د ناچارۍ روایت د عبدالجلیل د زړه په ژورو کې ځای نیولی دی.
عبدالجلیل وايي: «د هغې ورځې لیدلي انځورونه هر کمپاین کې زما د کار قوت کېږي. زه پوهېږم چې زموږ هڅې د دغه ډول دردونو د مخنیوي یوازینۍ وسیله ده.»
همدغه تجربې د عبدالجلیل د مبارزې اصلي ستنې جوړوي. کله چې هغه د قرباني شوو کورنیو غم حس کړي، د هغه عزم څو چنده کېږي. هغه خپل ټیم ته تل وایي: «موږ یوازې واکسین نه ورکوو، موږ د یو ماشوم راتلونکی خوندي کوو.»
د پولیو واکسین د تطبیق په یوه محل کې واکسین شوي ماشومان © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
ننګونې
په پکتیکا کې د پولیو له منځه وړلو سفر له ساده لارو نه، بلکې له ستونزو له ډکو لارو را تېر شوی. د کلي ځينو کورنیو د واکسینو په اړه کلونه پخواني شکونه له ځانه سره ګرځول، او په لیرې سیمو کې د دودیزو محدودیتونو له امله روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاس رسی کم و.
عبدالجلیل پوهېده چې د دغو خنډونو د ماتولو یوازینۍ لار د خلکو زړونو ته ننوتل دي. ځکه یې نو د دیني عالمانو ملاتړ تر لاسه کړ، د کلي د مشرانو پر اوږو یې تکیه وکړه او د واکسین اهمیت یې د عقل او علم له زاویې خلکو ته بیان کړ.
بدلون
په کارغو ځاله کې نن یوه نوې هوا چلېږي. د عبدالجلیل او د هغه د همکارانو هڅو هغه ټولنه بدله کړې چې پخوا یې د واکسین په اړه شکونه درلودل. اوس والدین له ډاډه په ډک غږ وایي چې واکسین د دوی د ماشومانو د راتلونکي د خوندیتوب تر ټولو غوره وسیله ده او د کلي مشران د هر کمپاین ملاتړ د خپل مسؤلیت یوه برخه ګڼي.
دا بدلون یوازې د روغتیايي پروګرامونو بریا نه ده؛ دا د ټولنې د یووالي، باور او ګډو هڅو انعکاس دی. دغه همغږی حرکت د دې کلیو ماشومانو ته هغه راتلونکی برابروي چېرې چې د فلج وېره نه وي، او یوازې راتلونکې ته هیلې وي.
راتلونکی او هیلې
عبدالجلیل په هیلهمندۍ وايي: «دا د یوه کس دنده نه ده؛ دا د ټولې ټولنې ګډ مسوولیت دی چې خپلو ماشومانو ته خوندي سبا جوړ کړو.»
د هغه کیسه ثابتوي چې کله یو انسان په صداقت او ژمنتیا کار کوي، غوره بدلون رامنځته کېدای شي خو د دغه بدلون د پیاوړتیا لپاره باید ټولنه په ګډه ودرېږي.
په کارغو ځاله کې نن همدا همغږي لیدل کېږي: د عبدالجلیل هڅې، د کورنیو ملاتړ، د مشرانو باور او د ماشومانو خندا.
دا ټول د هغه روښانه سبا نښه ده چې هره سیمه یې هیله لري – سبا چېرې چې پولیو یوازې یوه تېره خاطره وي.

