ذوفنون سروري: په تخار کې د پولیو واکسیناسیون اتله
رقیبه حمیدي
تخار، افغانستان (۲۳ غبرګولی ۱۴۰۳) – د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ذوفنون سروري په نوم د یوې میرمنې د هیلو او هڅو کیسه خوله په خوله کېږي چې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د یوې سوشل موبلایزرې/ مبلغې په توګه په خپل زیار او ژمنتیا د ماشومانو په واکسینولو کې مهم رول لوبولی دی.
د تالقان ښار اوسېدونکې ۲۳ کلنه ذوفنون سروري چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د تخار دولتي پوهنتون د دري ادبیاتو له پوهنځي فارغه شوې، له تېر یوه کال راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د مبلغې په توګه کار کوي. د هغې د مسووليت ساحه د دغه ښار اړوند د پخواني روغتون لومړۍ، دويمه او درېيمه کوڅه ده.
کورنی ژوند او له فعالیتونو ملاتړ
ذوفنون په ۱۳۹۷ لمریز کال کې واده کړی او دوو ماشومانو څلور کلنې فاطمې او پنځه کلن الهام مور ده. د هغې مېړه فریدون سروري په تخار ولایت کې په نشو د روږدو وګړو د درملنې په یوه ۴۰ بستریز مرکز کې د ټولنیز کارکوونکي په توګه په دند بوخت دی. ذوفنون په یوې لوستې کورنۍ کې ژوند کوي چې تل یې ټولنیزو فعالیتونو ته هڅوي.
د ماشومانو روغتیا ته ژمنتیا
ذوفنون د هغې مینې او شفقت له مخې چې له ماشومانو سره یې لري، د پولیو واکسین له کمپاینونو سره یو ځای شوه؛ دا کورنیو ته د پولیو واکسین د ارزښت او ګټو په اړه پوهاوی ورکوي. په هغه ټولنه کې چې د سواد د ټیټې کچې او نه پوهاوي له امله په کې په اسانۍ د پولیو ناروغي خپرېږي، د ذوفنون رول ډېر ارزښتناک دی. هغه په ساده او عام فهمه ژبه کورنۍ قانع کوي چې د پولیو واکسین ماشومان له ګوزڼ څخه ژغوري.
د چلند بدلون او د پوهاوي زیاتوالی
ذوفنون په داسې ټولنه کې فعالیت کوي چې لا هم ډېرې کورنۍ د واکسین له ارزښته ناخبرې دي یا د ناسمو باورونو له امله له هغه ډډه کوي. هغه د خپل مېړه د کورنۍ په هڅونه او ملاتړ توانېدلې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د کور په کور لیدنو له لارې ډېرې ناخبره کورنۍ قانع کړي چې د پولیو واکسین د هغوی د ماشومانو د روغتیا لپاره اړین دی.
ذوفنون د هغې مینې او شفقت له مخې چې له ماشومانو سره یې لري، د پولیو واکسین له کمپاینونو سره یو ځای شوه؛ دا کورنیو ته د پولیو واکسین د ارزښت او ګټو په اړه پوهاوی ورکوي. © له پولیو خلاص افغانستان /۳۰۴۱/ رقیبه حمیدي
څرګندې پایلې او ټولنیزې اغیزې
ذوفنون سروري نه ستړې کېدونکو هڅو د پام وړ پایلې درلودلې دي. هغه توانېدلې د کره او علمي معلوماتو په وړاندې کولو د واکسین په اړه موجود منفي ذهنیت بدل کړي. د عام فهمې ژبې کارول یوه له هغه تګلارو ده چې له لارې یې دا خپل پیغام تر خلکو پورې په ښه توګه رسوي. تر کورنیو ورتګ او والدینو ته په ساده ژبه پوهاوی ورکول سبب شوي چې د پولیو واکسیناسیون پر وړاندې د خلکو چلند او فکر بدل شي.
په ټولنه مثبت اغېز
د ذوفنون د ژمنتیا او هڅو په لیدو ډېری والدین د پولیو واکسین په اهمیت پوه شوي او خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي. د هغې دا کړنې په سیمه کې د پولیو پېښو په کمولو کې ډېره مرسته کړې ده. ذوفنون د دوو اولادونو او کورنۍ د مسوولیتونو سربېره توانېدلې چې د خپلې مورنۍ دندې او رضاکارو فعالیتونو تر منځ تعادل وساتي. د خپلې مور هڅو ته په کتو د هغې ماشومانو هم مهم ارزښتونه لکه ژمنتیا، قرباني او له نورو سره مرسته زده کړې ده.
الهام بخښل او روښانه راتلونکی
په تخار کې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د ذوفنون هڅو نه یوازې د ماشومانو روغتیا ډاډمنه کړې، بلکې ټولنې ته یې هیله او الهام هم بخښلی دی.هغه له کورنیو غواړي چې له پولیو څخه د خلاص افغانستان لپاره د پولیو واکسین له رضاکارو ټیمونو سره همکاري وکړي.
سمیرا، چې د ذوفنون یوه همکاره ده، وايي: “ذوفنون په خپلې ژمنتیا او له خپل کار سره په مینه زموږ پر ټولنې ژورې اغېزې درلودلې دي. هغې د ساده او د پوهېدو وړ ژبې په کارولو د واکسین په اړه د منفي چلند په بدلولو بریالۍ شوې ده، هغه کورنۍ چې د خپلو ناسمو باورونو په سبب یې پخوا د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله اوس په ډېر ډاډ خپل ماشومان واکسینوي.»
د ذوفنون د ژمنتیا او هڅو په لیدو ډېری والدین د پولیو واکسین په اهمیت پوه شوي او خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي؛ د هغې دا کړنې په سیمه کې د پولیو پېښو په کمولو کې ډېره مرسته کړې ده. © له پولیو خلاص افغانستان /۳۰۴۱/ رقیبه حمیدي
پایله
ذوفنون سروري د استقامت او قوي ارادې په لرلو یوه بریالۍ سوشل موبلایزره/ مبلغه ده؛ هغه هرې کورنۍ ته په پوره زغم او د اړیکو د غوره مهارتونو په کارولو قناعت ورکوي څو خپل ماشومان د پولیو له وژونکې او فلجوونکې ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه واکسین کړي. د هغې هڅو نه یوازې د ماشومانو روغتیا تضمین کړې بلکې د ټولنې باور یې هم خپل کړی دی.
ذوفنون سروري په خپلو هڅو او زیار د تالقان د اوسېدونکو په زړونو کې د یوې روښانې او له پولیو څخه د خلاصې راتلونکې هیله ژوندۍ ساتلې ده.