• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو پټ درد: د کړاو، زغم او هیلو کیسه

Homepage د ساحې کیسې د پولیو پټ درد: د کړاو، زغم او هیلو کیسه

د پولیو پټ درد: د کړاو، زغم او هیلو کیسه

PolioFreeAfghanistan
اگست 19, 2024
د ساحې کیسې

رقیبه حمیدي

بدخشان، افغانستان (۲۹ زمری ۱۴۰۳) – د بدخشان د وردوج ولسوالۍ د اوسېدونکې ۴۰ کلنې خدیجې ژوند یوه ترخه کیسه لري؛ هغه د دریو ماشومانو ۱۲ کلن رحمان، ۱۰ کلن عادل او ۸ کلنې زینب مور ده.

د هغې کوچنۍ لور زینب په یو کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوېده چې له هماغه وخته یې معلولیت د کورنۍ د ټولو غړو ژوند متاثر کړی دی.

خدیجه وایي: “کله چې زینب کوچنۍ وه، پښې یې کمزوري شوې او په سم ډول پر لار نه شوای تلای، دغه وضعیت ډېر اندېښمنوونکی و، نو سملاسي مو هغه د درملنې په موخه یو روغتیایي مرکز ته بوتله.”

د سرې میاشتې په روغتون کې ډاکټرانو تشخیص کړه چې زینب د پولیو په ناروغي اخته شوې ده؛ هغوی خدیجې او د هغې مېړه ته وویل چې دا ناروغي درملنه نه لري او کولای شي زینب د معلولیت له جدي او دایمي ستونزې سره مخ کړي.

د ډاکټرانو خبره سمه وه، د زینب دواړې پښې فلج شوې او د حرکت کولو لپاره د نورو مرستې ته اړه ده.

خدیجه د دې ناروغۍ په اړه چې د هغې او د کورنۍ د ټولو ژوند یې سخت اغېزمن کړی، وايي: “ډېره سخته ده چې ګورم لور مې د نورو ماشومانو په شان پر لار نه شي تلای او تل د نورو لاسنیوي ته اړتیا لري..”

د زینب کورنۍ له ډېرو اقتصادي ستونزو سره هم مخ ده؛ د خدیجې مېړه سفر محمد بې کاره دی او هیڅ عاید نه لري.

خدیجه وایي: “د زینب د درملنې لګښتونه او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا پر موږ ډېر فشار راولي، د داسې یوې کورنۍ لپاره چې په لرې سیمه کې ژوند کوي دا مسایل ډېر سخت دي.”

د خدیجې کوچنۍ لور زینب په یو کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوېده چې له هماغه وخته یې معلولیت د کورنۍ د ټولو غړو ژوند متاثر کړی دی © له پولیو خلاص افغانستان /۳۰۴۱/ رقیبه حمیدي

 

خو له ستونزو سربېره خدیجه او د کورنۍ نور غړي د زینب ملاتړ ته دوام ورکوي؛ هغه وایي: “موږ ټول له زینب سره ډېر مهربان او خواخوږي یو، دواړه وروڼه له خپلې خور سره ډېره مینه لري او تر ممکنه حده هڅه کوي هغه ارامه او خوشحاله وساتي.”

د زینب مشر ورور رحمان د خپلې خور د وضعیت په اړه وایي: “زما لپاره ډېره دردونکې ده چې خپله خور په ناوړه وضعیت کې ګورم، زه هره ورځ د هغې په اړه اندېښمن یم، خو هڅه کوم چې قوي و اوسم او له هغې ملاتړ وکړم.”

هغه زیاتوي: “زما هیله دا ده چې د خور حالت مې ښه شي او بیرته عادي ژوند ته راشي، هیله لرم چې هغه وکولای شي مکتب ته لاړه شي او له خپلو ملګرو سره لوبې وکړي.”

رحمان همدارنګه په واکسیناسيون ټینګار کوي او وایي: “زما پیغام ټولو کورنیو ته دا دی چې د واکسیناسيون اهمیت جدي وګڼي او د پولیو له ناروغۍ څخه د مخنیوي په اړه بې‌ غوري و نه کړي، واکسینونه کولای شي ماشومان د پولیو په څېر له خطرناکو ناروغیو څخه وساتي.”

بدخشان مېشتی ډاکټر رامز سیدي هم د واکسیناسيون پر اهمیت ټینګار کوي او وایي: “پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې کولای شي دایمي فلج او یا حتی مرګ ته لاره هواره کړي، خو د پولیو واکسین کولای شي د دې ویجاړونکې ناروغۍ مخنیوی وکړي.”

هغه زیاتوي: “کورنۍ باید د پولیو ویروس په وړاندې جدي ګامونه واخلي او خپل ماشومان په وخت واکسین وکړي څو له دې ناروغۍ څخه مخنیوی وشي.”

 

د زینب مشر ورور رحمان د خپلې خور د وضعیت په اړه وایي: “زما لپاره ډېره دردونکې ده چې خپله خور په ناوړه وضعیت کې ګورم، زه هره ورځ د هغې په اړه اندېښمن یم، خو هڅه کوم چې قوي و اوسم او له هغې ملاتړ وکړم.” © له پولیو خلاص افغانستان /۳۰۴۱/ رقیبه حمیدي

 

ډاکټر سیدي وړاندې وایي: “کله چې یو ماشوم په دې ناروغۍ اخته شي، نو د کورنۍ او ټولنې پر اوږو دروند بار ګرځي، ځکه ماشوم معلول کېږي او د یوه سالم کس په څېر نه شي کولای ژوند وکړي.”

د زینب کیسه د واکسیناسيون په اړه د پوهاوي ډېرولو پر اهمیت ټینګار کوي، کله چې کورنۍ د واکسینونو اهمیت درک کړي او  بیا هغو ته لاسرسی ولري نو ډېرې ستونزې ختمېدلای شي.

د روغتیایي زیربناوو ښه‌ کول، واکسینونو ته زیات لاسرسی او ټولنیز ملاتړ هغه ګامونه دي چې کولای شي د پولیو د پېښو په کموالي او د زینب په څېر خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.

په پای کې دا کیسه زموږ لپاره یو مهمه یادونه ده چې هر ماشوم د روغ او خوښ ژوند مستحق دی، واکسیناسيون نه یوازې ماشومان خوندي کوي، بلکې د ټولنو لپاره یو روښانه راتلونکی رامنځته کوي.

د دې حقیقت په پام کې نیولو سره، هرڅوک باید د پولیو په څېر له مخنیوي وړ ناروغیو سره په مبارزه کې ونډه واخلي او هر ماشوم ته فرصت برابره کړي چې په یوه ښه راتلونکي کې وده وکړي.

مخکینۍ موضوع
د بدخشان د وردوج ولسوالۍ میندې؛ د پولیو په وړاندې د مبارزې خاموشې اتلانې
بله موضوع
له مخالفت تر همکارۍ: د پولیو واکسین په اړه د یوه پلار د لیدلوري بدلون

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,