• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو په وړاندې په لومړۍ کرښه کې د زړورو رضاکارانو نه ستړې کېدونکې مبارزه

Homepage د ساحې کیسې د پولیو په وړاندې په لومړۍ کرښه کې د زړورو رضاکارانو نه ستړې کېدونکې مبارزه

د پولیو په وړاندې په لومړۍ کرښه کې د زړورو رضاکارانو نه ستړې کېدونکې مبارزه

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 9, 2024
د ساحې کیسې

کندهار، افغانستان (۱۸ تله ۱۴۰۳) – د یوې ګرمې ورځې سهار دی او لمر د راختو په حال کې دی، د عبدالرحمن په نوم یو زیارکښ واکسیناتور له خپلو نورو رضاکارو ملګرو سره یو ځای د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ کرښې په صفري برخه کې د مسافرو په تمه ولاړ دی، څو هغوی ته د پولیو واکسین ورکړي.

د عبدالرحمن او د هغه د همکارانو ماموریت څرګند دی، هغوی د دواړو غاړو تر منځ تګ راتګ کوونکو ته د پولیو واکسین دوه څاڅکي ورکوي څو له دې لارې د دواړو هېوادونو تر منځ د دغې خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی وشي.

دا سرحدي سیمه د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه له مزدحمو لارو ده چې هره ورځ ورباندې زرګونه کسان له خپلو ماشومانو او کورنیو سره تګ راتګ کوي.

په همدغه بنسټ دا لار د پولیو ناروغۍ د احتمالي خپرېدو پر وړاندې د مبارزې لومړۍ کرښه هم ده، چې له مخې یې دلته د رضاکارانو ټیمونه ګومارل شوي او هره ورځ په سلګونو او زرګونو ماشومان او لویان واکسینوي.

عبدالرحمن چې د واکسین بکس یې پر اوږه دی، په ډېره مسوولانه توګه هر تلونکی او راتلونکی مسافر څاري او په مهربانۍ د پولیو واکسین ورکوي.

 

د عبدالرحمن او د هغه د همکارانو ماموریت څرګند دی، هغوی د دواړو غاړو تر منځ تګ راتګ کوونکو ته د پولیو واکسین دوه څاڅکي ورکوي څو له دې لارې د دواړو هېوادونو تر منځ د دغې خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی وشي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی

 

هغه له مسافرو سره په خبرو کې د پولیو واکسین پر اهمیت ټینګار کوي او وايي: «موږ دلته یو څو ستاسې په وسیله د پولیو ویروس د احتمالي خپرېدو مخنیوی وکړو، که خدای مه کړه ستاسې په وسیله په کومه سیمه کې د پولیو ویروس خپور شي نو د ګڼ شمېر ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي.»

هغه زیاتوي، د پولیو واکسین د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرښې په اوږدو کې د ټولو تګ راتګ کوونکو لپاره مهم دی، ځکه دغه ویروس د هر عمر وګړو له لوري لېږدول کېدای شي.

د ده په وینا، سپين بولدک ولسوالي د هېواد له هغو سیمو ده چې د پولیو ویروس د احتمالي انتقال او خپرېدو له اړخه خورا زیاته پاملرنه ورته کېږي.

عبدالرحمن وویل: «دلته د خلکو د ډېر تګ راتګ له امله د ویروس د لېږد رالېږد خطر تل موجود دی، د ټیم هدف دا دی چې د واکسین په وسیله یې مخینوی وکړي، دلته د واکسیناسیون پروسه یوازې د ماشومانو لپاره نه بلکې د ټولو وګړو لپاره ده، ځکه هر څوک د هر عمر په لرلو دغه ناروغي له یوه هېواده بل ته لېږدولای شي.»

په همدې سیمه کې د جمال په نوم یو بل واکسیناتور چې د یوه ماشوم په خوله کې یې د پولیو واکسین څاڅکي اچول، وویل: «موږ دلته په لومړۍ کرښه کې د یوه داسې دښمن پر وړاندې جګړه کوو چې په سترګو نه لیدل کېږي خو یو ماشوم په تلپاتي فلج اخته کولای شي.»

هغه زیاته کړه، د ده دنده یوه عادي دنده نه ده بلکې دا یوه ملي وجیبه ده چې په وسیله یې د ماشومانو ژوند خوندي کوي.

