تابش شېرزاد: د همت او استقامت ژوندۍ بېلګه
عبدالصبور سیرت
بلخ، افغانستان (۲۷ کب ۱۴۰۲) – ۲۲ کلن تابش شېرزاد د دې خبرې ژوندۍ بېلګه ده چې ټینګ هوډ، همت او استقامت څنګه پر بدني کمزورتیا بریالي کېدای شي.
هغه چې د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د پشت باغ سیمې اوسېدونکی دی، له زېږېدو اووه کاله وروسته د پولیو/ ګوزڼ په ناروغي اخته شوی او دواړې پښې یې فلج شوې دي.
دی چې له همدې امله پوره اته کاله په یوې خونې کې د بندي په څېر ساتل شوی وايي، په دې موده کې یې ژوند له ډېرو کړاونو سره تېراوه او نه پوهېده که له کوره دباندې ووځي نو د خلکو چلند به ورسره څه ډول وي؟
خو تابش وویل چې له کړاونو سربېره ناهیلی نه شو او هڅه یې وکړه تر څو خپلو موخو ته ورسېږي.
هغه په خپل کلي کې ښوونځی پیل کړ، فارغ شو او اوس مهال د یوه خصوصي پوهنتون په کمپیوټر ساینس پوهنځي کې په زدهکړو بوخت دی.
تابش چې د خپلې سیمې د ځوانانو مشري هم کوي وایي؛ له تېرو دریو کلونو راهیسې د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره د سوشل موبلایزر/ مبلغ په توګه کار کوي.
تابش شېرزاد د خپلو لکړو په مرسته کور په کور ګرځي څو هغه کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته وهڅوي چې د ناسمو معلوماتو ښکار شوي او خپل ماشومان نه واکسینوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ عبدالصبور سیرت
د ده په خبره، له دغه کاره یې موخه دا ده چې نور ماشومان د ده په څېر د پولیو په ناعلاجه ناروغي اخته او معلول نه شي.
نوموړی د خپلو لکړو په مرسته کور په کور ګرځي څو هغه کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته وهڅوي چې د ناسمو معلوماتو ښکار شوي او خپل ماشومان نه واکسینوي.
دی وايي: «د پوليو په پروګرام کې زما د کار تر ټولو ستره انګېزه دا ده، چې زه پخپله په دې بدمرغه ناروغۍ اخته يم، غواړم زما د وطن ګلالي ماشومان په دې ناروغۍ اخته نه شي، په خپلو پښو وګرځي، لوبې وکړې، زده کړې وکړي او خپل راتلونکی جوړ کړي.»
تابش زیاتوي، پولیو ناروغۍ له مرګ څخه هم ډېره خطرناکه ده، ځکه که یو څوک مړ شي نو ژوند به یې پای ته ورسېږي خو د پولیو په ناروغي اخته کس هره ورځ مري.
تابش شېرزاد له خپلو همکارانو سره د خلکو د عامه پوهاوي په لور © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ عبدالصبور سیرت
تابش له خلکو غوښتنه کوي څو خپلو ماشومانو ته د دوه څاڅکي واکسین په ورکولو هغوی له تلپاتي معلولیت څخه وژغوري.
د تابش تر څنګ د نوموړي تره وحیدالله هم د پولیو له منځه وړلو پروګرام کې د رضاکار په توګه کار کوي.
نوموړی وایي، وراره یې تابش په اووه کلنۍ کې په دغې ناروغۍ اخته شو، هغه مهالل دوی په هېواد کې دننه او بهر د هغه د درملنې ډېرې هڅې وکړې خو بې ګټې وې.
هغه زیاتوي، کله چې پوه شول پولیو ناروغۍ درملنه نه لري نو هڅه یې وکړه له تابش سره په ګډه د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه رضاکارانه کار وکړي او هرې کورنۍ ته دا پیغام ورسوي چې دوه څاڅکي واکسین مو ماشومان له دغې بدمرغې ناروغۍ ژغورلای شي.
تابش له خلکو غوښتنه کوي څو خپلو ماشومانو ته د دوه څاڅکي واکسین په ورکولو هغوی له تلپاتي معلولیت څخه وژغوري © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ عبدالصبور سیرت
د تابش ملګری سید محمد یزدانپرست وایي، ملګری یې تابش شېرزاد چې د پولیو ناروغۍ ځپلی په خپل کردار ثابته کړې چې ټینګ هوډ، همت او استقامت پر بدني کمزورتیا بریالي کېدای شي.
ده وویل: «تابش په ټولنه کې ډېر لوی کردار ترسره کوي، هغه خپل درد او کړاو ته په کتو خلکو ته پوهاوی ورکوي چې خپل ماشومان واکسین کړي څو د ده په سرنوشت اخته نه شي.»
هغه زیاتوي، له بده مرغه اوس هم په هېواد کې داسې والدین شته چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد واکسین نه ورکوي.
د ده په باور، هغه والدین چې ماشومانو ته واکسین نه ورکوي د خپلو اولادونو بدترین دښمنان دي، ځکه یوه وړه بې پروايي کولای شي ماشومان په تلپاتي معلولیت اخته کړي چې له پښېمانۍ پرته بله پایله نه لري.
افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو هېوادونو دي چې د پولیو ناروغي لا هم د ماشومانو ژوند ته لوی ګواښ دی.