اورسله عمرخېل؛ بلخ کې د پولیو واکسین کمپاین ژمنه مبلغه
عبدالصبور سیرت
بلخ، افغانستان (۱۷ وږی ۱۴۰۳) – د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د اورسله عمرخېل په نوم د پولیو واکسین کمپاین یوه مبلغه/ سوشل موبلایزره د خپلو هڅو پر مټ هره ورځ لسګونه کورنۍ د دغې ناروغۍ له زیانونو او واکسین له ګټو خبروي.
پولیو/ګوزن یوه له هغو ناروغیو ده چې له ډېرو کلونو راهیسې یې په هېواد کې د عامه پوهاوي او واکسیناسیون له لارې د مخنیوي هڅې روانې دي.
په دې برخه کې د ښځینه رضاکارانو رول خورا مهم دی او د دغه ډګر یو ځلانده نوم اورسله عمرخېل دی چې د پولیو واکسین د کمپاین پر مهال کورنیو ته د پوهاوي ورکولو دنده ترسره کوي.
۲۰ کلنه اورسله عمرخېل په یوې متعهدې کورنۍ کې زېږیدلې او له کوچنیوالي یې هېواد او خلکو ته د خدمت کولو علاقه لرله او همدې تعهد د هغې د زدهکړې مسیر مشخص کړ او دا مهال د قابلهګۍ برخه کې په زدهکړو بوخته ده.
اورسله له تېرو دوو کلونو راهیسې د پولیو واکسین کمپاین سره د مبلغې په توګه کار کوي او هره ورځ شاوخوا ۸۰ کورنۍ د پولیو ناروغۍ له زیانونو او د دغې ناروغۍ ضد واکسین له ګټو خبروي.
هغه وايي: «په خپله دوه کلنه کاري موده کې مې ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع کړې دي، هغوی اوس پوهېږي چې د پولیو واکسین یوازینۍ لار ده څو ماشومان یې له ګوزڼ ناروغۍ څخه خوندي شي.»
اورسله له تېرو دوو کلونو راهیسې د پولیو واکسین کمپاین سره د مبلغې په توګه کار کوي او هره ورځ شاوخوا ۸۰ کورنۍ د پولیو ناروغۍ له زیانونو او د دغې ناروغۍ ضد واکسین له ګټو خبروي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت
په داسې ټولنه کې چې لا هم ځیني خلک د پولیو واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو او افواهاتو ښکار دي، دې چارې اورسله هم له ننګونو سره مخ کړې ده، خو د هغې ژمنتیا او زړورتیا هېڅکله کمزورې شوې نه ده.
عمرخېل نه یوازې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو ته ژمنه ده بلکې په راتلونکي کې هم غواړي خلکو ته خدمت وکړي، ځکه په وینا یې که کوم ماشوم په ګوزڼ ناروغۍ اخته شي نو خپله کورنۍ او ټولنه له خطر سره مخ کوي.
له اورسلې عمرخېل سره د خلکو د پوهاوي په چارو کې فرشته هم همکاري کوي.
دا وايي، اورسله هر سهار له اووه بجو څخه بیا د مازدیګر تر څلورو بجو په هر ډول حالاتو کې خپله دنده پر مخ وړي او خپل کار ته ژمنه ده.
د دې په وینا، دوی دواړې کورنیو ته د پولیو واکسین اهمیت تشریح کوي، د واکسین ضد غلط معلومات او وېرې ردوي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د پولیو واکسین خوندي او ضروري دی.
دا زیاتوي، د بېلابېلو فعالیتونو تر څنګ تل له روغتیايي ټیمونو او واکسیناتورانو سره همغږي کوي څو ډاډ ترلاسه کړي چې هر ماشوم ته واکسین رسېږي او هېڅوک له دې پروسې څخه نه پاتېږي.
فرشته او اورسله له ټولو میندو غواړي څو د پولیو واکسین کمپاین له رضاکارانو سره مرسته وکړي، د هغوی په وسیله خپل ګلالي ماشومان واکسین کړي څو د ګوزڼ په خطرناکه ناروغي اخته نه شي.
د اورسلې عمرخېل او فرشتې هڅې د دې ښکاروندوي کوي، چې د یوه فرد ژمنتیا او هڅې د ټولنې په بدلون کې ستر اغېز لرلای شي چې دغه ډول کسان د ټولنې لپاره الهام بخښونکې بېلګې دي.