دی وايي: «زه هر ماشوم ته په دې هیله د پولیو واکسین ورکوم څو روښانه او روغ راتلونکی ولري او د دې بدمرغې ناروغۍ له زیانونو وژغورل شي چې تلپاتی معلولیت دی.»

د سپین بولدک لارې مسافر د پولیو واکسین د رضاکارانو هڅې ستايي او وايي، هغوی یو ډېر لوی مسوولیت ترسره کوي.

 

سپين بولدک ولسوالي د هېواد له هغو سیمو ده چې د پولیو ویروس د احتمالي انتقال او خپرېدو له اړخه خورا زیاته پاملرنه ورته کېږي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی

 

د محمد سلیم په نوم یو مسافر چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای یې له کویټې ښار څخه کندهار ښار ته سفر کاوه، وویل: «زه چې کله هم پر دې لار سفر کوم نو وینم چې رضاکاران مسافرو ته د پولیو واکسین ورکوي، دا چاره نه یوازې د ماشومانو ژوند ژغوري، بلکې په ټولنه کې د ویروس د انتقال مخنیوی هم کوي.»

هغه زیاتوي، د پولیو ضد واکسین کول یوازینۍ لار ده چې خپلې کورنۍ او راتلونکي نسلونه له دغه خطرناکه ویروس څخه لرې وساتو.

د عبدالنافع په نوم د دغې لارې یو بل مسافر وویل، په داسې سرحدي سیمو کې چې د دوو هېوادونو تر منځ په کې خلک ډېر تګ راتګ کوي، د پولیو ویروس د انتقال خطر ډېر وي.

دی زیاتوي، دلته موجود واکسیناتوران موږ ته ډاډ راکوي چې ماشومان مو خوندي دي او موږ د ویروس له انتقال او خپرېدو ساتي.

هغه وايي: «زه پر خلکو غږ کوم چې د دغه کار ارزښت درک کړي او له رضاکارانو سره همکاري وکړي څو هېواد مو د پولیو ویروس له شره په امان شي.»

روغتیا پوهان د نورو سیمو تر څنګ په سرحدي سیمو کې د هر عمر د وګړو واکسینول د پولیو ویروس په مخنیوي کې مهمه چاره بولي.

د ډاکټر نورالله په نوم د روغتیايي چارو یو کارپوه وايي، په سرحدي سیمو کې د پولیو واکسین کول بې‌ساري اهمیت لري ځکه دلته خلک په پرله‌پسې توګه له یو هېواد څخه بل ته سفر کوي او د پولیو ویروس د انتقال خطر څو چنده زیات دی.

هغه زیاتوي، که ویروس له یو لوري بل ته انتقال شي نو ټولې سیمې ته لوی ګواښ پېښولای شي.

د ده په باور د سرحدي سیمو په صفري برخو کې د واکسیناتورانو شتون دا ډاډ ورکوي چې ویروس د انتقال په لومړیو پړاوونو کې درول کېږي، او دا یوازینۍ لاره ده چې موږ کولای شو د دې ناروغۍ د پراخېدو مخه ونیسو.

 

سعید زابلی، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
اورانوس؛ په بدخشان کې د واکسین د پوهاوي او ملاتړ غږ
بله موضوع
د معلولینو غږ: «خپل ماشومان واکسین کړئ، څو زموږ په څېر له کړاوونو سره مخ نه شي»

اړوند مطالب

نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه

«د یوه رضاکار ژمنتیا او مبارزه، د سلګونو ماشومانو راتلونکی...

د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه

غزني، افغانستان (۳۰ غبرګولی ۱۴۰۴) – نجیب الله څلور کلن...

وروستي پوسټ

  • نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه
  • د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه
  • یو رضاکار، دوه څاڅکي، زرګونه خوندي شوي ماشومان
  • فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه
  • یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
دوشنبه, 30, Jun
نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه
جمعه, 20, Jun
د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه
یکشنبه, 15, Jun
یو رضاکار، دوه څاڅکي، زرګونه خوندي شوي ماشومان
پنجشنبه, 5, Jun
فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 31, May
یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
دوشنبه, 26, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو

Welcome back,